Homeادبجنګ تپل شوى / محمد نعمان دوست

جنګ تپل شوى / محمد نعمان دوست

څو ځلې يې ترې لاس راکش کړ. اخر ورته په قهر شو، د ګوتې په سر يې ورته له الکولو ډکه پاغونده ووهله او بيا يې يو نرۍ اومهينه څوکه والا شى له کاغذه راوويست.

هلک چې تبې يې رنګ زبيښلې و، د لابراتوار والا لاسونو ته کتل او چې څنګه يې تېره شي د ګوتې سر ته نږدې شو، نو سترګې يې پټې کړې او بيا له چخولو سره وران- وران شو.

د ګوتې له سره،غوټۍ-غوټۍ وينه را ووته، سلايډ يې پرې ککړ کړاو د مايکروسکوپ مخې ته يې کېښوده.

هلک د ګوتې په سر له الکولو ډک مالوچ ټينګ نيولى و او نتيجې ته منتظر و، خو زما فکر بله خوا لاړ.

ځان سره مې ويل، زموږ په خلکو جنګ تپل شوى، که نه په خپل زړه د ضروريت لپاره هم څوک وينې تويلو ته نه دي چمتو.

محمد نعمان دوست،١٣٩١ د غويي ٦مه

جلال اباد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...