Homeخبرونهامریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

امریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۳ مه) د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره، ایف بي آی د سعودي عربستان د یوه وګړي حمزه الغامدي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې ده.

ایف بي آی پرون (جمعه) وویل، الغامدي د القاعده شبکې غړی دی او د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې لاس لري.

ایف بي آی همداراز وايي چې الغامدي د افغانستان او تاجکستان په ګډون د وسله والو شخړو په سیمو کې برخه اخیستې او د القاعده په شبکه کې یې مهم رول درلود.

په نیویارک ښار کې د ایف بي آی د ساحوي دفتر مسووله کریستي کورتیس وايي:”موږ هیر کړي نه دي، درویشت کاله وروسته، ایف بي آی لا هم د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي او د هغو کسانو په لټه کې دی چې غواړي موږ ته زیان ورسوي.”

الغامدي د اسامه بن لادن نژدې ملګری و، چې د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو پورې یې د هغه د امنیتي ځواکونو د باوري غړي په توګه کار کاوه. هغه د افغانستان کابل ته نژدې د القاعده میلمستونونه هم چلول، او د القاعده شبکې غړو ته یې لوژستیکي ملاتړ چمتو کاوه.

د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د حمزه الغامدي د نیولو یا هغو معلوماتو لپاره، چې د نوموړي د نیولو سبب شي تر ۵ ملیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...