پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeټولنیزچې کله منطق تمام شي، څه به پېښ شي؟

چې کله منطق تمام شي، څه به پېښ شي؟

عبدالسمیع واحدي

خپلو غوښتنو او موخو ته د رسېدو لپاره د قهریه قوې اعمال او د ځواک کارول جګړه بلل کېږي. په انفرادي کچه د دوو اشخاصو ترمنځ فزیکي برخورد یا فزیکي ټکر جګړه ګڼل کېږي، خو په ټولیز ډول د دوو مخالفو ډلو، دولتونو یا ملتونو ترمنځ دوامداره شخړه (نظامي تصادم) ته جګړه ویل کېږي. په دې وروستیو کې د Polemology تر نامه لاندې د جګړې پېژندنې علم رامنځته شوی چې په ګڼو پوهنتوني علمي بحثونو کې تر مطالعې لاندې نیول کېږي.

ایټالوي فرانکو فورناري د ارواپوهنې اړوند په یو مبحث کې جګړه د داخلي کیفیت یا غوسې د اظهار وسیله ګڼلې. د فورناري له نظره جګړه هله پیلېږي کله چې انسان خپلو مقدساتو ته توهین یا د هغې مخالف واوري. هیګل بیا جګړه د مدني او سیاسي ټولنې ترمنځ د تضاد پایله ګڼي. د الهي نظریې پلویان هره هغه نښته یا جګړه مقدس عمل ګڼي چې د هغې له لارې د مقدساتو (دیني او مذهبي باورونو) ساتنه کېږي. نظامي ماهر او د «جګړې هنر» د کتاب لیکوال سن تزو په دې باور و چې پر ستونزو د غلبې وروستی او اخري حل جګړه ده، خو سن تزو بیا وسله او سلاح نامقدسه یا نامبارکه وسیله ګڼله.

عبدالسمیع واحدي

د جګړې په اړه د مشهور هالنډي ارواپوه (Joost Meerloo) وینا ده چې جګړه عموماً د زیاتې غوسې او ویرې په پایله کې رامنځته کېږي چې د پراخ تخریب او وژنو سبب ګرځي. د مارکس او انګلز له نظره جګړه د حاکمې طبقې له خوا ده چې د خپلو اقتصادي منابعو (پانګې) د پراختیا لپاره جنګونه پیلوي، او د دې شخړو اصلي زیانمن او مستقیم ښکېل خلک محکومه یا غریبه طبقه وي چې باید د ځان د خلاصون لپاره جګړه وکړي.

په مجموع کې فلسفي بحثونه په دې معقوله کې خلاصه کېږي چې وايي: «چې کله منطق تمام شي، جګړه پیلېږي». دا معقوله په دې دلالت کوي چې د عقلانیت او منطق کارول د جګړې د نه پېښېدو سبب ګرځي.

د جګړې لاملونه مختلف وي. جان جي سټوسنګر (John G. Stoessinger) په خپل مشهور کتاب Why Nations Go to War کې د جګړو درې لاملونه په ګوته کړي دي: اقتصاد، سیاسي واک (قدرت) او مذهب. د نوموړي له نظره، ځینې وخت د سیاسي یا دولتي مشرانو غلطې پالیسۍ یا ځان‌غوښتنه هم جګړه رامنځته کوي.

د بشري تاریخ په تکاملي سیر کې تر اوسه په بشپړ او کامل ډول د انسانانو ترمنځ د جګړې مخه نه ده نیول شوې. په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو دولتونو، ملتونو او ډلو ترمنځ سختې نښتې شوې دي او دغه لړۍ لا روانه ده. مګر هغه څه چې د تعامل وړ دي، دا دي چې بشر توانېدلی د جګړې د واقع کېدو په جریان کې ځینې نړیوال قوانین وضع او تعقیب کړي. په دې هکله د جینوا کنوانسیون، چې نږدې ۱۹۰ هېوادونو منلی، ډېر مهم قوانین عملي شوي، خو په ځینو نورو برخو کې بیا هم دا ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.

عمومي ډول جګړه په دوو طریقو ترسره کېږي:
۱. رواني او نرمه جګړه
۲. فزیکي او توده جګړه

رواني یا نرمه جګړه

نرمه جګړه چې په انګلیسي کې ورته Soft Warfare ویل کېږي، پر تبلیغاتي کمپاینونو ولاړه ده. په رواني جنګ یا د سیاسي علومو له رویه «رنګین انقلاب» کې ګرمي وژونکې وسلې نه کارول کېږي، بلکې په نرمه جګړه کې د خبر رسولو یا اطلاع‌رساني له ابزارو لکه بېلابېلو (تصویري، چاپي، غږیز، الکترونیکي) رسنیو څخه، یا هم د حقوقي اسنادو او نړیوالو تړونونو څخه کار اخیستل کېږي.

