څېړنوال حبیب الله رفیع
د امریکې یو د ملتونو څېړونکی عالم (اې، اف، کې، اورګانسکي) په خپل (د نړۍ سیاست) نومي کتاب کې لیکي:
(سیام او افغانستان د نړۍ یواځیني هېوادونه دي چې هېڅکله د سیاسي ښکېلاک تر ژغ لاندې نه دي تللي او د اروپایانو مستقیمه واکمني یې نه ده منلې.)(۱)
دا سمه ده خو زه دا هم پرې زیاتوم چې د هیچا واکمني یې نه ده منلې او د هر یرغلګر پر وړاندې یې پاڅون کړی او په لنډه یا اوږده موده کې یې مات کړی او له خپلې خاورې ایستلی.
دا هم د یادولو ده چې په نړۍ کې تر هر هېواد زیات پر افغانستان زیات یرغلګر راغلي دا ځکه چې افغانستان د آسیا په زړه کې یو حساس جغرافیایي، سوق الجیشي او ستراتیژیکي موقیعت لري او هر چا چې غوښتي د هند نیمې و چې ته ورشي او دا طلایي مرغۍ تر لاسه کړي او یا د پارس او منځني ختیځ ثروتونو ته ځان ورسوي، د تېرېدو لاره یې همدا وه خو ټول همدلته راتم کړی شوي او د تېرېدو هیله یې نهیله شوې ده.
له پنځو زرو کلونو راهیسې دا لوبه را روانه ده او زموږ د دې اوږده ژوند نیمایي برخه په دې جګړو او مقابلو کې تېره شوې او زموږ ودان هېواد په وارو- وارو وران شوی، بیا ودان او بیا – بیا وران شوی دی.
اوس راځو دې ته چې دا څنګه معجزه ده چې افغانستان له دومره تېریو سره-سره ژوندی پاتې شوی او پر یرغلګرو یې بری موندلی دی.
زما له نظره ددې امتیاز لوی علت د افغانستان د زړور، نومیالي او توریالي ملت درلودل دي چې د هر تېري کوونکي پر وړاندې ولاړ شوی او په تش لاس یا ډېرو لږو نظامي امکاناتو یې له زورور او په وسلو او درنو نظامي امکاناتو سنبال دښمن سره مقابله کړې او له پښو یې غورځولی دی.
ما په دې برخه کې اوږده مطالعه کړې، د نړۍ ډېر پیاوړي او د درنو نظامي امکاناتو درلودونکي هېوادونه چې کله د یرغلګرو تر تېري لاندې راغلي، حکومت او دولتي پوځ یې له دښمن سره مقابله کړې خو کله یې چې دولتي ځواک مات شوی نو یرغلګرو په سړه سینه دا هېواد نیولی او ملت یې تیت او پرک شوی او نه دی توانېدلی چې مقابله وکړي نو له ناکامه تسلیم شوی او د یرغلګرو د ښکېلاک ژغ یې وړی، ډېرې لږ داسې نمونې پیدا کیږي چې په اولس کې دې کوم هېرو او اتل پیدا شوی وي او د یرغلګرو پر وړاندې دې اولس یو لاس او یو غږ شوی وي.
پر افغانستان باندې د یرغل په ترڅ کې نړیوالو ښکېلاکګرو له همهغو تجربو نه کار اخیستې او پر افغانستان باندې یې له یرغل سره حکومت ړنګ کړی او یا مزدور کړی، دولتي پوځ او خزانه یې تر لاسه کړي او بیا یې فکر کړی چې نور به بې غمه پر دې هېواد واکمني کوو او له اولس نه یې د وېرې احساس نه دی کړی.
خو زموږ د اولس یوه عجیبه ځانګړنه ده، کله یې چې مرکزي حکومت ړنګ شوی ، یا مزدور شوی او یا پردې حکومت جوړ شوی نو اولس بې له دې چې مخکینی مسلات ولري، خپله ملي دنده ګڼلې چې د خپل هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ له پاره را ولاړ شي او په خپله سیمه او خپله برخه کې د دښمن او یرغلګرو پر وړاندې مقاومت او مزاحمت پیل کړي.
په دې لړ کې د هېواد له لېرې پرتو کلیو او سیمو نه وړې-وړې ډلې راولاړې شوې، یو له بل سره یې اړیکې نیولې، منظمې شوې او د ملي مسلات له مخې یې ورو-ورو یو ملي لښکر جوړ کړی او د حکومت تر مرکز چاپیرې شوې، دښمن یې محاصره کړی او بیا یې له مزدور حکومت سره یو ځای د خپل قهر په اور کې سوځولی او مات کړی. دا کار یو ځل نه بلکې دایم او د هر یرغلګر پر وړاندې شوی او همدا ملي مقاومت، ملي لښکر او ملي پیوستون دی چې د تاریخ په هره پېړۍ او پوړۍ کې یې هر راز زورور او ښکرور دښمن مات کړی او له ناسنجول شوې ماتې سره مخامخ کړی دی.
دلته یو بل مهم ټکی هم د یادولو دی، هغه دا چې له مرکز نه د باندې ملي کړیو سره په مرکز کې د ننه هغه مامورین او دولتي ارکان هم په پټه کې مله شوي چې ظاهراَ له دښمن سره د مرستې سرخوځوي او ځانونه یې مله بولي او دې ګډې همکارۍ د دښمن ځواک له د ننه او بهر کمواکه او کاواکه کړی او په پای کې یې رانسکور کړی دی.
له زړو زمانو نه تېرېږو په معاصرو پېړیو کې نمونې ورکوو:
د اتلسمې پېړۍ په پیل کې چې د هېواد لویدیځې سیمې د پارس د صفوي یرغلګرو په لاس کې وي او د ګرګین په نامه یې یو ظالم او خونخور والي کندهار ته رالېږلی ړ، میرویس نیکه د اولس د نماینده په توګه له دې والي سره په ارتباط کې ړ او صفوي حکومت هم رسماَ َ د ملت د استازي په توګه منلی ړ، ده د ورځې له هغوی سره په ارتباط کې کار کاوه خو نور وخت به یې خپل خلک تنظیمول، د قومونو مشران به یې راغونډول او یو وخت یې مصلحتي بغاوتونه او سرغړونې راولاړې کړې او ګرګین ته یې مشوره ورکړه چې د دې سرغړونو د کوټلو له پاره خپلې لښکرې ورولیږي او کله چې د ده لښکرې خورې او لږ شوې نو بیا یې له یوې نظامي خدعې نه د تکتیک په توګه استفاده وکړه او ګرګین یې سره له ملګرو په یوه میلمستیا کې وواژه، د هېواد د یوې برخې بشپړه خپلواکي یې تر لاسه او د لومړي ځل له پاره یې په نړۍ كې ملي او جمهوري حکومت جوړ کړ.
احمد شاه بابا د یوه جنرال په توګه، د هغه له وژل کېدو سره سم نظامي چارې سنبال او د یوې ملي جرګې له لارې واک تر لاسه کړ، د هېواد خپلواکي یې تامین او د هغې پر بنسټ یې تر ډیلي، ماوراءالنهر او مشهد پورې لویه افغاني سترواکي جوړه کړه.
په ۱۸۳۹ کال کې پر افغانستان باندې د انګرېزانو د لومړي تیري په ترڅ کې د وخت پاچا امیر دوست محمد شمال ته وتښتید، شاه شجاع انګرېزانو له ځان سره راووست د کندهار او بیا یې د کابل پر تخت کښېناوه، دولتي لښکر یې د ده په خدمت کې وګوماره او انګرېزانو د شاه شجاع په نامه په هېواد کې واکمني پیل کړه، خو ډېر ژر د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ملي مبارزین سره راغونډ شول، اړیکي یې سره ونیول، غازیان د بېلابېلو قومونو په مشرتابه سره راغونډ او په پای کې یې د کابل په عاشقانو عارفانو کې خپل د قوماندې مرکز جوړ کړ او د ۱۸۴۱ کال د نومبر په دوهمه نېټه یې د عمومي پاڅون قومانده ورکړه چې د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ تر شپږمې نېتې انګرېزان مات او د وتلو له پاره یې پناه وغوښته؛ خو اولس له کابل تر ننګرهاره د دوی اوولس زره لښکر تباه کړ، بیا یې د دوی ګوډاګی پاچا شاه شجاع هم وواژه او انګریزي ښکېلاک ته یې خاتمه ورکړه. په دې ترتیب حکومت له دښمن سره و؛ خو اولس د خپل ځانګړي خصلت له مخې بری وموند چې تر دې وړاندې له داسې مقابلې سره نه وو مخامخ شوي او لومړنۍ تاریخي ماته یې له افغان ملت نه وخوړله.
انګرېزانو دا ماته تصادفي او د افغانستان د سخت ژمي له امله بلله نو دېرش کاله وروسته یې په ۱۸۷۸ کال یو ځل بیا درنې لښکرې افغانستان ته راوستې، دا ځل هم د وخت پاچا امیر شیر علي خان د روسانو د مرستې په هیله شمال ته ولاړ او دوی د دې زوی یعقوب خان د خپل لاسپوڅي پاچا په توګه وساته، دولتي خزانه او لښکرې یې هم تر لاسه کړې، دا ځل په اوړي کې راغلي وو او فکر یې کاوه چې نور نو په افغانستان واکمن شول، بیا هم له مرکز نه لېرې په شااوخوا کلیو او سیمو کې د غازیانو ډلې جوړې شوې، غازي محمد جان خان چې په دولتي پوځ کې وو، له غازیانو سره اړیکې ټینګې کړې. د ورځې به یې خپله دنده تر سره کوله او د شپې به یې خلک پاڅون او قیام ته تنظیمول او د غازیانو رابطې به یې ټینګولې. څو یې چې تر مرکزه غازیانو یوه پیاوړې حلقه راچاپېره کړه، انګرېزان یې د شیرپور په چوڼۍ کې محاصره او مات کړل، په میوند کې یې تر لس زره زیات لښکر تباه شو او بیا اړ شول چې له هېواد نه په تېښته پښې سپکې کړي؛ خو دلته یو داسې حکومت راځي چې ظاهرا له غازیانو سره سر خوځوي خو په پټه له انګرېزانو سره تړون لري او د انګرېزانو په لمسون د غازیانو په لټون او له منځه وړلو بوختیږي.
زموږ د ملي مبارزو تاریخ دښمنانو سره له دې چې اعترافونه لري، په خپله ګټه لیکلی، موږ ډېر لږ مړرخین درلودل چې ویې لیکي خو زموږ اولسي شاعرانو دا ټولې تاریخي پېښې په خپلو شعرونو، سندرو، چاربیتو او نارو کې په زېر او زور خوندي کړې چې خوله په خوله لېږدېدلې خو څرنګه چې لیکل شوې نه دي نو ځکه دا سندرې ډېرې هېرې شوې او لږ راپاتې دي، خو هغه سندرې چې همهغه وخت په لیک کې خوندي شوې، ډېرې ګټورې او ډېر دقیق او تارتاریز معلومات پکې دي.
ما د پښتنو له سوونو مبارزو سره اړوندې سوونه تاریخي نارې او سندرې راغونډې کړې چې بېله څېړنه او ځانګړي کتابونه غواړي.
له نېکه مرغه د افغان-انګرېز د دوهمې جګړې سندرې چې غازي محمد جان خان یې لوی هېرو دی، همهغه وخت د یوه خواخوږي او دراک ختیځ پوه ډارمسټټر له خوا په پېښور کې د لرې برې پښتونخوا ګڼو اولسي شاعرانو ویلې، غونډې کړې او همهغه وخت یې په فرانسه کې ژباړلې او له پښتو متن سره یې خپرې کړې چې بیا وروسته نورو لیکوالو هم دا ډول سندرې چې د محمد جان خان د مېړانې یادونې پکې دي راغونډې کړې او په لسهاو پارچې یې موږ ته رارسېدلې چې دلته یې څو نمونې وړاندې کوم:
[لومړۍ چاربیته]
په دې لړ کې تر ټولو مشهوره هغه چاربیته ده چې ډارمسټټر په خپل (د پښتونخوا شعر هارو بهار) کې د جنګ د کابل په نامه ثبت کړې ده، دا چاربیته همهغه وخت دومره مشهوره شوه چې په آلمان کې ایراني لیکوال سیف آزاد د آزادي شرق په جریده کې خپره کړه؛ نو د دې چاربیتې کسر یې د دې جریدې د لومړنۍ ګڼې په لومړي مخ کې خپور کړ، چاربیته سره لولو:
(کسر)
قادره ذوالجلاله بې شريکه، بې مثاله
ایمان مې خطا مه کړې فرنګ ورک کړې له کابله
(لومړی بند)
فرنګ راغی له هنده که راشي لوږه تنده
په هېڅ یې پروا مه کړﺉ
وطن ټول کاندي پایمال وهئ یې سر او مال
(دوهم بند)
خیبر کې اپریدي وو دوی واړه تور تندي وو
کاروان ته ګړندي وو
فرنګ ته یې ملاماته وه په خپله یې کړ راتېر
اسلام یې سپک کړ ډېر
(درېیم بند)
فرنګ وې چې سهار شو ناګامه ډزهار شو
امیرصاحب په خپله له غیرته زما جانه
فنا شو له جهانه
(څلورم بند)
مهمند لکه خزلې نه سر، نه یې سامان شته
غلجي وکړې منزلې ما کړې دي بدلې
نه په شمار کې حسابیږي الله په دوی پوهیږي
(پنځم بند)
که ټول په اتفاق وی په یو ځای کې اتراق وی
دېره په بشبلاق وی
فرنګو به لالپوره لاندې کړې نه وه وروره
خبر به وو له زوره
(شپږم بند)
چا کفر کړ قبول دولت یې کړ وصول
دښمن شو د رسول
پنځو پیسو د پاره له اسلام نه لاس په سر شو
تور مخی د محشر شو
(اووم بند)
چې مسلمانان یي مسلم په ښه ایمان یي
غزا پسې روان یي
له سر وماله تېر یي د حضرت د دین د پاره
ترس نه کړي له کفاره
( اتم بند)
محمد یعقوب یې زوی ړ کمکی نه ړ دی لوی ړ
دانا په عقل پوی ړ
روان یې کمناري کړ وریې کړ بالا حصار
یو څو ورځې قرار
(نهم بند)
ناګاهه غلبله وه اردله رساله وه
په مخ کې یې ګله وه
تمام یې را حصار کړل په کابل یې کړ مردار
خبر نه ړ سردار
( لسم بند)
سردار شو په غضب دا کار دی ډېر عجب
لښکر یې تمامي مرګونه وکړه په دا شان
غازي محمد جان خان
(یوولسم بند)
محمدجانخان ورته ویل په دا یمه قایل وهلی مې جاهل
د خپله لاسه ما د کمناری مرۍ کړه غوڅه
چاړه مې کره پرې پڅه
(دوولسم بند)
چې ویې سو په اور ښکاره (یې) کړ خپل زور
کمپنۍ ته لاړو شور
کمپنۍ شوه په غضب نور یې ویل لاټه راپټه
څرګند ځه مه په پټه
(دیارلسم بند)
راپټ راغی په کورمه بیا د کابل په څرمه
امان له داسې کِرمه
