تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) د ټولګټو وزارت پرون (پنجشنبې) ناوخته اعلان وکړ چې د سختې واورې، توپان او د لید د محدودیت له امله د سالنګ لار د ترافیک پر مخ وتړل شوه.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د سالنګ لویه لاره د پنجشنبې د ماښام له پنځو بجو د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ په موقتي ډول تړل شوې ده.
هممهاله، په بامیان او دایکنډي کې د طالبانو ځایي چارواکو د دې ولایتونو د یو شمېر لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د ټولګټو ریاست په دایکنډي کې اعلان کړی چې د قوناق کوتل په سیمه کې د کابل–دایکنډي لار په ګډون د دې ولایت یو شمېر لارې د سختې واورې له امله بندې شوې دي. د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، د خدیر او ګیتي ولسوالیو لارې چې د دایکنډي مرکز نیلي ته غځول شوي، هم بندې شوې دي.
همداراز، په بامیان کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې د بامیان–کابل لار په حاجيګک کوتل او د پنجاب او یکاولنګ په سیمو کې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې ده. د طالبانو په وینا، د بامیان–دایکنډي لار هم د قوناق کوتل په سیمو کې بنده شوې ده.