جان کالنیز توریسین، د امریکا د ملي جګړې د پوهنتون استاد، وايي: «د ملي امنیت د پرمختګ په موخه د نرمې جګړې جدي ډیزاین ډېر اړین او مؤثر عمل دی.» په وروستیو کې د اطلاع‌رسونې الکترونیکي برخه، په ځانګړي ډول ټولنیزې رسنۍ (سوشل مېډیا)، د عامه اذهانو په مدیریت کې فعال رول لوبولی. هغه هېوادونه چې په دې برخو کې پراخ لاسرسی لري، په خپلو هېوادونو کې یې عامه اذهان د ملي ګټو پر لور سوق کړي دي. د یوویشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې د منځني ختیځ اوښتونونه (رنګین انقلابونه) د ټولنیزو رسنیو له خوا مدیریت شول.

د الکترونیکي وسایلو په برخه کې سایبري جګړه هم د نرمې جګړې مهمه برخه ده. په سایبري جنګ کې ډېری وخت ولسونه، دولتونه یا نړیوال سازمانونه ښکېل وي او هڅه کېږي چې د مقابل لوري پر معلوماتي سیستمونو برید وشي.

د نړیوالو اسنادو یا تړونونو په چوکاټ کې تجارتي جګړه هم په نرمه جګړه کې شامله ده. سوداګریزه جګړه هغه وخت پېښېږي چې هېوادونه پر یو بل د تولیداتو نوې مالیه یا تعرفه ولګوي. همدا چې یو هېواد پرته له مخکیني توافقه د بل هېواد پر تولیداتو مالیه لوړه کړي یا نوې مالیه پرې ولګوي، سوداګریزه جګړه بلل کېږي او دا حالت سیاسي ترینګلتیا ته هم لاره پرانیزي.

د نرمې جګړې ښه بېلګه په شلمه پېړۍ کې د غرب د پانګوال نظامونو او د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو ترمنځ جګړه ده، چې ځینې مورخین یې سوړ جنګ ګڼي. خو دا باید هېر نه کړو چې نرمه جګړه په خپله په وروستۍ مرحله کې بېرته په توده جګړه بدلېږي، یا هم رواني جګړه د دې لپاره وي چې تودې جګړې ته لاره هواره او زمینه‌سازي وکړي. په حقیقت کې نرمه جګړه د تودې جګړې لپاره د تسریع کوونکي عامل په توګه کارول کېږي.

دین (په مثبت اړخ کې د مقدساتو ننګه، په منفي اړخ کې بنسټ‌پالنه او افراطیت)، مذهب (دیني فرقه‌ګرايي یا د مقدسو متونو څخه د هرې فرقې خپل برداشت، تعبیر او پرې ټینګار)، کلتور (د فرهنګي ارزښتونو ساتنه)، ملي‌ګرایي (ملي سمبولونه لکه بیرغ یا سرود ساتنه، قومیت ته دعوت) او سیاسي لیدلوری (د سیاسي مکتبونو دفاع) د رواني جګړې دالونه (Signifiers) ګڼل کېدای شي.

که څوک یو انسان په فزیکي ډول نه وژني، خو رواني امنیت یې ګډوډ کړي، یا په ټولنه کې د بشري خوندیتوب عناصر تأمین نه شي او د ټولنې له وګړو مدني او قانوني حقوق واخیستل شي، دا په حقیقت کې په خپل ذات کې نرمه جګړه ده چې پیل شوې ده او بالاخره د لږ وخت په تېرېدو سره په توده جګړه بدلېږي. البته د یوې ټولنې یا یو شخص د رواني امنیت د تأمین لپاره د بل شخص یا بلې ټولنې فزیکي او رواني امنیت مختل کول ظلم او استبداد دی.

فزیکي یا توده جګړه

توده جګړه د رواني جګړې بل پړاو (پرمختللې مرحله) ده. رواني جګړه د بشري قواوو د انسجام لپاره وي تر څو د ټولنې بېلابېل اقشار په فکري او عقیدوي لحاظ تود او فزیکي جنګ ته چمتو شي. دا چمتووالی هم د انساني منابعو په برخه کې وي، چې ځوانانو ته نظامي روزنه ورکول کېږي، او هم د تجهیزاتو، وسایطو او وسلو چمتو کول په بر کې نیسي.

په توده جګړه کې د ټولوژنو عصري او مدرنو وسلو کارونه د جګړې د ګټونکي او بایلونکي مسیر ټاکي. په توده جګړه کې ډېره هڅه دا وي چې د ټولوژنو اسلحو تولید او کارونه څنګه ترسره شي. پوځي عصري تجهیزات، وسایل او روزل شوی او باانګېزې پوځ د تودې جګړې مهم ابزار دي. ټولوژنې وسلې هغو وسلو ته ویل کېږي چې په کارولو یې لږ تر لږه تر سلو ډېرو انسانانو ته مرګ‌ژوبله واوړي.

