سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبشعرد عمر خیام څلوریځې، د عبدالباري ژباړه

د عمر خیام څلوریځې، د عبدالباري ژباړه

از درس علوم جمله بگریزی به

و اندر سرو زلف دلبر آویزی به

زان پیش که روزگار  خونت ریزد

تو خون قنینه در قدح ریزی به

تېښته  بویه په ژوندون کی  له ملا له کتابونو

زړه دي بند لره په زلفو د ورېښمو په ټالونو

چی دي نه وي لا توی کړي شنه اسمان د اجل وینی  

وینی توی د صراحی که په  لمن کي د جامونو

تن در غم روزگار بیداد مده

ما را زغم گذشتگان یاد مده

دل جز به صنم بری  پریزاد مده

بی باده مباش و عمر برباد مده

د ظالمی زمانې چی پر زړه بار نه کې غمونه

راته مه وایه  د تللیو د غمونو داستانونه

زړه یوازی د پی مخو پریزادو په لاس ورکه

گوره عمر برباد نه کې تل دي ډک لره جامونه

زان می که مرا قوت روانست بده

زان گرچه سرم بسی گرانست بده

برنه به کفم قدح که دهر افسانه است

وین عمر چو بادی گذران است بده

هغه می رالره راکه چی  می روح په تازه کېږی

که هر څونه مست خراب یم لا می زړه ورته مسېږي

راته ډکي پیالې راوړه چی ژوندون ټول افسانه ده

او دا عمر بې وفا دی لکه باد هسی تېرېږي

چندان که نگاه میکنم هر سویی

از سبزه بهشت است و ز کوثر جویی

صحرا چو بهشت است ز دوزخ کم گو

بنشین به بهشت با بهشتی رویی

چی هر لوري ته نظر کړم راته ښکاري سره گلونه

کو ثری ویالې بهېږي شنه دښتونه جنتونه

شنه سبزه لکه جنت دی د دوږخ خبری پرېږده

د جنت پر لمن گوره جنتی ښایسته مخونه

شیخی  به زن فاحشه گفتا مستي

هر لحظه بدام دیگری پا بستی

گفتا شیخا هر انچه گویی هستم

اما تو چنان که می نمایی هستی؟

شیخ ویله فاحشې ته ستا کردار د دوږخیانو

هره شپه یې لاس تر غاړه له پردیو له یارانو

ښځي وویله شیخه  چه ته وایې زه هغه یم

ته هم سپین داسی په زړه یې  که په رنگ د زاهدانو؟

در گوش دلم گفت فلک پنهانی

حکمی که قضابود ز من میدانی

در گردش خویش اگر مرا دست بدی

خودرا برهاندمی ز سرگردانی

راته غوږ کی اسمان وکړه  دا یوه خبر څرگنده

فیصله د قضا بولې زما له نوم سره پیونده؟

که می وس په رسېدلای په دې خپلو گرځېدلو

زه به ولی سرگردان وم ټوله عمر لکه ژرنده

افسوس که نامه جوانی طی شد

ان تازه بهار شادمانی طی شد

ان مرغ طرب که نام او بود شباب

فریاد ندانم که کی آمد، کی  شد

خدایه تېری سولې ورځي د ځوانیو د مستیو

ها تازه پسرلي ولاړل  د گلونو د خوښیو

هغه ښکلی مرغه څه سو چی ځواني یې نوم پر ایښی

نه پوهېږم کله راغی کله ولاړی له هستیو

اکنون که زخوشدلي بجز نام نماند

یک همدم پخته جز می خام نماند

دست طرب از ساغر می باز نگیر

امروز که در دست به جز جام نماند

دا یو نوم د خوښۍ پاته هر څه غم پر زړه ویشتلي

یو اومه شراب باقي دي ټول یاران راڅخه  تللي

سر پر سر یې راته راوړه پیمانې د سرو شرابو

چی دا یو جام دی را پاته نور مي هر څه دي بایللي

زان پیش که نام تو ز عالم برود

می خور که چو می رسد ز دل غم برود

بگشای سر زلف بتی بند ز بند

زان پیش که بند بندت از هم برود

له دې مخکی چی دي هېر کي نوم پر ژبه عالمونه

می در واخله چی می راسي له زړه ولاړ سي ټول غمونه

بند پر بند که زلفي خلاصي د ښایستې د گل اندامي

هسي نه  اجل در مات کي په وجود کی  ټول بندونه

آن ها که در امدند و در جوش شدند

آشفته ناز و طرب و نوش شدند

خوردند پیاله و خاموش شدند

در خاک ابد جمله هم آغوش شدند

چی فاني دنیا ته راغلل  په مستۍ په پایکوبونو

سر پر سر یې پیالې  نوش کړې د ځوانۍ د شرابونو

پر سر پورته یې پیاله کړه بیایی سپوڼ له خولې ونه ایست

تورو خاورو ته روان سول غېږ په غېږ سول  تر عمرونو

ماییم و می و مطرب و این کنج خراب

دین و دل و جام و جامه در رهن شراب

فارغز امید رحمت  و بیم عذاب

آزاد زخاک و باد و از اتش و آب

موږ یو، می دي، خرابات دی، مطرب، شرنگ د ربابونو

دین و زړه جام و جامه مو ټوله گرو د شرابونو

نه امید مو د رحمت سته نه  مو ډار له عذابونو

موږ آزاد  له خاورو، باده، له اوبو  او له اورونو

سرمست بمیخانه گذر کردم دوش

پیری دیدم مست و سبویی بر دوش

گفتم ز خدا  شرم نداری ای پیر

گفتا کرم از خداست می نوش خموش

بېگا ولاړم میخانې ته د توبې  خونه ویجاړه

یو بوډا می سو په سترگه صراحی ډکه پر غاړه

وې می څه  کوې سپین ږیرې شرم نه لرې له خدایه

ویل دا د خدای کرم دی خوله در نیسه شراب غواړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب