جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداستاد ښکلي ته | پوهاند دوکتور زیار

استاد ښکلي ته | پوهاند دوکتور زیار

د استاد اجمل ښکلي په اجازه دغه ليک او ارزونه

د نوې ژبپوهنې له مينوالو سره هم  شريکوم:

پوهانددوکتور م.ا، زيار

اکسفورډ،۴۱ جولای ۱۸

گران ومنلی او تر ښکلو  ښکلى،

هيله ده، په خپلو ښوونيزو او څېړنيزو  بوختياووکې به د تل په څېر مخ پر بره درومې. ماهغه خبره بيرته واخېسته چې د يوه لنډمهال ياسېمستر لپاره مې در وغوښتلای شې، زه يومياشتني  اړينو خپرنيزو چارو لپاره بې ډاکتر او مېرمنې اجازې درتلای نه شم، پاتې لا د سېمېستر لپاره، هماغه خبره شوه چې يو په ست ښه ښکاري، بل په نه خوړلو!

ما ستا ((ژبه په عمل کې)) له خپرېدا سره له (تاند) ووبپاڼې راخوندي کړې وه ،خو د مصر مېشتي ((فاضل افغان سفير)) له خواچاپېدونکي ((پښتوگړنو اوڅرگندنو- غورچاڼ)) له روستي پروف کتنې مټې وړمه ورځ سرگرولو ته وزگار شوم ، ورځنې اخېستي يادښتونه مې  سره و اوډل او يوازې يې له همتاسره شريکوم، بياهم په سر سر کې راته داټوليزه يادونه هم اړينه و برېښېده:

که ته د ژبې او دژبپوهنې په تړاو د خپلې ټولپوهې يا آفاقي معلومات (general- knoledge) له لارې ماستري او ډاکتري زدکړيالانو يا نوماندانو ته د ژبپوهنې داسې بېلابېلې نوي او تازه ليدتوگې،  هغه يې هم د يوې ځانگړې څانگې مانا پو هنې په تړاو وړا ندې کوې، گومان نه کوم وار له مخه يې د ټوليزې ژبپوهنې او نوې پښتوژبپوهنې په اړه په لسانس کې له پوهاند صابراو پوهندوی (پوهندويې) زرغونې  څه زده کړي او د پښويې او وييپوهنې توپير وکړای شي! او بيا په ماسترۍ او ډا کترۍ کې که دا يو نابغه استاد له تاسې سره يوشان شاگرد وو، دابله نابغه بياهم رسمي استاده!

ما او تا (!) په غړولو سترگو وليدل او په  وازو غوږونو مو واورېدل چې خوېشکي د نورو تر څنگ يوې خورکۍ ته (( پښتو جمله)) د ماستري تېزس  لپاره ټاکلې وه او هغې هم د دفاع په غونډه کې هما غه اوتې بوتې لکه توتي بربر راغبرگې کړې چې ور ښوو لې يې وې- په کاسه هماغه  څه ليدل کېږي چې په دېگ کې وي؛ د شېراقا شېرزاد او قسيم چمتو پرنيوکو يې څه چورت خټه نه شو، خو زما له گو تڅنډنې سره راجگ شو، لينگي يې ورېږدېدل،  هغه دغه يې وويل او بيرته پر ځای کېناست او پخپله هم پوه نه چې څه يې وويل!

هغې خوارکۍ  ته يې د سکالو په تړاو له خپل کتابگوټي پرته، بل کوم کره اخځ  لا څه چې ، ورسره په بکس کې زما پښويه، په تېره د(۲۰۰۵ل) هم ور پرگوته کړی نه وه چې د غونډلې په تړاو پکې څه له پاڅه سل مخه (۲۱۸۳۲۱) سپړنې او څرگند ونې راغلې؛ همداراز مې د وييپوهنې ۶۴۶۵ مخونه درواخله!                                              

شاگردې تشه له گړپوهيز (صرفي) پلوه نيم نيمگوره،لکه: يوه جمله  پرخپلواکو او مرستيا لو توکو يا اجزاوو وېشل کېږي يا ترې جوړېږي… .نه يې زنځيري اونا زنځيري  غږو نو (فونيمونو) څه توپير کړی، نه يې دغږپوهيز (فو نيمېکس)، اونه د غونډله پوهيز ()نحوي) يا اوډله پوهيز (تگميمېکس) له پلوه راوپېژندله او نه يې بېلابېل لوی،کوشني او کوشنوټي مله او څېرمه ډولونه،او بيااوډلې (تگميمو نه) پر گوته کړل؛ له سېمانتيکي پلوه يې لاڅه کړې -څه کړې.

تاهم چې څه د ژبپوهنې او بيا پښتوژبپوهنې په تړاو د تېرو درو زدکړيزو پېرو په اوږدو کې زده کړي، ستا د خپلې لوړې ذهني وړتيا او ځانگړو هاندوهڅو يېبره ده. دغلته دې پر اردو ژبه لاسبری ستر غنيمت دی جې که څه هم په گرد پاکستان کې د ژبپوهنې څرک نه لگي او د کالجونو او پوهنتونونو په هېڅ  سلېبس کې ورته ځای نه دی ورکړ شوی اوچا چې پکې بهر تر ډاکترۍ هم زدکړې کړې، له راستنېدا سره ورته د ((مقتدره قومی زبان)) ادب او متون يا بل څه ورترغاړې شوی دی. نو يوازېنۍ بوختيايې د مانا پوهنې غوندې د سرباندې ژبپوهنې (مېتالنگوېستيکي) سکالووې له نويو ليدتوگو سره له لومړی لاس انگرېزي سرچينو دغې ژبې ته رالېږدوي. خو دا تمه دې له ((نابغه))  استادنو اواوسنيو زد کړيالو څخه نه شي کېدای!

تر کوم ځايه چې ماته پته ولگېده،ستا اوسنۍ ليکنه (ژبه په عمل کې) له وړاند

ېنۍليکنې [تاند: ۲۹نوېمبر۱۴] سره  يو څه زيات اړوپېچ  (ضدونقيض) راڅر گندوي، دا بېله خبره ده چې ليد بدلون  ان په ساينتيفکو پوهنوکې هم ليدل کېږي.

تا هلته د نوې (رغښتي) ژبپوهنې پلار (سوسور) اوبياپه ځانگړي  ډول د پسر غښتي هغې د سالار (چومسکي) ليدتوگه د کوم اخځ پر بنسټ  له يوه بل گوټپېره تر سپړنې لاندې نيولې وه. ((حالت)) دې د هغه د اېنتويېشن يا سېچو ېشن د انډ ول په توگه له بېلگو سره خورا ښه راپېژندلی، او له همدې کبله يې ما په خپله ((ماناپوهنه ۵۱۵۴)) کې ښايسته ډېره  برخه را نغښتې ده، لکه:

(( د پسرغښتوالې (post-structuralism) د روسي (امريکايی)…نوم (نووام ) چومسکي د فردينانددي سوسور د(Structuralism) پر خلاف د ژبې تر شا پر موجود فرهنگ دومره ټينگار کوي،چې الفاظ ورته د انساني کيفيتونو او احسا ساتو سيوري ښکاري. نوم چومسکي وايي، چې که احساسات  او مانا نه وي، د الفاظو سيوري دې سهي نه کړل. همدا افکار او احساسات الفاظو ته رنگونه ور کوي احساسات دومره معتبر دي، چې ان گرامري قاعدې ماتوي او د الفاظو ثابتې ماناوې اغېزمنوي…)).

په همدې تړاو پر چومسکي هم  دانيوکه له هماغو لومړيو راهيسې پرځای پاتې ده چې پر اېنتويېشن او سچوېشن  بېخرته ډډه لگوي چې ته يې اوس گړسره د وسمهالې (معا صرې) ژبپوهنې له اوېجې  شړې!

داسې برېښي چې دا ليکنه دې فرانسی  ژبپوه او ماناپوه  (ٍ Antoine Colioli) د بيان- يا وينا ژبپوهنې (Enunciation linguistics)  تر سيوري لاندې ليکلې چې پر منلي سربېره  يې يو ځوان ( عبدالحق سلامزوی ) هم تازه پر تازه  يو لنډجاج اخېستی او خپله ارزونه يې په تاند (۹۷۱۸) کې خپره کړې ده.

هماغه د نومهالې يا وسمهالې (معاصرې) پسرغښتي ژبپوهنې او بيا ماناپوهنې (semantics)او هممهاله کارونپوهنې (pragmatics) په کره کاڼي کره ليکنه څېړ نه دې په لوی لاس له پوښتنې سره مخ  کړې، همداراز سرليک (( ژبه په عمل کې)) يا په (کړن) کې د سوسور د ((لانگ-پرول)) او د چومسکي د کړنيزې  يا مخبنايي ژبې) د انډول په توگه چی د بېخبنايي يا پټتوانې ژبې پر خلاف له کړنيز (پرا گماتيک) دلالت او بيا دلالتونو او ورسره تړليو مدلولونو  سره .اړاو تړاو لري.

((ويناژبپوهنه)) د چو مسکي د پسرغښتې اوبيا لېږندې-زېږندې ژبپوهنې پر وړا ندې کوم نوی ننگوونکی (ژبپوهنيز) ډول نه، بلکې د ژبني پيغام يا ((مانا)) په تړ او د هغه د اېنتويېش او سېچو ېشن  يوه ښه ترا غځېدلې سايکو- لنگوېستيکي تيوري بللای شو. هرگوره، نويوالی يا نوښت پکې دادی چې هغه د ويند او اورند ترمنځ دوبله پوهاوي لپاره پر غونډله د وينا د لويترين رغنده ټوک او يوون (جزء او واحد) په توگه ډډه لگوي او  فرانسي انتوني Antoine ،پخپله (وينا) د ژبې د لويترين رغنده ټوک او يوون په توگه له لږ څه پراخو سايکو-لنگويستيکي رنگا رنگيو او بېلگو سره د بشپړ وبله پوهاوي لپاره بنسټ بللی؛ که څه هم چومسکي د آرو او څېرمه غونډلوشمېر او بريد نه دي ټا کلي، خو  داورته ډاگيزه وه چې د لوېديږې نړۍ په علمي- فرهنگي ليکنيو سبکونو کې خورا اوږدې اوږدې غونډ لې دود لري او همدومره متن ځنې جوړېږي چې دويمگړي (مخاطب) ته د اښتنې پوښتنې، خرخشه، وسوسه او تلوسه نه پاتېږي.؛ ما يې ان د ليکنۍ پښتو تر څنگ په لنډيو، سروکيو، شينخاليو،ببولالوکې هم څو بېلگې له  لښتيليکونو (جدولونو) سره وړاندې کړې دي،خپل ازادانځوريز شعرونه خو مې درځنو ته رسېدلي چې هره بېلگه يې د غونډلو يوه ټولگه رغوي.[۳-پښويه (۲۷۵۲۸۱؛همداراز۲- بدلمېچ۳۷۴-۳۷۶]

په هر ډول زما پر اند و واند ستا ورمند( حکم) يوه ښنده (مبالغه) اېسي:

 ((رغښت هله مهم دى، چې د مانا او نقش په پېژندلو کې مو لارښوونه وکړي، ځکه چې د جوړښت شننه د مانا او نقش پر وړاندې دويمي ارزښت لري. لامل يې داچې خپلې ژبپوهنيزې شننې راسره د خپلې ژبې په پېژندگلوۍ کې ډېره مرسته نه کوي او دا پوښتنه زموږ ټولې تشريحي ژبپوهنې ته متوجه ده.))

او په تېره دا يو مخيزه نټه او ردونه:

((معاصره ژبپوهنه رانه غواړي، چې د دوسوسور او چامسکي له اغېزه راوو

ځو او خپلې ژبې ته له نويو تيوريو وگورو…))!

بياهم داهېرول په کار نه دي چې له دغه درستو دکونو دليلونو سره سره ماناپوهنه د ژبپوهنې يوه څانگه ده، نه ټوله ژبپوهنه،او يو ماناپوه به راپيدا نه کړې چې د ټوليزې ژبپوهنې له اکادېميکې زدکړې او ښوونيزې- څېړنيزې مخينې  پرته يې هسې اماتوري دغه څانگه راخپله کړې اوسي، له همدې لامَله (نه- امله) د پسر غښتي ژبپوهنې څانگپوهان چارناچار ژبپوهنه پر درو برخو ويشي:

غږپوهنه  (فونولوژي)، ماناپوهنه (سېمانتيکس)او بيا رغښتي ژبپوهنه چې سپڼيزه (تشريحي) او نن سبا يې هممهالې (ساينکرونيکي) ژبپوهنه بولي او په دغه لړکې پښويه (گرامر) له  گړپوهې، غونډله پوهې، غونډپوهې (فرازيولوژۍ)، گړنپوهې (آيديوما تيکس) سره، اوبيا وييپوهنه او نورې آرې او څېرمه څانگوړې رانغاړي. او تاته به پته وي چې ړومبۍ څانگه  پر خپل وار له دروگونو څانگوړو (زېږ غږپوهه، فيزيکي غزپوهه او بيااوريزه يا ادرا کي غږپو هه) چې د پسر غښتي ژبپوهانو له نوښتونو گڼل کېږي او له مانا پوهنې سره ترهرڅه زيات اړاو تړاو لري. تر دې چې غږپوهنې درسته ژبپوهنه له ټولنيزو پوهنوځنې نوره راجلا کړې او په جوتپوهنو (مثبته) يا ساينسي هغو کې درولې ده. ستاسې د لېسا نس(!) شاگرد عصمت ليکنه او زما غبرگون تش پر دوه (نيمواکو) راڅرخېدل او ما يې په  څومره دکونو دليلونو په پښتو کې د ۲۷بېوا کو او۷ خپلواکو تر څنگ د شتون  دفاع وکړه!

د هممهالې سايکرونيکی يا په دوديزه نومَونه سپړنيزې (تشريحي) ژبپوهنې پر وړاندې بيا ناهممهالې (دايکرونيکي) يا په زړه نومَونه (تاريخي ژبپوهنه) ټيکاو لري  چې د هممهالې پرخلاف ژبه هغه گرد ډولونه په اوښتوني اکر (حالت) کې تر څېړنې ځيرنې لاندې نيسي څېړي او پر هغو سربېره نورې گڼې څانگې او څانگو ړې هم رانغاړي، لکه: پرتليزه يامقايسي ژبپوهنه (کمپېرېتيف لنگوېستيکس)، ژب- متنپوهنه (فيلالوژي)،آرپوهنه (اېتېمولوژي) ، لرغون-ژبپوهنه (ارکيو-لنگوېستيکس)، ځېل- ژبپوهنه (تېپولوژي)، پښت-ژبپوهنه (ژېنيالوژي)…

د سرباندې ژبپوهنې يا ماوراء اللسانيات (مېتالنگوېستيکس) خو نن سبا  دټولو

هممهالو او ناهممهالو څانگو خرانگو ور تېره کړې ده، لکه: ژبټولنپوهنه، ژبتوکمپوهنه،ژب-وگړپوهنه، ژب- کولتورپوهنه، ژب-ساپوهنه، ژب-فلسفه، ژب- لرغونپوهنه

تاته  به د ژبې پېژنداو تاريخچه درڅرگند وي چې د هسې غږونواو غږټولگو يوگړو وگړو  د پېړيو په پوړيو کې هسې د برابرۍ (تصادف ) له مخې رامنځته کړي او روسته روسته  يې په تړوني ډليزه توگه هغو بېلابېلو جولوته ماناوې ورټاکلې او د وبله اړيکو يا په دوده مانا د (پوهاوراپوهاوي) پريوه  اوزار(ابزار) يې بدله کړې ده. نو څنگه کېدای شي، چې د ژبې آر رغنده اوريز او جوليز سېمبو لونه دومره بابيز وبولو!

د ماناپوهنې نومور استاد پالمر (۱۹۷۶)  ورته دفاع ته رادانگلي او د همدې تړاو پخلی کوي: ((…موږ دې پايلې ته رسو چې د پښويې او د ژبې د نورو رغښتونو له پاملرنې پرته به  د ماناپوهنې د څېړنې له توغه و نه شو وتلای.))

دا دوه غبرگ اړخونه،لکه((روح وبدن)) يو دايليکتيک رغوي يانې سره نابېلېدو نکي دي او د يوه شتون د بل شتون رازبادوي؛ لکه يو عربي شعر چې له شپږم ټولگي راهيسې مې پرياد  پاتې دی:

روحه روحی  و روحی روحه// من رأ روحين فی البدن

له ښاغلي منلي څخه ستا راخېستې بېلگه (غوا)، د بلومفيلد هغه خندنی پېژند  سترگو ته نېغ رادروي چې زما په خيال په (The Meaning of Meaning) کې يې وړاندې کړی: ((د مالگې رښتينې مانا به هله سمه سهي کړو چې کيميايي تړنگ او رغنده توکي يې راوسپړو: هغه څيز چې له سوډيم اوکلو رايډ،او بيا څنگه را منځته شوی دی))؛ هو، دلته دا اړينه نه ده چې له ژوپوهنې له پلوه  او بيا د مړې يا ژوندۍ غوا بېلا بېلې ځانگړتياوې په هسې خبرواترو کې يادې شي، هو،که د لو مړني ښوونځي شاگرد يې له ښوونکي نه له نورو ژو يو سره توپير وپوښتي، ښايي، همدومره به ورته ووايي: خلک يې د نورو اېلڅارويو(اهلي حيواناتو) په لړ کې تر هرڅه  له مخه دشودو لپاره ساتي!

زما پر انددغه بېلگه هم د همدغې (امريکايي-رغښتي ژبپوهنې) داړوندې چلند ساپوهنې (Behaviour-psychology) په  ليدتوگه اړه لري چې ژبه په ژوندۍ بڼه يادگړېدا په بهير کې ثبتېږي او تر څېړنې شننې لاندې يې نيسې، تر دې چې وايي، همدغه بې سروبوله امريکايي رغښتواله  د چومسکي د پسرغښتي انقلاب انگېزه شوه؛ ده د انتېيوشن او سېچوېشن په تړاو بيا د دغه راز ساپو هنې پر ځای سمه ټولمنلې علمي ساپوهنې ته پوره ارزښت ورکړ!  

۱– د زدکړيالانو پر کار اچونه

د اچې په مهالوېش کې ښايي، د ژبپوهنې گردو توانيزو او کړنيزو يا(بېخبنايي او مخبنايي) څانگو خرا نگوته دومره ساتونه  نه وي بېل شوي او سم استادان هم نه لرې، که پاس ياد شوي (غبرگ نابغه) درباندې تپل شوي هم وي، په نشت يې و شمېره!)، نو د دې لپاره چې زدکړيالان  خپلې تېرې نيمگړتياوې سکينده (جبيره) کړای شي، ورته زما پښويه له اوازپوهې رانيولې،تر گړپوهې،غونډله پوهې، گړنپوهې،او بياوييپوهنې، ليکلارې، سبکپوهنې، ماناپوهنې ، پښتوبدلمېچ  او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې…او همداراز د ارواښاد اڅک د ژباړلې ((توليدي ږغپوهنې)) بېلابېلې سکالووې دکورني کاراو کنفرانس په توگه وروټاکې، گو ندې له دې کار سره به له بېلابېلو گو ټپېرونو(زاويو) ستا آفاقي او بيا سېما نتيکي لکچرونه  او همدارنگه (انټرنېټي) هغه ښه ترا وسهلای (هضم) کړای شي دغسې ورته  کورنی کار پر ماباندې د په  لومړي دوه کلن ماستري بهير کې خپل سويسي استاد کړی وو، تر دې چې پوهنتوني دوبنۍ او ژمنۍ چوټيانې يې  هم راباندې سوکړه کړې وې، دليل يې داوو چې د کابل پوهنتون په لسانس پېر کې د دوی له سېمينارونو سره سره مادومره ژبپوهنه نه وه لوستې  چې هلته له نو رو کورنيواو بهرنيو ماستري او ډاکتري ټولگيوالو سره خپله زدکړيزه کچه برابره کړم.

زه وايم پردې جهل و جنگ ځپلي ځوان پښتني پښت زړه سوی په کاردی چې بشپړ ډېری يې ((ژبه)) او ((ژبپوهنه))  سره نه شي بېلولای او بيا ژبپوهنه او اد بپوهنه!!؟

۲– پښتو نومَونې دودول او وده وش ورکول

لکه د عصمت  په نامه په دراستولې کره کتنه کې مې  هم ياده کړې، که زموږ د ((يوې- کره ليکلارې))  د څلورگوني وييز انډول په لړ کې له نيمې پېړۍ راهيسې  د ژبپوهنې او يوڅه ادبپوهنې پرلپسې رامنځته شوې او کارول  شوې نومونې لږې ډېرې وکاروې، نه لکه په اوړو کې مالگه ، بلکې لا پر کارونگ سربېره  يې په روان رغاونيز او کړنيز بهير کې کارنده ونډه هم واخلې!

زموږ غورځنگ هغه پدل نور مات کړی،  له پښتوټولنې تر اکادمۍ داوو دنگلوته پوهنتوني استادانو او بياد دوکتور نجيب فرمان پايټکی اېښی وو.د ژبپوهنې او ادبپوهنې پښتو نومونپوهنې چېد مېرمنې غوندې هماغه  تيراهي پرمايښتي ډا نگټر زيورالدين زېور په يوه ټولگه کې رااوډلې وې،ټول ځنې خبر دي،که څه هم د هزاره گا نو او پنجشېريانو د جنگ و جنايت په لمبوکی له زرگونو کتابونو سره و سوې! عربي- اسلامي گوتڅنډنې خو راسره گران صميم ،رفيع صاحب او  ان ناگار په هماغو لومړيو کې ځواب کړې وې!

يو پېښوري شاعر  ډېر پخوا ويلي ول:

اوس قافلې دې بې خطره درومي

موږ ورته لار کې مشالونه کېښوول!

محمود مرهون ستا دشاگرد په توگه دغه  نومونې په ږغپوهنه کې پرکار اچولې او او شاگردان يې هم  پوره سهلای شي، بې له دې چې ترې سروټکوي او يايې نور څوک مخې ته کرکنډې راورغښتلای شي!

دلته  يوازې له برلاسې تربرې پارسۍ سره د سيالۍ خبره نه ده، بلکې د پښتو يو مخيزې ځاينيونې ته يې  تياری نيولی. ځکه پرلپسې ورته زرگونه زرگونه ((دا نشواژه ها)) له ايراني فرهنگستانه په پنډو پېړو کتابي بڼو راصادرېږي. هسې خو له ښا يسته ډېر مهاله پر نړيوال کچ د ژبپوهانو او د يونسکو دا خطر زنگ را ترنگېږي:  

ورځ تر بلې  پېخر پېخر يا خرې خرې نوي جاجونه (مفاهيم)  له اړوندو نومونو او نوَ مونو سره رامنځته کېږي او يوازې وړې ژبې نه، چې د پښتو غوندې له ميلونو نو ويونکو سره ډېرې هغه په پرلپېيلې توگه له اړوندو کولتورونو سره  ننگول کېږي. ما او استاد صميم سره پر۲۰۰۷ کال د مايکرو سافټ انټرنېټي کمپنۍ تر فشار لاندې د مخابراتو  د کمپيوټر ساينس د پازوال گران منصورانصاري په کور بنۍ له شپږ لکو او  شپږويشت زرو وييونو، غونډونو او غونډلو څخه مټې درې زره ورورغولې اکر دا چې په اړوند لس ژبيز گروپ  کې له روسي او انگرېزي نيو لې تر عربي او پا رسي پورې هغه ټولې راژباړلې او راخپلې کړې وې او يوازې زموږ پښتو د اوړو- مالگې هومره  يوڅه وکړل، له دې ناخبره چې هغه هم ((هېواد غل)) راونه لورول: د پرانېستې غونډه يې په دې پلمه و ځنډوله، چې تر څنگ يې ((دري!)) هغه  هم بايد جوړه شي!

هماغه وه چې زموږ ځوان کمپيوټري پښت د اړوندو کورسونو له لارې د (کړکۍ)  پرځای (پنجره)، او د(دوتنې يا لمېسې) پرځای (پرونده) راخپله کړه!

عربي پوروييونه  په څه له پاسه يوه زرۍ کې دومره  مښلې سوليدلې چې له جو ليزو او مانيزو بدلنونو سره  مخامخ شوې دي؛ په (و) گړنۍ پښتو کې په هر ډول، خو په ليکنۍ پښتو، او بيا په علمي، فرهنگي، سياسي،اداري او بيا ژبپوهنيز ډگرکې ترمينالوژيکي ربړې او ستو نزې او ورا نپوهاوي رامنځته کړي دي.

ايا دا سوچ نه کوې چې له منځني ادبي پېره تر اوسه، له مردانه تر پکتيکا ژوندی دود ((ويی)) پر (واژه) واړول شي او دود شي، يا له انگرېزي هنري بيليو او استاد مورگنستيرنه تر صالح محمد کندهاري نژدې دوه سوه کلنه (پښويه)  پر (دستور) پر بدله شي چې مټې يوه پېړۍ وړاندې ((ميرزا حبيب اله اصفهانی)) ړومبی ځل رادود کړی او ايرانيان يې تر گرامره پردغه نومَونه زيات وياړي!

عربي او پښتو ترې په هماغه زړه دوده ماناراپورکړی دی… .

ما  لکه (پښويه)  له پښتو قاموسه (کړ) راخېستی او داستاد الفت  په سلا او لار ښوونه مې د (فعل) د انډول په توگه  نور عربي انډولونه رغولي دي، ړومبی، هماغه له سپک ورک ياد  جوماتي استادانو په نومَونه ((مستکره)) راپښتو کړل چې زه يې په ويلو او شاگردان اوشاگردانې يې په اورېدلو،لکه: فاعل (کړند) مفعول (کړی)، بلاواسطه مفعول (لنډکړی)،با لواسطه مفعول (لرکړی) يا (مفعول له ، مفعول منه) چې د بشپړنو ( متممونو) په توگه کارول کېږي. ورپسې نور چې زياتره يې  ياعربي انډولونه نه لري او که لري يې هم ،ورسره اړخ نه لگوي، لکه : د ريښې او سټې پرځای مصدر او د کړنوم پرځای حا صل مصدر،د وييکي پرځای (حرف)، دسربلونو پر ځای حروف جاره…او نورچې هېڅ انډول نه لري، لکه:نومکړ (پرکړ اوښتی نوم)،مخکړ يا کړمختاړی، کړتړ يا تړخپلواک (د ريښې او کړنوم يا نومکړ ترمنځ)ږ  له کړنوررغولي بېلنگونه او تړنگونه ()اشتقاقونه او ترکيبونه)، لکه کړول، کړولۍ ياکړريښه، کړسټه، لېږند- نالېږند، چاروال- بېچارکړ، کړاوړ ون ،ان ((تېرمهال او ناتېرمهال)) پوهاند تږي له ټول ((عربي- او پارسې )) سبک سره سره دغه دوه ترمه د دې لپاره و ټاکل چې تېرمهال ټول (ماضي) ډولونه،او ناتېرمهال (حال، مضارع  او مستقبل درېواړه رانغاړي؛ وسترمهال (استقبال) خو لا وخته چليپا شوی دی.

