تاند (جمعه، د عقرب ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند “منصور احمد حمزه” وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې ۱۲۵ ښوونځي او ۳۸ دیني مدرسې جوړې شوي دي.
حمزه زیاته کړه: دا ښوونځي او دیني مدرسې د خیریه بنسټونو او سوداګرو په مالي ملاتړ د یو میلیارد او ۲۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي او پرانیستل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړه چې اوس مهال په ټول افغانستان کې نژدې ۱۱ میلیونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
ده څرګنده کړه چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې ټولټال ۱۰ میلیونه او ۹۱۴ زره او ۳۸ زده کوونکي په ده کړو بوخت دي.