د مدرنو وسلو د استعمال له پلوه توده جګړه په درې ډوله ده:

کیمیاوي جګړه:
کیمیاوي جګړه هغه جګړې ته ویل کېږي چې د مقابل لوري د ځپلو او له منځه وړلو لپاره پکې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل کېږي. کیمیاوي وسلې د وژونکو وسلو هغه ډول دي چې د کیمیاوي تعاملاتو او کیمیا پورې اړوندو ځانګړنو پر بنسټ کار کوي. کیمیاوي وسلې د ټولوژنو وسلو له ډلې ګڼل کېږي. په دې وسلو کې د کیمیاوي موادو له زهرجنو او وژونکو خواصو کار اخیستل کېږي. د دې وسلو بنسټیز اصل د چاودنې ځواک نه، بلکې د زهرجنتوب وسلیز توان دی. کیمیاوي ګازونه د انسان وژنې، د ژوندیو موجوداتو د عادي حالت د بدلون، د کښتونو د ویجاړۍ یا وچېدو، د څارویو د لوږې او بېلابېلو ناروغیو لامل کېدای شي.

بیولوژیکي جګړه:
هغه جګړه چې پکې د بیولوژیکي وسلو څخه کار اخیستل کېږي، بیولوژیکي جګړه بلل کېږي. هغه وسلې چې د بیولوژیکي ځانګړنو او تعاملاتو پر مټ کار کوي، بیولوژیکي وسلې ګڼل کېږي. دا وسلې د ټولوژنو وسلو له ډلې دي. په بیولوژیکي وسلو کې له وژونکو میکروبونو او ویروسونو کار اخیستل کېږي. دا وسلې کولای شي نېغ په نېغه اغېزه ولري، یا هم د اوږدمهال لپاره داسې اغېزې پرېږدي چې په لنډ مهال ورته د چا پام نه شي.

اتومي جګړه:
هغه جګړه چې د اتومي فزیک یا هستوي تعاملاتو پر مټ جوړې شوې وسلې پکې وکارول شي، هستوي جګړه بلل کېږي. هستوي وسلې هم د ټولوژنو وسلو له ډلې شمېرل کېږي. دا وسلې د دوو هستوي تعاملاتو (اتومي انشقاق او اتومي اتحاد) پر بنسټ کار کوي. هغه وسلې چې د اتومي انشقاق پر بنسټ کار کوي، اټومي وسلې بلل کېږي، او هغه چې د هستوي اتحاد پر بنسټ دي، د هایدروجني وسلو یا بمونو په نوم یادېږي.

د دغو وسلو د ویجاړۍ ځواک ډېر لوړ دی او لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه لري؛ له چټکې چاودنې نیولې تر اورلګېدنې او د وړانګو تر اوږدمهاله خپرېدو پورې. د هستوي وسلو تر ټولو خطرناک ډول یې هستوي بمونه دي، چې د سون توکي یې عموماً یورانیم یا پلوټونیم وي، په داسې حال کې چې د هایدروجني بمونو د سون توکي یوازې هایدروجن وي. یو کوچنی (زر کیلوګرامه) یا یو ټن وزني اتومي بم د یوه ښار د ویجاړولو لپاره بس دی. د یو ټن یورانیم انرژي د یو میلیون ټنو باروتو له انرژۍ سره برابره ده. نورې وړې اتومي وسلې هم شته چې د ټیټې کچې یورانیم کاروي. د اتومي وسلو کارونه په بشپړه توګه منع دي، خو بیا هم د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال امریکا پر جاپان اټومي بمونه وغورځول.

دا ټولې وسلې د تخریب او ورانۍ د کچې له مخې بیا هم په درې ډوله: خفیفې، ثقیلې او د ټولوژنې وسلو په ګروپونو وېشل کېږي.

د لویو نظامي ټکرونو او د ټولوژنو وسلو د استعمال ترڅنګ، اوس په نړۍ کې د تودې جګړې د اجرا بڼې هم مغلقې او پېچلې شوې دي. د نړۍ ستر ځواکمن هېوادونه په ډېری مواردو کې په مستقیم ډول په جګړه کې نه ښکېلېږي، بلکې په کمزورو هېوادونو او ملتونو کې نیابتي جګړې مخ ته وړي. په نیابتي جګړو کې صنعتي هېوادونه د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې خپلې نیابتي ډلې روزي، تمویلوي او جګړې ته یې هڅوي.

استخباراتي جګړه د تودې جګړې بله بڼه ده چې د لویو څارګریزو ادارو له خوا پر مخ وړل کېږي. په استخباراتي جګړه کې مغلق نظامي عملیات، دقیق اهداف او د مقابل لوري د مهمو غړو هدفي وژنې ترسره کېږي. د لوړ اقتصاد لرونکو هېوادونو لپاره نیابتي جګړه ځکه ګټوره ده چې د هغوی د ځواکونو انساني تلفات نږدې صفر وي. همدارنګه استخباراتي جګړې په لږ لګښت او کم مصرف د مقابل لوري اصلي هسته او کلیدي غړي له منځه وړي.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...