را پټ لکه چنجی د یعقوب خان وخوت په دل
ترې پاتې شو کابل
(څوارلسم بند)
محمدیعقوب سلام ته لاړ د راپټ مقام ته
چې شا یې کړه اسلام ته
راپټ بې ګناه ونیو هندوستان ته یې کړ روان
بیا دی (شو) بندیوان
(پنځلسم بند)
کابل کې سرداران ولاړ وو په سوران
بل پاتې شوه یاران
بادشاه یې زموږ بوتلو چې محمد یعقوب یې نوم ړ
کمپنۍ (ته) چې معلوم ړ
(شپاړسم بند)
غزا ته یې کېښوه غاړه حیران شو تمام واړه
هېچا ونه کړه آړه
په سر محمد جان خان ړ صاحبزاده مشکِ عالم ړ
کمپنۍ باندې ماتم و
(اوولسم بند)
چې څوک دي داسې نر چې جنګ وکړي حاضر
مردار کا دا مضر
غازي محمد جان خان ته بری ورکړه فی الحاله
قادره ذوالجلاله
(اتلسم بند)
نن بیا له ډېره غمه خلاص نه یم له ماتمه
د هجر له تورتمه
غنچه وه د ګلاب خزان جدا کړه له غندله
زاري مې نشته بله
ایمان مې خطا مه کړې فرنګ ورک کړې له کابله
زاري مې نشته بله
ډارمسټټر د دې چاربیتې د شاعر نوم نه دی اخیستی او د جلال آباد شاعر یې بللی، پروفیسر عبدالله خدمتګار اټکل کوي چې کېدای شي دا چاربیته د ننګرهار د بټي کوټ د (غریبی) نومي شاعر وي یا هم د کوم بل ننګرهاري شاعر!
[دوهمه چاربیته]
فرنګ لاړشه په قهر
اختیار کوي د جنګ
فوزونه یې کړه جمعه
په کابل کې شه حصار خاوند که ته په تار
* * *
انګرېز شه ټول روان د ځان کوي سامان
په زړه کې دي پنهان
خواس واخیستې بډې د انګرېزو کوي ننګ
اختیار کوي د جنګ
خواص شه بډي خور نه شرمیږي په پېغور
خپل خدای ته یې مخ تور
کمنري ته یې ویل چې زه به ستا وکړم ننګ
اختیار کوي د جنګ
افریدو واخیستې بډې ګرځېده به دوی په ډډې
د غازیانو لاړې کډې
دیوس پکې خواص دي چې خپل ځان یې که بدرنګ
اختیار کوي د جنګ
خواص دی پکې ټګ پالي د کفر رګ
د غازیانو لوی دی غږ
شاباش په غازیانو فوزونه یې کړه جمعه
خپله توره یې کړه محکمه
کمنري ته یې وکه لوظ ترېنه وایې خیست ډېر فوز
ځنې پاتې په جمروز
دی لاړ علي مسجد له هلته کښېناسته بېغمه
فوزونه یې کړه جمعه
علي مسجد کې و لوی شور د غازیانو به وه شور
فرنګی بد دی له اور
فرنګي وچلاوه باړ علی مسجد یې که وزګار
خاوند که تار په تار
فرنګ وړاندې شه ترې تېر له لنډي کوټ شه چاپېر
* * *
لنډیکوټ یې دیره کړه ترېنه اخلي اوس قلنګ
اختیار کوي د جنګ
شینواري شو زهیر دوی له رنګه دي قجیر
پرې نظر دی د لوی پیر
ملګري د اسلام دي د ایمان کوي دوی تمه
فوزونه یې کړه جمعه
د شینوارو دی لوی قوت رب ورکړي برکت
وې راځئ کوو غزا زموږه نشته دی بل لار
خاوند که تار په تار
فرنګ ولاړ تر باسوله دا خبره یې کوله
په ډکې یې خوځوله
ډکه یې کړله خپله درته وایم په یو درنګ
اختیار کوي د جنګ
له ډکې نه شه راوړاندې ګندومک یې که د لاندې
د ټګۍ خبرې کاندې
لاټ ورکړلې روپۍ چې اپریدي یی کړه بردمه
فوزونه یې کړه جمعه
لاټ روپۍ کړلې خورې خلکو وکړې نندارې
د غازیانو سترګې سرې
ماړه یې افریدي کړل چې خوري غوښې د مردار
خاوند که تار په تار
په فرنګیانو وه ضرور لاټ وه په زړه رنځور
یعقوب خان یې شه تربور
یعقوب خان یې سلامي (که) چې له خدای نه وه دا سمه
فوزونه یې کړه جمعه
غازیانو وکړله سلا که څوک پیر دی که ملا
یا دوی تاسو الله
وې اېښي موږ سرونه په نامه د پاک ستار
خاوند که تار په تار
فرنګ لاړ شه کابل په زړه کې و دا غل
(په) یعقوب خان یې وکه چل
یعقوب خان ته یې ویل کمنري: ځه ته اوس په څنګ
اختیار کوي د جنګ
کمنري راغی په بېرته حال یې ووې کمېشنر ته
قضا راغله زموږ سرته
کابل مې که اوس خپل چې ترېنه زه کومه طمعه
فوزونه یې کړه جمعه
کابل له لاړشه دا دوبار خلقه وکړﺉ پرې اعتبار
زه کوم دغه ګفتار
مړ یې کمنري که چې کابل یې که وزګار
خاوند کړل تار په تار
د کمنری راغی رپوټ فرنګیانو وکه کوټ
په انګرېزو شه پلپوټ
لاټ وکړ مصلحت چې خپل فوز به کړم چورنګ
اختیار کوي د جنګ
خواص شه په لعنت دا زوی دی د غلط
چاته نه ګوري اوچت
دښمن زموږ د دین دی د هرچا دی ورته قار
خاوند که تار په تار
یعقوب خان (یې) ونیوه زما وروره زر (یې) کوز که له لاهوره
د خاوند کارونه ګوره
شاباس په محمدجان شه چې خپله تورې کړې محکمه
فوزونه یې کړه جمعه
محمدجان وکړله توره په هر ځای کې ده مشهوره
که خاوند (یې) کړي منظوره
راوې ښکله فرنګی یې له خیبره که باهر
خاوند که تار په تار
فرنګیان راغلل په ماتې کولې به دوی زیاتې
کابل شه له دوی پاتې
شاباس په محمد جان شه چې مدام به وه خوشرنګ
اختیار کوي د جنګ
محمدجانخان ړ که مطلب راضي ړ په دې رب
په هر ځای کې یې دبدب
خپه پرې فرنګیان شوه سترګې ډکې دي له نمه
فوزونه یې کړه جمعه
فرنګیان راغلل زهیر هر یو وه په زړه غمګیر
ورسره فوز د کشمیر
پایاب جوړ که بیان داسې بل ووایي څوک اشعار
خاوند که تار په تار
[درېیمه چاربیته]
را جمع شوې لښکرې
په نیت باندې د جنګ
روانې شوې بالفور
جوړ یې که ګدام، تړلی لام، ځي برابر
کمنري یې دی افسر
* * *
راجمع شو فوځونه سواره پلی اې خونه
کابل ته روان شونه
په خیبر کې میراخور ورته ترخې وکړې خبرې
راجمع شوې لښکرې
میراخور ورته محکم شه په کمنري باندې ماتم شه
خبر پرې ټول عالم شه
حیران په هغه ځای اې خلکه ودرېده په څنګ
هېڅ ویې نه کړ جنګ
په بېرته را روان شه داخل په خپل مکان شه
دا کار په ده ډېر ګران شه
په چل ترې پوره نه شوه اوس خبره شوه د زور
روانې شوې بالفور
خبر شه واټرفیل قسم وکه سفیل
په تورات او په انجیل
کابل به هاله پرېږدو چې انګرېز شي ټول تمام
جوړ یې که ګدام
لښکر یې بې حسابه طلب که له پنجابه
وسلې له هره بابه
پلټنو ته یې ورکړې زر تر زر
کمناري یې دی افسر
* * *
لښکر یې که تیار له عقل نه بهار
په امر د سرکار
رخصت یې که په کورمه قطع یې کړي لوړې ژورې
راجمع شوې لښکرې
کابل ته چې ښکاره شو خلک یې ټول په ننداره شو
هر څوک په تراره شو
وې راځئ چې کډې واخلو نن په زور کې دی فرنګ
په نیت باندې د جنګ
نن په زور کې دی انګرېز هر چاته ګوري تېز
اوس موږ له دی په کار ترې ډېر پرهېز
اوس ځئ چې ځان په څنګ کړو بیا به راشو په هر لور
روانې شوې بالفور
اوس ځﺉ چې ځان سنبال کړو د جنګ به هاله خیال کړو
انګرېز به ټول پایمال کړو
او بې له مصلحته جاري نه شي وکړﺉ پام (فهم اصل)
جوړ یې که ګدام
مصلحت یې وکه یاره راټول شو په تلواره
کابل تر کندهاره
انګرېز سوله بنا کړه د سولې تمنا کړه
تالا یې خزانه کړه
ور (یې) کړې سردار محمدیعقوب له مرغلرې
راجمعه شوې لښکرې
په بېرته شه راستون له کابله شه بېرون
راته به په مضمون
خیبر نه شه راښکته سر ببر په زړه چورنګ
په نیت باندې د جنګ
یو پاتې کمنری شه اجل واخیست تېری شه
په هغه ځای ډېری شه
که مړ شه په کابل کې چیټۍ یې لاړه تر لاهور
روانې شوې بالفور
چیتۍ یې لاړله په ښکته کمپنۍ له یې مهلته
د جنګ له حقیقته
لیکلې پکې ډېره مدعا وه لږ کلام
جوړ یې که ګدام
د کابل خلکو فسات په موږه وکه زیات
کمنري یې که میرات
یو دی ورسره نور جامونه یې نوش که د سفر
کمناري یې دی افسر
* * *
لوی دي که واړه دي ځوانان دي که زاړه دي
چې هر څوک طلب خواره دي
خپل ځان دې کړي سنبال وسلې دې واخلي په دا رنګ
په نېت باندې د جنګ
سواره دي او که پلي روان دې شي ټوغلي
کابل ته دې وزغلي
په ځای د کمنري دې سمدستي پورې که اور
روانې شوې بالفور
راپټ یې که جرنیل کابل ته شه په میل
په زړه باندې غلبېل
د ورځې به یې منزل کړ او ډېره به شه ماښام
که جوړ یې که ګودام
منزل په منزل تته خپل ځان به یې ساتته
کابل ته شه د ننه
ډېره شه په میدان کې ورسره ړ لوی لښکر
کمنري یې دی افسر
* * *
کابل کې چې داخل شه مقصود د ده حاصل شه
له سردار سره واصل شه
راغی سلامي محمدیعقوب، وله له لرې
را جمعه شوې لښکرې
یعقوب یې بندیوان که په ښکته یې روان که
وطن یې هندوستان که
خبر ترې نه څوک نه دي چې شراب خوري او که بنګ
په نیت باندې د جنګ
غازي محمدجانخان راټول یې کړل غازیان
راته په سپین میدان
را پټ یې در په در که وارخطا ګډ شه په شور
روانې شوې بالفور
راپټ چې په دې پوه شه چې لښکر د امیر لوی شه
هر ځای کې های و هوی شه
محمدجانخان ته یې ووې ته مې مولا زه دې غلام
که جوړ یې که ګودام
محمدجانخان پرې ګوتې پورې کړې څړی یې ترې سرتورې کړې
* * *
خدای دې بری ورکړي چې دښمن که زېر زبر
کمنري یې دی افسر
* * *
جنګونه وکړه ډېر کابل کې تېروبېر
د توپو د شمشېر
که څوک پکې ماړه شوه چاته پاتې شوې ټبرې
را جمعه شوې لښکرې
کابل یې چې وزګار که غزني ته یې رفتار که
ګوره وو که کاله وو ټول یې کړه په وینو رنګ
په نیت باندې د جنګ
غزنین نه بیا بهر شه په نیت د کندهار شه
ښکاره لکه د نمر شه
یو څو ورځې دېره ړ بیا یې د جنګ وغږاوه دور
روانې شوې بالفور
ایوب خان محمدجان دواړه دېره وو په اوجاړه
په جنګ کې وو همغاړه
ټول ملک په وینو سور شه پاتې نه شه ځای د ګام
جوړ یې که ګودام
چې دوی دواړو وکړه فتحه ما یې زر وکړه مدحه
شاعره مه کړه قدحه
نامه مې عبدالله دی د منان خان یمه نوکر
کمنري یې دی افسر
[څلورمه چاربیته]
فرنګی کېناسته کابل کې ډېر عالم طوفان شه
سردار یې ونیوه په چل کې کور د امیر وران شه
* * *
فرنګي ډېر ورکه دولت ورغی په کور
امیر ته نه شه ملامت، ته بې و نور زور
تېنه یې خراب که سلطنت هلته کر و کور شه
یعقوب یې ټینګ ونیو بغل کې ورو ورته ګویان شه
* * *
چې یعقوب خان له بنده خلاص شه کښېناست په تخت
موږ میمنې ته ځو فرزنده دا مهم دی سخت
کې بار کړﺉ نا پرسنده ځم په دا ساعت
شېرعلي پوه ړ په اول کې خود غلی روان شه
* * *
شېرعلي ډېر په واویلو کې لاړو میمنې ته
مال دولت یې ټول تالا شه ګوره یې خېلخانې ته
له غمه مړ شه سر بالا ړ غوږ کښېږده یې معنی ته
دده لیکلې په ازل کې خود علی روان شه
* * *
شېرعلي ډېر په واویلو کې لاړو میمنې ته
مال دولت یې ټول تالاشه ګوره یې خېلخانې ته
له غمه مړشه سر بالا ړ غوږ کښېږده یې معنې ته
دده لیکلې په ازل کې خود علی روان شه
* * *
په نصیب کښلي نه نوریږي واوره زما جانه
یعقوب چې ورغی نسکیر دا واوره له مانه
پیرنګو ټینګ ونیو د سنګیر هلته شه پښېمانه
د کمناري په سخت بدل کې اوس ښکته بندیوان شه
* * *
د کمناري ظالم بدل کې خان محمدیعقوب
کابل مې ولیده لتاړ و یجاړ شه په سترګو خوب
بخوا ډیلی ښکته لتاړ ړ پوه شه په مطلوب
په هر غزل ستا بې ارزي ده پېښ درته نقصان شه
* * *
بې عرضه ورځ د سردارانو ډېر دي پکې تنګ
تېښته عادت ده د خوارانو نه کوي نور جنګ
په لاره ځي د مشرانو واړه دي بې ننګ
محمد جانخان غازي غوبل کې ودرېده نښان
* * *
محمدجانخان غازي عجب ړ ټینګ شه ددوی زور ته
کفارو بیا مونده ادب بیا به نه ځي پورته
مقصوده ژاړه روز و شب، ځه د مکې لور ته
په عبثاتو دې ځان غل که عمر دې تاوان شه!
[پنځم سپره بدله د کابل د جنګ]
تل کړي جنګ، نه کړي څنګ، څه عجب دی ځوان
خوري غورځنګ، په فرنګ نوم یې محمدجان
که راغی له لندنه د کابل په نیت
لوی توفنګ، درنګ په درنګ ولي هر زمان
که جنګ د مومنانو د نبي په دین
وکړﺉ ننګ، کړﺉ بدرنګ واړه کافران
که ځای د کافرانو په سفر کې دی
لوی ګړنګ، قبر تنګ سوځي په نیران
که دغه مرتبه د شهیدانو ده
د ګل په رنګ، په پالنګ ناست د جنان
که ځې به محمد ینه ته له دې دنیا نه
ووهه لنګ، شه ملنګ په درکې د سبحان
[شپږم- د محمدجان د قتل چاربیته]
محمدجانخان غازي شهید له دنیا تېر شه نه
مړ که امیر، په ټګۍ ګېر شه نه
* * *
محمد جانخان چې د امیر سره نوکر شه نه
واړه عالم په دا خبر شه نه
توپچي باشي او توریالی د جنګ افسر شه نه
پروت په ډکه ټینګ په خیبر شه نه
جنګ یې بنا کړی کمناري پرې زورور شه نه
بر په توره کم یې لښکر شه نه
اسلام ترې لاړ چپاو د کفر ترې چاپېر شه
مړ که امیر په ټګۍ ګېر شه
* * *
پیرنګی لاړ په جګدلې ورته ډېره شه نه
حال د وطن ورته ښکاره شه نه
د ټګۍ ډاګ یې چلاوه آخر ښکاره شه نه
ډډ ړ کابل زړه یې کره شه نه
چې څوک مومن ړ، هغه ټول په تراره شه نه
لاړو اسلام ذره-ذره شه نه
لافې وهلې کمناري لاس په شمشېر شه (نه)
مړ که امیر په ټګۍ ګېر شه نه
* * *
چې کمناري (یې) کړ مردار دوی یې زهیر شو نه
هلته کې دوی د ځان په ویر شونه
لاټ – جنګي اووار بټن ته دامنګیر شو نه
بېرته زخمي د ملا په تیر شونه
جنګي ملکي لاټ ِ حکمي په دا تقریر شونه
وې کړه جلسه خوښ په امیر شونه
محمد یعقوب یې کړ بندي وطن (یې) هېر شه (نه)
مړ که امیر په ټګۍ ګیر شه (نه)
* * *
ځان یې راخلاص که په مړ دی نوم (یې) بلند شه نه
په هر طرف ځکه څرګند شه نه
د جنګ ملګری (یې) دورانی، غلجی، مومند شه نه
ګفت ړ د پیر کار یې پیوند شه نه
دده له لاسه د کافرو خراب ژوند شه نه
نیت یې غزا سور په سمند شه نه
ددین په کار کې ګرځېده ښورښت یې ډېر شه (نه)
مړ که امیر په ټګۍ ګېر شه (نه)
* * *
لښکر راغلی د اردولړ په کلا باندې
عرض یې وکړ یعقوب سردار باندې
زموږ ماجب دی پاتې شوی ستا په پلار باندې
غواړو یې موږ زر په تلوار باندې
یعقوب خان وکړو سخت پېغور ورته په قار باندې
شیلک یې وکړ کمنري کفار باندې
جاندي غازي د تورې وږی پکې سېر شه (نه)
مړ که امیر په ټګۍ ګېر شه (نه)
* * *
محمدجانخان چې توره وکړه په اول باندې
عرض یې وکړ په پردی، خپل باندې
عبدالرحمن سردار چې کښېناست په کابل باندې
ورک شه باور اوس یو پر بل باندې
هر دم چپاو که میر بچه او باچا ګل باندې
وژني غازیان ډېر په زلزل باندې
زه غریبی په زړه زخمي جاري مې شېر شه (نه)
مړ که امیر په ټګۍ، ګېر شه (نه)
( غریبی، ساکن بټي کوټ علاقهء ننګرهار)
[اووم- ددې جنګ یوه بله چاربیته]
رحمت دې وي یارانو په غازي محمدجانخان
یو دی ړ له مردانو
ولاړ لکه زمری ړ پیرنګي ته په میدان
قاتل د کافرانو
* * *
غازي محمدجانخان دښمني کړه د پیرنګیانو
د ګبر او سکهانو
بې شانه یې مردار کړه ټول خوراک شوه د سګانو
بوی ته د مردارانو
ولاړ تماشا بین ړ په سیل د منافقانو
غوږ باسئ مړمنانو
پرې ډک شوه خندکونه پراته وو لکه یږان
اختر شو په زاغانو
* * *
خبره کمپنۍ شوه په لندن کې شوه زهیره
له غمه شوه تغییره
راپورته یې لښکر کړ په غصه هغه کسپیره
دولت لري کافره
نوکر یې مسلمان دی تو لعنت یې شه په ږیره
بدتر دی له خنزیره
نوکر د پیرنګي دی هغه نه لري ایمان
اپوټه مسلمانان وو
* * *
نوکر د پیرنګي دی مسلمان نه دی له سره
بدتر به وي له خره
پروت به وي په اور کې دی به سوزي مکرره
دو چنده له کافره
له قاره به خدای وکاندي په دوی باندې باران
لړم او د مارانو
* * *
غازي دی هم شهید دی له دغسې رنګ ثوابه
زه یې وایم له دې بابه
بس کړه ای بنګي سندرې مه وایه بې حجابه
آخر به شې خرابه
تکیه مې ده په خدای خیر غواړم له سبحانه
سره د شاګردانو
[اتم- لوبه د کابل د جنګ]
دا د کابل په میدانونه
انګرېز تمام شو د دامان ګیدړ یې خورینه
* * *
دا د کابل جینکۍ داسې لوبې وایي
غزا راغلې ده په کور، راسره ښایي
دا موږ به هم ورپسې ځو که رب مو بیایي
د انګرېزانو نه به ږیرې شوکوونه
* * *
دا د کابل جینکۍ تل غږوي تاړي
انګرېز په کونه کې به ومنډو سوباړي
دا څوک پرې مړ شوه، د چا تورې واخیسته غوباړي
لکه د وږیو په ټکو وخورو ترې مالونه
* * *
د کلکتې نه کاغذ راغی په تلوار
کابل آباد دی موږه ټول شوو تار په تار
بعضو خو ورکړل په ډبلو ایمانونه
* * *
چې زور یې ولید پیرنګي وکړله سوله
دنیا ترې وخوړه د شګې په شان ټوله
محمدجانخان قوت یې زیات تر استانبوله
ځکه باچا اخوند یې وکړل صفتونه
* * *
[نهم- د کابل د جنګ یوه بله چاربیته]
صد رحمت په محمدجان کړې غزا یې کړه اختیار
ورنصیب حورې غلمان کړې کړم یې کړه کفار
* * *
د کفارو لښکر بهیږي جمرود او تر کابله
په ملک تور غبار لټیږي پېښور یې کړی زهیر
امیریعقوب وېریږي نه کوي غزا
د دین په ننګه پوهیږي قسمت یې هواګیر
په حیله یې کړه بندي توفیق یې نه لیدای په ځان کې
تقدیر کړ بې اختیار
* * *
تقدیر د پاک سبحان شه امیریعقوب بندی د هندوستان په لور روان شه
له تخته د کابل
پښتانه واړه حیران شه په مخ کې یې مشک عالم اخوند غازی او محمدجان شه
د الله په توکل
ورغله غزني څخه سلګونه په میدان کې
غازیان هزار-هزار
* * *
غازیان هزار هزار شه لښکر د فرنګ لواړه له شیرګړ څخه تیار شه
و راغله په چمن
د توپو تور غبار شه اورو په شان فوجونه دی سپروسره کتار شه
سور اور یې کړه وطن
ځلیږي سنګیان لکه تندره په اسمان کې
ګولۍ یې ږلۍ وار
* * *
د ګولو باران وریږي غازیان لکه زمري تورې وهي ور وړاندې کیږي
ور مات یې کړ آیین
د ګوریان سږی کېږي په سرو منګولو ګرځي پښتان بازان پاتیږي
میدان یې کړ رنګین
برابر ورځي په توپو آفرین یې په ایمان کړې
پښتانه دي توریدار
* * * * * * *
پښتانه توری داران دي حملې که په کمترو د کفارو شهینان دي
کوي ننګه د دین
لواړه تمبل بازان دي د تورې اوازې یې شام و روم و تر ایران دي
لندنه او تر چین
ستاره د محمدجان کړه خدای بلنده په جهان کې
ډیلي تر کندهار
* * *
ډیلي په کندهار کې د تورې سیال دې نشته په هېڅ ملک، په هېڅ دیار کې
په سر د محمدجان
مصطفی ددین په لیار کې ظفر یې مصطفی غوندې رب اېښی ذوالفقار کې
پې وژني غلیمان
هېڅ صفت یې نه راځي حافظ عظیم په توان کې
الله دې کړي نامدار