دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبد اور بڅري | لیکوال امان الله نصرت

د اور بڅري | لیکوال امان الله نصرت

شعر او شاعري يوه الهي ورکړه او پېرزوينه ده چې په الهامي ډول د انسان په برخه کېږي او په غير شعوري توګه انسان د شعر او ادب په رنګينه دنيا کې قدمونه ږدي او شاعرانه احساس ېې په فکر او خيال کې غزونې کوي.
دا نه په مکتبونو او مدرسو پورې تړلي او نه ېې د ډېرې زده کړې او تعليم له امله انسان تر لاسه کولای شي بلکه فی البديهه او په ناڅاپي توګه دا دروند رسالت او استعداد د انسان په برخه ګېږي او هغه بدرګه کوي.
په خپلو کلو او بانډو کې ډېر داسي ولسي شاعران لرو چې د ښوونځيو په دروازو ېې قدم هم نه دی ايښی او نه يي کله د کوم کتاب پاڼه را اړولې ده خو د الله ج د ځانګړې مهربانۍ او لورينې له مخې هغه د شعر په فن نازول شوی او د شعر ګلالۍ ښاپېرۍ ورسره ملګرې شوې ده.
پښتنه خاوره چې الله ج د فطرت په ښکلاګانو او رنګونو رنګينه کړې او ځانګړي طبعي ښايستونه او رڼاګانې ېې وربښلي تل په خپله غېږ کې پوهان، اتلان، شاعران او اديبان زېږولي دي او له اره ېې په خټه کې د شعر او ادب تومنه ور اښکل شوی همدا لامل دی چې ښځې او نر ېې د شعر او نظم له نعمت نه برخمن دی او ډېرو لوستو او نالوستو وګړو ېې د ولسې او فولکلوريکو ادبياتو په برخه کې د پام وړ ونډه اخيستې او دا ميدان ېې ګرم او تود ساتلی دی.
څو ورځې مخکې زما درانه او قدرمن دوست ښاغلي پروفيسر اسير منګل صيب راته د فقير بادشاه فقير د (اور بڅري) په نوم د اشعارو ټولګه ډالۍ کړه چې په ليدو ېې ډېر خوښ شوم او په ډېره بې صبرۍ مې په لږ وخت کې دا کوچنۍ شعري ټولګه له نظره تېره کړه.
ښاغلی فقير خو ما نه دی ليدلی او نه ورسره له نږدې پېژنم خو راځۍ چې په ګډه د نوموړي په شاعرۍ کې د هغه د ادبي او فني شخصيت د موندنې او پېژندنې هڅه وکړو.
د اور بڅري د پنځه سوو ټوکو په شمير په منګل کتاب کور کې په عادي کاغذ کې چاپ شوې چې ټول ۱۴۴ مخونه لري او تر اولسم مخ ېې سريزې او د شاعر خپلې خبري دی او شاعري د کتاب له اتلسم مخ څخه پيل کېږي.
د کتاب مخپاڼه عدنان منګل ډېزاين کړې چې د اور بڅري ېې پکې انځور کړي او کتاب ته ېې ښکلا بښلې او د کتاب په شاپاڼه د ښاغلي جاويدشاه درمان لنډه ليکنه ده چې چې د شاعر په شاعرۍ او فن خبرې کړي او خپل نظر ېې ليکلی دی.
د اور بڅري د شاعرۍ پيل په دوديز او روايتي ډول له حمد او نعت څخه شوی او په دې توګه شاعر د کائناتو له ستر خالق او د بشري قافلو له ستر سالار سره د خپلې سپېڅلي مينې او ژور عقيدت او تړون څرګندونه کړې ده.
نوموړی وايي:
مسلمان يم ربه دا دې لوی کرم دی
که هر څو قيمت مې يو دانه غنم دی
د هغه له مخې رحم په مونږ وکړه
چې له مخه ېې پيدا تمام عالم دی
تا دې دومره احسانونه په ما کړي
چې دې څومره عبادت وکړمه کم دی
مونږ دې اشرف المخلوق کړو لويه خدايه
ګنې جوړ له خړو خاورو نه ادم دی
ستا باور د خدای په رحم دی فقيره
بس دی نور دې څله فکر دی څه غم دی
او د اسلام د ستر پېشوا او د انبياوو د سالار حضرت رسول اکرم په مينه، ستاينه او تعريف کې بيا داسې وايي:
تفسير د والضحا دی سپين رخسار د محمد
اې ربه رانصيب کړې ښکلې لار د محمد
بېشکه چې بلها بلها کارونه مې وي هير
خو اخلمه نامه زه هر سهار د محمد
چا وپوښتل له مانه چې به څوک ستا شفاعت کړي
نامه مې ورته واخيسته په جار د محمد
خاونده د مسجد نبوي مې کړې خاکروب
مدام مې چې نظر وي په مزار د محمد
بې حده لېونی يمه په مينه کې د يار
دا ځکه زه فقير وايم اشعار د محمد
د ښاغلي فقير بادشاه فقير شعرونه ساده، سليس، روان او له پېچلتيا پاک دي او ډير زر د لوستونکو په زړونو تاثير او اغيز کوي۰
د فقير د غزليزې شاعرۍ ډېره برخه د عشق او مينې په خمونو لمبېدلې ښکاري او څای ځای ېې د دلبر او جانان د وفا او جفا، حسن او ښکلا، بېلتون او وصال او دردونو، حسرتونو او شوګيرونو يادونه او څرګندونه کړې او د محبت او الفت د ښکلي رباب سندريز تارونه ېې غږولي او ترنګولي دي.
هغه وايي:
شراب راکړه د سرو شونډو اشنا يوځلې بيا
په خوند باندې مې پوه يو ځلې بيا کړه د دنيا
په زور يا په چل ول خو به دې ښکل کړم ګرانه نه ده
خو غواړم ېې په خوښه په رضا يو ځلې بيا
په هغه دم به وچوې زما زړه اشنا خبر شه
که ودې کړو انکار داسې صفا يو ځلې بيا
فقير وايي چې زه يېې تر قيامته غلامي کړم
که خوښه اشنا وکړله زما يو ځلې بيا
او يو بل ځای وايي:
ته وخېژه پاسه په بلۍ سترګې راواړوه
زه دې لېونی شم لېونۍ سترګې راواړوه
دومره مې نشه کړه چې سم پړمخې راپرېوځم
ډکې د شرابو دې پيالۍ سترګې راواړوه
زه خزان وهلی يم د پاڼې غوندې وچ يمه
ګل مې کړه ګلابه ګلالۍ سترګې راواړوه
سمه غرڅنۍ ېې غرڅنۍ دې عادتونه دي
ما هم غرڅنی کړه غرڅنۍ سترګې راواړوه
يا داچې:
ياد مې هر غزل کې دی خو نه راځي
يار مې د زړه تل کې دی خو نه راځي
هغه ده د کور په بام ولاړه ده
ګل ېې په وربل کې دی خو نه راځي
کور ېې چرته بل کلي کې هم نه دی
ماسره په ټل کې دی خو نه راځي
لږ خو هغه خوار فقير ته اوګورۍ
ناست ورته درشل کې دی خو نه راځي
ښاغلي فقير د ټولنې د وګړو د خير، ټولنيزو ښېګڼو او په سمه لار د تګ خبرې هم کړي او خپل اولس ېې هڅولی چې په ټولنه کې د اسلامي لارښوونو او پښتنې ارزښتونو او رواياتو په رڼا کې ژوند وکړي او ځانونه له ګناهونو او له ناروا ا و منفورو کارونو څخه وژغوري
هغه وايي:
د ګناهونو پنډه مه جوړوه
خپلې مړۍ ته ګنډه مه جوړوه
خدای درته عقل او شعور درکړی
کور د کمر په څنډه مه جوړوه
په سمه لار ځه که اوږده وي خير دی
کږه وږه لار لنډه مه جوړوه
فقير ته هيڅ کچکول کې مه اچوه
خو دغه تروشه ټنډه مه جوړوه
په يوه بل ښکلي غزل کې ېې درياب په کوزه کې ځای کړی او د ژوند د بېلابېلو حالاتو او رنګونو يادونه په ډېر خواږه انداز کړې د پښتنو پېغلو ښکلا ېې ستايلې، د شام ، فلسطين او کشمير په دردونکو حالاتو ژړېدلی او او د انسانانو ښو او بدو اعمالو او ثواب او عذاب ته ېې ګوته نېولې او دا هرڅه ېې د خپل شعر په غېږ کې رانښتي دي۰
نوموړی وايي:
د ستا ښايست لکه درياب په سړې سر ګرځوي
لکه نغمې چې د رباب په سړي سر ګرځوي
زه فلسطين شام او کشمير ته فکر وړی يمه
دغه ستم دغه عذاب په سړي سر ګرځوي
پښتنې پېغلې په ښايست جواب د حورو کوي
چې مخ نه لرې کړي نقاب په سړي سر ګرځوي
هلته ېې جوړه ميخانه دلته جومات جوړوي
داسې ګناه داسې ثواب په سړي سر ګرځوي
چې زه فقير ېې کله لولمه حالات مې نور شي
دا د رحمان بابا کتاب په سړي سر ګرځوي
له ښاغلي فقير څخه يو نيم ځای قافيوي تېروتنې هم شوي او داسې ښکاري چې د شاعر پام ورته نه وي شوی او په غير ارادي توګه شوی وي:
ماته ښکاره خپله ګناه کړه صنم
تندی دې تريو ولې دې شا کړه صنم
زما د زړه مينه خو تاسره ده
څه خو دې سترګې راښکاره کړه صنم
ښاغلي فقير بادشاه فقير په پاخه عمر کې ځوانه شاعري کړي او په شاعرۍ کې ېې د ولسې رنګونو تر څنګ روماني فکرونه او د عشق او حسن پرستۍ جذبې جوتې او په غورځنګونو ښکاري۰ د نوموړي په شاعرۍ کې د د مينې او الفتونو د سندريزو نغمو تر څنګ د خپل قام او ولس دردونه او د پښتنې ټولنې حالات او پېښې هم په ګوته شوی او د هغو تصويرونه او انځورونه پکې کښا شوي دي۰
که ښاغلي فقير خپلې ادبي هڅې او زيار همداسې جاري او ګړنندي وساتي نو زه باور لرم چې د پرمختګ لوړو پوړيو ته به ځان ورسوي او د پښتو ادب په رنګين اسمان کې به د يوه روښانه ستوري په څير لابسې وځلېږي۰
زه ښاغلي فقير بادشاه فقير ته د کتاب د چاپ مبارکي وايم او د لا برياوو دعا ورته کوم۰
د دغه فقير بادشاه د شاعرۍ د اور بڅري دې تل همداسې تازه او د شعر نغري له هنري سکروټو ډک اوسي۰
په ډېره مينه او احترام
امان الله نصرت
پېښور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب