تاسو به تر اوسه پر منبر د ملا لۀ خولې کله هم د خوشال کوم بیت نۀ وي اورېدلی، بلکې اکثره به د رحمان شعرونه ترې اورئ، دلایل یې ډېر دي چې ولې؟
لومړی خو دا چې خوشال یو رښتینی او پاک زړی انسان دی. دۀ حتا پۀ خپل شعر کې هم ټول هغه څۀ راوړي، کوم یې چې پر زړۀ وو. ملایان لۀ دۀ سره پر دې مخالف دي چې ولې دومره لوڅ او بېباکه غږېدلی او د جنسي موضوعاتو د پټولو هڅه يې نۀ ده کړې، او بل دا چې خوشال ملایان او شېخان سخت کنځلي دي، خو دا چې خوشال ولې داسې کړي، موږ یې پۀ اړه یو څۀ بحث کوو، بناء باید پۀ دې مسله سرونه خلاص کړو چې:
د اولې موضوع پۀ اړه اوس پوهان پۀ دې موافق دي چې هغه وخت یعنې د خوشال پۀ عصر کې چې تعلیم ډېر کم و، خوشال باید ډېر مسایل ښکاره ويلي وی، د مثال پۀ توگه که ووايو، همدا اوس هم ټولنه د ډېرو اړینو جنسي مالوماتو لۀ کمښت سره مخ ده، نو پر ځای به مو ويلي وي.
روان پوهان پۀ دې باور دي چې کچېرې نارینه او ښځینه پۀ جنسي موضوعاتو پوره خبر نۀوي، فقط د دوی ژوند څۀ چې ټوله جامعه ور سره خرابېږي او دا کار پۀ شپ، شپ نۀ کېږي، بلکې سم ښکاره به یې وايې، خوشال خپله وايي:
پښتانۀ واړه نادان د جهل کان دی
یو فلم مې لیدۀ، یوه کلیواله ښځه ډاکټر ته راځي، ور ته وايي چې زۀ غواړم چې تر یو څۀ وخته ماشومان ونۀ لرم، نو زۀ څۀ وکړم؟
ډاکټر ورته پوکڼۍ (کانډوم ) ورکوي، ور ته وايي چې دا د جنسي یو ځای والي پر وخت وکاروئ، ښځه چې یوه بېسواده کلیواله ده، پر دې نۀ پوهېږي چې دا اوس څنگه وکاروي، لۀ ډاکټره بیا پوښتنه کوي چې زۀ پر دې څۀ وکړم!؟
زموږ دا ډله چې ځانونو ته ډېره اخلاقي طبقه وايي، لۀ دې سره موافق نۀ دي چې ټولنې تهدې پۀ واضحو الفاظو دا او تر دې اړین مالومات ورسېږي، دوی خو چې تقریرونه هم کوي، د دې پر ځای چې خلکو ته پۀ خپله ژبه سپینې او واضحې خبرې وکړي، مهم موضوعات پۀ عربي ژبه وايي او همداسې یې پټوي، که څۀ هم همدغه خبرې او الفاظ چې دوی یې پۀ عربي وايي، پۀ عربي ټولنه کې د هماغو شیانو نومونه دي چې ملا صاحب یې پۀ پښتو ویلو شرمېږي.
دویمه موضوع دا ده چې خوشال ولې ملایان او شېخان کنځلي دي ؟
.
زموږ د بحث اصلي مورد هم همدا دی، دا هم ډېر دلایل لري؛ که چېرې ځیر شو زموږ د ټولنې د اساسي بدمرغۍ لامل هم همدغه بې علمه او بېعمله شېخان او ملایان دي؛ ډېر وړاندې نۀ ځو، د شاه امان الله پۀ وختونو کې اکثریت بې علمه عالمانو، پیرانو او ملایانو د نظام کلک مخالفت کولو، کافر یې ورته ویل، خلک یې لۀ لارې ویستل او د نظام پۀ ضد یې را پارول، چې بالاخره یې شاه امان الله واک پرېښودو او لۀ هېواده وتلو ته مجبور کړ
د هغه وخت انګرېز چې یو آباد او ودان افغانستان یې هېڅکله نۀ غوښتۀ، د ملایانو او پیرانو پۀ جامو کې یې خپل جاسوسان او لاسپوڅي پۀ ټولنه کې خپارۀ کړي وو، تر څو د عوامو ذهنونه د نظام پۀ اړه را وپاروي، دا چې زموږ خلک اکثریت یې بې سواده دي، ژر باور کوي، ښۀ مثال یې بغدادي پیر دی، او یا هغه امام چې کلونه خلکو پسې امامت کړی و او وروسته پۀ ډاګه شوه چې مطلق کافر و.
زموږ د ټولنې وګړي پر دې طبقه ډېر زیات باور لري، روا او نا روا یې نۀ ګوري، بس پټې سترګې ور پسې روان وي.
دا اصلا د همدې خلکو د خبرو او وعظونو تاثیر دی چې خپلو خبرو ته د دین لۀ رنگه رنگ ورکوي:
پۀ دا عام وگړي هسې هیبت کېږدي
چې د دوی پۀ رضا ځي، هر څۀ به پرېږدي
څۀ موده وړاندې چې پر همدې بې علمه ملایانو یا کوډګرو پۀ کابل کې د فرخندې پۀ نوم یوې نجلۍ نیوکې وکړې او هغوی یې ګمراهان وبلل، د همدې کوډګرو او تعویذګرو پۀ چیغو چې ویل یې، دې نجلۍ قران کریم سوځولی او کافره ده، سپینو مسلمانانو فرخنده پۀ وهلو، وهلو مړه کړه، پر دې یې هم قهر سوړ نۀ شو، ویې سوځوله، لۀ دې څرګندېږي چې دې خلکو لۀ ډېر پخوا زموږ پۀ ټولنه کې رېښې کړې دي او د عوامو چې اکثریت جاهل او بې سواده دي، لۀ احساساتو ګټه اخلي او هره ناروا چې یې زړۀ وغواړي پرې کوي یې.
که یې پۀ اړه غبرگون ښيې، یا یې لۀ حقیقته پرده پورته کوې، تیاره یې ټاپۀ پۀ جېب کې ايښې وي، فقط غږ کوي چې د مقدساتو توهین یې وکړ، یا یې قران کریم وسوځاوۀ، او بالاخره د فرخندې پر برخلیک مو اخته کوي.
د خوشال بابا پۀ وخت کې همدغه بې علمه شېخان، ملایان او پیران کم نۀ وو، دی دې ټکي ته متوجه و او تر وسه یې هڅه کوله چې خلکو ته یې معرفي کړي او د دوی بې علمي او کرغېړن مخ خلکو ته څرګند کړي، لکه چې وایي:
چې د کنز د قدوري شي ځان ملا کا
هر حلال حرام پۀ ځان باندې روا کا
کتابونه پۀ سر کېږدي، ځان ملا کا
پۀ هر کلي محلت ګرځي، ټګي، غلا کا
کېني شرع پرېکوي پۀ رشوتونو
ځان قاضي کا پۀ غلط روایاتونو
و هر چاته مسلې د سخاوت کا
خپله خونه ډکوي، بله غارت کا
پۀ مسجد راځه، پنځۀ وخته اذان کا
چې زکات سرسایه نۀ وي مسجد وران کا
..
پۀ دا هسې علم برند کېني ملا شي
و عالم ته میراث خور د انبیاء شي
بل ځاي وايي چې ، پۀ پښتني ټولنه کې که څوک د دروغجنې طبيبۍ دعوه وکړي یا پۀ دروغو د بزرگۍ دعوا وکړي، نو د دوی پر حقیقت د پوهېدو لپاره هېڅوک هم نۀشته، هېڅوک هم دا هڅه نۀ کوي چې حداقل پۀ حقیقت ځان خبر کړي:
پۀ غلط، غلط خویونو مبتلا دي
پۀ بد خوی پۀ بد خصلت د ځان بلا دي
نۀ سزا د بدکارانو پۀکې کېږي
نۀ پخپل عقل، پۀ ښۀ سړي پوهېږي
چې څوک ووايي بد؛ نۀ دي هغه ښۀ دي
چې بد ووايي هغه لا کله ښۀ دي
که پۀ مکر څوک خپل ځان پۀ کې طبیب کا
څوک به نۀ وي چې ښکاره د دۀ تکذیب کا
که پۀ مکر څوک عالم شي یا دروېش شي
څوک به نۀ وي چې خبر د دۀ پۀ کیش وي
…
چې نېکان پاکان یې دا دي، حال یې دا دی
شېخ میا نور پکې لۀ واړو نه والا دی
میا نوران زموږ پۀ ټولنه کې لا هم اوس هم ښۀ ډېر دي او اصلا دا د داسې خلکو لۀپاره یو بهترین سېمبول دی، هغوی چې خپله درواغجن، ټگ، خاینین او د حرامو پۀ مالونو ډک دي، نورو ته به څۀ سمه لاره ور وښيي.
وايي موږ ته چې نظر د سترگو سپک کا
خپل ایمان به پۀ دا هومره چارو ورک کا
خان بابا لۀ بې علمه شېخانو او صوفیانو څخه رندان او مدهوشان ډېر، ډېر ځله غوره بولي، دی هغه صوفیان چې لۀ لارې اوښتي او یا هغوی چې د سیاسي او نورو لاملونو لپاره یې لۀ ځانونو صوفیان جوړ کړي، کافر بولي:
صوفي کافر دی، پخپل پندار* کې
ملا ملحد دی د حق پۀ کار کې
ځار تر رندانو چې مخ څټ یو لري
یک رنګ ولاړ دی پۀ هره چار کې
۵۳۸ مخ
هغه شېخان چې دین د ځان پۀ ګټه استعمالوي، لارې يې غلطې وي، کوډې او تعویزونه کوي، خلکو ته پر انحرافاتو او بدعاتو د باور وایي، خان بابا هغوی هم تر سخت نقد لاندې راوستي:
که شېخان که زاهدان دي
تورې خاورې یې په سر
که قدم کېږدي بې شرعې
په خلاف د پیغمبر
*
که شیخان، که عالمان که زاهدان دي
لۀ هېچا نه زړۀ ښۀ نۀ دی د خوشال
خوشال پۀ خپلو اشعارو کې هغوی چې واقعا د دین رښتینی مخ هم خلکو ته ښيي او هم خپله پرې عمل کوي، ستایلي دي چې تاسو یې بېلگې ددۀ اشعارو کې لوستلی شئ، دا لیکنه مې د ځینو ملگرو پۀ ځواب کې لیکلې ده، که نه خوشال بابا د تعریف محتاجه نۀ دی.
پایله دا شوه چې خوشال بابا خپله ټولنه دقیقه مطالعه کړې وه، د حپلې ټولنې لۀ رگ، رگ ځخه خبر و، او پر دې پوهېدۀ چې د ټولنې وگړي یې دومره کمزوري دي چې پۀ گونگو او پټو خبرو نۀ پوهېږي، دوی ته باید ښکاره ور وښودل ښي او بله دا چې د ټولنې وگړي یې د عقیدې پۀ لحاظ پۀ داسې وضعیت کې وو چې فقط يې نوراني څېره، ږیره او پټکي لیدۀ، او دا یې نۀ درک کول چې دا سپین مخ د کاپر دی او که د مسلمان!
لۀ هغه وخته پۀ سلگونه کلونه تېر شوي دي خو زموږ د ټولنې وگړي لا هم (میا نورانو) ته بېخي د ملایکو تر کچې احترام لري او دا جهالت د عقیدې پخته گي گڼي، همدا وجه ده چې خوشال وايي چې ، تر اوسه هم شېخان او ملایان پۀ ډېر مکر او افسون پښتانۀ زبېښي.
دخوشال اودملا په برخه کي لازمه ده چې په سوات کي دمياه نور چې داخوند درويزه لمسي دي اودخوشال مناظري ته پام وشي .. خوشال په اخوند درويزه ملا سخته نيوکه کوي اودهغه اثر مخزن اوتي بوتي بولي . خو مياه نور پري دکفر ټاپه لگوي ، خلک را ټوليږي اود دواړو مناظره گوري . په مناظره کې ملا ميانور ماتي خوري ، او وعده تري اخلي چې نور به دمغلو مزدوري اوجاسوسي نه کوي . ملا له پردۍ مزدوري او جاسوسۍ سره سخته مينه لري . خوشال يو رند ، خپلواک اومستقل اودپښتني ارزښتونو ساتندوي عالم اوفاضل شخصيت دى .
سلامونه او درنښت کرگر صیب!
بلکل ستاسو خبره سمه ده، خوشال پۀ سوات نامه کې لۀ میانور سره د خپلې مناظرې او د میانور پۀ اړه ډېر دقیق غږېدلی، ما دا لیکنه د حالاتو د اړتیا لۀ وجې یو څۀ پۀ بیړه ولیکله، خو هڅه مې وکړه چې میانور د هغو ټولو لپاره یو ښۀ سېمبول وگرځوم چی اوس هم دا ټولنه پۀ سلو، زرو چلونو زبېښي، ان شاءالله پر دې موضوع به هم یوه مستقله لیکنه کوم.
بیا هم مینه او مننه.
مننه .ستا مقاله اوليکنه هم په زړه پوري وه ځکه خو ما تبصره وکړه . ما په فرهنگي بحثونو کي دخوشال اوروحانيت تر عنوان لاندي يوه څيړنه کړي ده . ماخذونه په مقاله کې اړين دي . همدارنگه دروښانيانو فصل هم د متحجرو ملايانو په باب چې له روښانيانو سره يې دوښمني کوله هم يو لوي بحث دي .
ښکلي ليکنه ده. بايد دغه ډول څيړني او ليکني نوري هم زياتي شي تر څو خلک په ټولنه کې د ملا تخريبوونکي رول ته متوجه شي او ځانونه تري وژغوري.
لۀ تاسو دواړو ښاغلو نړۍ مننه، ژوندي اوسئ!
د ” مُلا ” په باب بحث یو پیچلئ او حساس بحث دئ. د مُلا قشر هم زموږ د ټولنی د نورو اقشارو غوندی ځانته خپله مخصوصه تاریخی جغرافیا او مخصوص جغرافیائی تاریخ لری ( مُلا نورو اقشارو غوندی په تاریخی بهیر کی پر تندی او لمنه باندی تور او سپین خالونه لری ).
زه خوشحال خان خټک ته د پښتو د ادب د آسمان د ځلیدلی ستوری په حیث ډیر درناوی لرم خو د مُلا په وړاندی د هغه د دښمنی په هکله ژور ملاحظات لرم او د مُلا په وړاندی د نوموړی د دښمنۍ انګېزه خالصانه او صادقانه نه ګڼم.
خوشحال خان خټک د مغولی حاکمیت د ټینګښت په موخه ( یا احیاناً د مغولو په لمسون ) د خپل پښتون ورور ( یوسفزی ) سره جنګېدلئ او په غالب ګومان د یوسفزو مُلایانو به د خوشحال خان دا کړنی غندلی وی او خوشحال خان به هم د متقابلی دښمنۍ پتوګه مُلایان ټَکَولی وی البته د خواشینۍ خبره دا ده چی نن ورځ احمد او محمود د خوشحال خان د یوسفزو د مُلایانو ضد روحئې ته عمومی جنبه ور کړېده چی دا به یوه ستره تېروتنه او د مُلا په وړاندی د عمومی اذهانانو تحریف او تخریش او لمسون وګڼل سی.
بل شخص چی د مُلا ضد افکار ئې د منلو وړ نه دی هغه ” غنی خان ” دئ ځکه:
غنی خان پداسی فضاء کی سترګی رُڼی کړې وې چی په پښتنی سیمه کی د انګریز او روس ( شوروی ) تر منځ سخت رقابتونه او دښمنۍ روانی وې او طبیعتاً ” مُلا ” او حتی عام وولسونه ددې رقابتونو په ډګر کی طوعاً یا کرهاً سنګر نیولو ته اړ سویدی. غنی خان به د انګریزۍ ضد روحئې په انګېزه د مُلا پر ضد سنګر نیولئ ؤ ( البته انګریزۍ ضد روحیه ئې د ستائنی وړ وه ) خو درنه پوښتنه دا ده چی غنی خان ولی د دوو خبیثو استعمارګرو دولتونو او د هغوی د فکری ملیشو تر منځ توپیر ته اعتقاد درلود؟
امّا بل عرض:
د نننی مُلا رول ( حاکمیت ) د لویو استعماری قدرتونو د ګټو د تأمین او ضمانت د ادامې د سناریو یوه برخه ده، عام وولس به سخت د حاکم مُلا څخه ناراضی وی ( چی ناراضی دئ ) خو هم د عام وولس د هیلو خلاف او هم حتی خپله د طالب او مُلا د توقع او انتظار خلاف، اوسمهال د استعمار مصلحت د همدې بد وضعیت په ادامه کی نغښتئ او د وولس لاسونه او خولې او پښې بد ډول تړل سوی دی.
ددې حقیقت توضیح ته به اړتیا نه وی چی زموږ په سرزمین کی ټولو استعمارګرانو ( حد اقل د روانو سلو کلونو په اوږدو کی ) تقریباً ټول فکری – عقیدتی جریانونه حمایه کړی او مسلط کړی او آزمایلی دی چی یقیناً مُلا او طالب به ئې هم وروستۍ مُهره او الترناتیو نه وی.