Home+د اکسفورډ ډکشنرۍ د لومړي چاپ ۱۴۰ کاله ووتل

د اکسفورډ ډکشنرۍ د لومړي چاپ ۱۴۰ کاله ووتل

تاند- له نن څخه 141 کاله پخوا د ۱۸۸۴ م کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د اکسفورډ انګلیسي ډکشنري لومړی ټوک په لندن کې چاپ شو. د دې ډکشنرۍ، چې ۱۲ ټوکه یې لرل، وروستی ټوک د ۱۹۲۸ د اپریل په ۱۹ مه چاپ شو.

دا ډکشنري له هماغه وخته تقریباً کال په کال تازه شوې او له زیاتونو سره بیا بیا چاپ شوې ده. اکسفورډ د بریتانیايي انګلیسي تر ټولو ستر قاموس دی. د دې ډکشنرۍ لومړنی مولف سر جیمز اګوسټس هینري موري و. ده صرف ۳۶ کاله ژوند وکړ.

د اکسفورډ ډکشنرۍ الیکترونیکه بڼه په ۱۹۸۸ کې چمتو شوه. انلاین بڼه یې له ۲۰۰۰ کال راهیسي خلکو ته وړیا وړاندې کېږي، او د ۲۰۱۴ تر اپریل پورې یې د لیدونکو شمېر د میاشتې تر ۲ میلیونو اوښت.

د ۲۰۰۵ تر نوومبر پورې په دې ډکشنرۍ کې ۳۰۱۱۰۰ کلمې شاملې شوې وې. په دې کې ترکیبي کلمې، عبارتونه او لنډونې شاملې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...