تاند (جمعه، د عقرب ۲۵ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د نن ورځې (جمعې، د عقرب په ۲۴مه) لپاره د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ناڅاپي بارانونو او سیلونو د احتمال اټکل کړی دی.
دې ادارې پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وړاندوینه کړې چې د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۵مه، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۵ میليمتر پورې رسېدلای شي.
یادې ادارې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان او کابل ولایتونو کې د باران او سېلونو وړاندوینه کړې ده.
د اټکل له مخې، پر دې ولایتونو سربېره، په لوګر، پکتیا، خوست، پنجشیر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډی، غور، غزني، اروزګان، هلمند، کندهار، زابل او سالنګونو کې هم د باران او سېلابونو احتمال شته.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویل شوي چې په راتلونکو ورځو کې ښايي د افغانستان په یو شمېر سړو سیمو کې واورې هم واوري.
په افغانستان کې هوا په سړېدو ده او دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر خلک د خوراکي موادو او سونګ توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او په عین حال کې د طالبانو له چارواکو غواړي چې د سونګ توکو د ارزانولو لپاره اقدام وکړي.
له بلې خوا د ټولګټو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو څخه غوښتني چې لد سالنګ له لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال دې ګرمې جامې او ژمني توکي له ځان سره ولري.
دغه وزارت پر سالنګ روان کار ته په اشارې د پروان او بغلان ولایتونو له مسئولینو څخه غوښتنه کړې چې د سالنګونو د لویې لارې د بیا رغونې په چارو کې دې همکاري وکړي او د دې لویې لارې موظف پرسونل او اړوند مسئولینو لارښوونو ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي؛ څو د یادې لویې لارې رغنیزې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.