تاند – د نړۍ تر نیمایي زیات وګړي له یوې څخه په زیاتو ژبو خبرې کوي. خو د نړۍ د نفوس شاوخوا یو سلنه خلک په ګڼو ژبو ږغېدای شي، په دې کې هغه کسان شامل دي چې په پنځو یا تر دې په زیاتو ژبو خبرې کولی شي.
سربیره پر دې، داسې خلک شته چې ډیری ژبې زده کولی شي او پر ډېرو ژبو تسلط لري. دا ډول کسان د “هایپرپولي ګاټ” په نوم پیژندل کیږي.
البته د دې لپاره، چې یو څوک هایپرپولي ګاټ وګڼل شي، کوم داسي تعریف نه شته چې مثلاً دوی باید په څو ژبو خبرې وکړای شي. مګر عموماً هغه خلک چې په ۱۰ یا ډیرو ژبو خبرې کولی شی په دې کتګورۍ کې شامل دي.
د تاریخ په اوږدو کې، داسي ډېر خلک تېر شوي چې د ګڼو ژبو د زده کولو استثنایي وړتیا یې لرلې ده. د مثال په توګه، ایټالیايي کاردینال جوزېپ کاسپر متزوفانتي (۱۷۷۴-۱۸۴۹)، چې ویل کیږی تر ۳۸ په ډېرو ژبو یې روانې خبرې کولی شوای. همداراز جان بورینګ، چې له ۱۸۵۴ څخه تر ۱۸۵۹ پورې د هانګ کانګ والي و، ادعا کوله چې په ۲۰۰ ژبو پوهېږي.
البته، دا ادعاوې هیڅکله تایید شوي نه دي، او نه به چا ورڅخه د ژبو د پوهېدو ازموینه اخیستې وي، مګر تاریخ له مبالغو ډک دی او ډیرو خلکو ته هم مبالغه امېزې کیسې خوند ورکوي.
له تیوریکي نظره، د انسان په دماغ کې د ډیرو ژبو د زده کولو لپاره کوم محدودیت نه شته. خو د دې اندازه کول خورا ګران کار دی.
ایا د سلګونو ژبو د ابتدايي اصولو زده کړه سخته ده یا د څو خاصو ژبو ژوره پوهېدا؟
په ۲۰۱۸ کې، په یوه راپور کې چې نیویارک مجلې خپور کړ، ډېرو هایپرپولي ګاټانو دې پوښتنې ته چې په څومره ژبو خبرې کولی شي، زغرد ځواب ونه ویلی شو. له همدې امله، د زده ژبو شمیرل نه یوازې اسانه نه دی بلکې ممکن حتی ګټور هم نه وي.
بریتانیايي هایپرپولي ګاټ ریچارډ سیمکاټ، چې د پولي ګاټانو کالني کنفرانسونه تنظیموي، له نیویارکر سره په مرکه کې، وویل: «هیڅوک د یوې ژبې پر ټولو جزییاتو بشپړ تسلط نه لري. دا یو ناسم معیار دی، مګر په زړه پورې خبره دا ده چې دا مسله اکثراً د هغو خلکو له خوا راپورته کیږي چې د امریکایانو په شان یوازې پر یوه ژبه مسلط دي.»
د هایپرپولي ګاټانو د ادعاوو د ثابتولو په تړاو یوه بله ستونزه هم شته. که چیري یو څوک ادعا وکړي چې د نړۍ په ۱۰ خورا نادره ژبو پوره پوهیږي، باید د هغو د ادعا د ثابتولو لپاره هغه کسان د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه ورته راولئ چې دا نادرې ژبې یې مورنۍ ژبې دي.
لبناني الاصله (زیاد فضاح) یوه له هغو کسانو څخه دی چې ډېر عمر یې په افریقا او جنوبي امریکا کې تېر کړی او ویل کېږي چې د عربي، هسپانیايي، فرانسوي… په شمول یې ۵۹ ژبې زده دي. پر ډېرو ژبو د پوهېدو له کبله د ده نوم د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت دی خو له دې سره سره ډېر باور نه لري چې فضاح دې په رښتیا هم په ۵۹ ژبو سم پوهېږي.
په ۱۹۹۷ کال کې، زیاد فضاح د “ویوا ایل لونس” په نوم د چیلي په یوه تلویزیوني خپرونه کې ګډون وکړ، چې په هغې کې د نړۍ د مختلفو برخو لکه له مصر، فنلنډ، ایران، روسیې، چین، یونان او هند څخه پوښتنې ورڅخه وشوې. وروسته څرګنده شوه چې فضاح په ډېرو ژبو په تسلط لرلو کې مبالغه کړې وه او ځینو لومړنیو او ساده پوښتنو ته یې ځواب نه شوای ویلی.
ده وروسته وویل چې د تلویزیون د خپرونې چمتوکوونکو، نه و ورته ویلي چې له هغه څخه به په ژوندۍ بڼه پوښتنې کېږي. هغه په ۲۰۲۰ کال کې لا کوارتا ورځپاڼې ته وویل: «ما له اوږدې مودې راهیسې تمرین نه و کړی. حقیقت دا دی چې دا یو لوی شرم و.»
که تاسو په دوو ژبو یا ۲۰۰ ژبو خبرې کوئ، دا روښانه ده چې د مازغو لپاره تل مورنۍ ژبه ځانګړی ځای لري. د روان کال په لومړیو کې د ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انسټیټیوت (MIT) څېړونکو، د هغو خلکو – چې په څو ژبو خبرې کولی شي- مازغه وڅېړل.
د دې څیړنې پایلې ښیې چې د دې خلکو د دماغ فعالیت هغه وخت ډیرېده چې پر هرې ژبې چې دوی پرې پوهېدل، غوږ نیوه، خو کله به چې دوی خپلې مورنۍ ژبې ته غوږ نیوه، د مازغو فعالیت یې ډېر کمېده.
د هغې څېړنې له مخې، چې په ۲۰۲۰ کې وشوه، په څو یا ډېرو ژبو پوهېدا تر ډېره په الزایمر ناروغۍ یا هېرې د اخته کېدو چانس کموي.