زما د پښويې،ليکلارې ،وييپوهنې… پايته  دغه درست پښتو انډولونه راغلي او ځينو ((وفادارو)) او مينوالو له خوا  څه ناڅه تر رسنيو هم رسېدلي دي.

ماته دا هېښنده و اېسېده چې ښاغلي  سلامزوی هم ستا او منلي صاحب غوندې د لاتين (Enunciation)  لپاره د(وينا) پرځای عربي (بيان)  کارولی!

ځکه  عربي(بيان) د څوماناوو ترڅنگ د دوديزې ادبپوهنې د يوې نومونې په توگه  يوه خرخشه رازېږوي او وار له مخه دهر پښتانه ذهن (معاني او بيان) ته ورڅکوي. اکر داچې تر څنگ  يې د درېگوټ (مثلث) دوې نورې څنډې enunciator) (ويناوال) او (co-enunciator) (مخاطب)  راژباړلې دي.

لاتين کونترست (Contrast)  يې هم (مشابهت او تضاد)  مانا کړي، پرځای يې که (تقابل او تضاد) کښلی وای، يوڅه اړخ يې ورسره لگاوه، چې دوديز شعري انځور ونه (صنعتونه) بلل کېږي. په وسمهالي لوېديز فرهنگ کې دغه ترم د شعروادب، انځورگرۍ، پژسازۍ (مجسمه سازۍ)، مهندسۍ او نورو هنري ځېلونو سربېره  نور کارونځايونه هم لري ؛په دې توگه يې ما(مخاوی) انډول کړی چې (تقابل) او (تضاد) دواړه رانغاړي. تر دې چې د فلسفي (دايلکتيک) يوه مانا (کونترست) دی او (ژبه) او ورسره تړلی ليک خو له سوسوره تر اوسه پورې پر دغه آر وبنسټ رغېدلې ښوول شوې دی.

رښتياستا په ليکنه کې دمطابقت لاتين انډول د (accordance پرځای (- occur rence) راغلی، په آره بڼه کې به يې در سهي کړې!

په دې کې هم  اړنگ بړنگ نشته  چې په ځوان کمپيوتري پښت کې د هغو بې تو پيرو ليکوالو تر څنگ داسې پښتو مين هم ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دي چې د پارسي (نو واژه ها) او (دانشواژه ها) په سيالۍ  يې ان زرکلن عبري-پارسي ((اوونۍ نومونه)) راپښتو کړل.

خو له دې يې څه باگه  چې جهادي- ستمي ناسپېڅلې ټلواله د افغان- افغانيت تر څنگ يونيم سلکلنه  (پوځي او اداري) ملي نومونپوهنه (ترمينالوژي) راننگوي، که څه هم دپار سيوانو په گډون د هېواد د ټولو ژبتوکميزو ډلو  ټپلو د ژبنيو پا نگو يوه برخه گرځېدلې او يوازېده!

.هو، که ته خپلې  اړوندې نومونې وکاروې ، هرو مرو د ې شاگردان او مينه وال پليوني کوي او  زه باور لرم چې د گردو څانگيزو برياوو (لاسته راوړنو) سره اوږه پراوږه به په پښتني- افغاني پوهه او فرهنگ کې لا  ښه ترا وځلېږې او د نوی پښت سرلاری به شې، بری او مخسوری دې غواړم!

ستا او نورو  پليونيانو خواخوږی زيار

1 COMMENT

  1. ګرانه استاده په ژبه دې برکت قلم دې له پیاوړی او عمر دې اوږد شه افسوس په دې ارځي چې تاسو په دا تیر عمر له ځانه کله هم داسې شاګردان پرینښودل چې ستاسو په [چاره لکه تاسو یا تر تاسو ښه پوه شي او بیا له تاسو وروسته یې وپالي. – درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب