پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+خیانت | لیکنه: زهیر سپېڅلی

خیانت | لیکنه: زهیر سپېڅلی

خيانت، خيانت دی، چي هر څوک، هر ځای، هر وخت، په هر کچ او په هر نامه  یې کوي.
کوچني خيانتونه، لوی خيانتونه زېږوي. کوچنی خيانت، لوی خيانت ته لار هواروي.
خيانت په هره سطحه او هر ځای کېدای شي.
لوی خاينان يو وخت کوچني خاينان وو، خو زينه پر زينه تر دې ځايه راورسېدل.
که مو په وړه ادراه کي، د کوچني خاين، پر کوچني خيانت غوږونه کاڼه او سترګي ړندې کړې؛ نو په لويو ادارو کي، لويو خيانتونو ته انتظار وکړئ!
هم به ئې واورئ!
هم به ئې ووينئ!
د ځينو خيانتونو تاوان نژدې وي، خو د ځينو کوچنيو خيانتونو زيان تر ډېره ليري رسېږي؛ حتا د يوې ټولني او هيواد راتلونکی  له ګواښ او خطر سره مخامخ کوي.
د يوه ملت اينده تياره کوي.
خيانتونه په نطفه کي شنډوئ!
خاين ته د زړورتيا چانس مه ورکوئ!
دا د يوې ټولني نېکمرغي او ترقي نه ده، چي موږ خيانت نه کوو؛ خو نور مو خيانتونو ته پرېښي دي.
خيانتونه فساد، ظلم، جرايم زېږوي او قانون ماتوي.
له يوه کوچني خيانته ټولنه بدمرغه کېږي او يو کوچنی خاين لويه ټولنه بربادولای شي.
که له خپلو خلکو او ټولني سره رښتينې خواخوږي لرو؛ بايد هيڅ خيانت او خاين ته موقع ور نه کړو، چي وده وکړي.
د ټولني او هيواد د نېکمرغۍ او بهترۍ لپاره بايد عمل وشي، نه تشي خبري.
که د يوه خيانت مخه و نه نيول شي، هغه خيانت بل زېږوي؛ له هغه بيا بل زېږي، ان تر دې چي خيانت او فساد بيا په خلکو کي عادي شي؛ داسي حالت د ټولني د ترقۍ او  نېکمرغۍ ريښې  باسي.
موږ او تاسو چي کوم خيانتونه وينو او پر هغو سترګي پټوو؛ دا په دې معنا نه ده، چي ووايو شکر موږ خيانت نه دی کړی/نه کوو، بل ئې کوي.
په حقيقت کي موږ لوی خاينان يو، لوی خيانتونه کوو، ځکه خاينانو ته مو د خيانت فضا برابره کړې ده، زړور کړي مو دي او فرصت مو ورکړی دی، چي خيانت وکړي.
ټولنه به خاوري داسي پرمختګ وکړي او خاوري به ټولنه داسي اصلاح شي، چي د خاينانو څوکيداران يو او د خيانتونو نندارې کوو.

2 COMMENTS

  1. هو،که خیانت وپیژنو،د خاین ملګری ونکړو ،د خاین مخه ونیسو نو ټولنه به مو د خیانت له لوث پاکه او نه به ظالم وی او نه مظلوم؛نو ټولنه به په عدالت او شرافت مزینه او د انسانیت عالی مدارج به طی کوی او بشریت له لجام ګسیختګی نه به مخ په رفاه او عزت روان او انسان بیا په ټوله معنا اشرف المخلوقات د موقف حق اداء کولی شی او د ـ بل هم اضل ـ نه به واټن صریحاََ محسوس وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب