Homeخبرونهپه ایران کې پرله‌پسې چاودنې

په ایران کې پرله‌پسې چاودنې

په ایران کې د بندر عباس، اهواز او تهران ته نږدې سیمو کې پرله‌پسې چاودنې شوې دي چې لږ تر لږه د یو کس د وژل کېدو او څو نور د ټپي کېدو تاید شوی .

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، چې له حکومت سره نږدې اړیکې لري د بندر عباس په یوه اته پوړیزه ودانۍ کې چاودنې دوه پوړونه ویجاړ کړي او شاوخوا موټرو او دوکانونو ته یې زیان اړولی دی.

بندر عباس د ایران په جنوب کې د هرمز تنګي ته څېرمه موقعیت لري او د هېواد له مهمو سمندري بندرونو څخه دی.

په اهواز ښار کې بیا د ایراني دولتي رسنیو له مخې، په یوه اپارتمان کې د ګاز چاودنه شوې چې لږ تر لږه څلور کسان پکې وژل شوي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د پېښو دقیق لامل نه دی څرګند کړی.

دا پېښې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی دی. امریکا خپلې پوځي بېړۍ عربي سمندرګي ته استولي او ولسمشر ټرمپ د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقداماتو اشاره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...