جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهبې رنګه ســـترګې(لنډه کیسه) لیکواله: طوبي ساپۍ

بې رنګه ســـترګې(لنډه کیسه) لیکواله: طوبي ساپۍ

-هغه خدای او قرآن شرمولې ښځه چیرې ده. اوس دلته راپیدا نه شي.

– نه، دلته به څه بد کوي چې راځي به ؛بس دی چې پخپله د خدای په قهر اخته ده.موږ ته دې نيږدې نه راځي….

دا زما تر څنګ د دوه ولاړو ښځو تر منځ خبرې وې . زه په خپل کار بوخته ومه. بې له دېنه چې څيرې یې ووینمه د هغوی خبرې مې اورېدلې خونه پوهیدمه چې د چا په اړه خبرې کوي.

دا دوهمه ورځ وه چې د دې ولسوالۍ په شاوخوا کليو کې مو ښځو ته د تېتانوس واکسين کاوه. زموږ ډله له مرکز نه دې ولسوالۍ ته راغلې وه .

نن په دې کلي کې د نورو کليو په پرتله ډېرې ښځې واکسين کولو ته راټولې شوې وې. زه او ملګرې مې د کلي د لوی چنار سیوري ته ولاړې وو . په نوبت مو ښځو ته ستنې لګولې.

د غرمې لمر پر سر ولاړ و. ناڅاپه د ولاړو ښځو او ماشومانو شور پورته شو.هر چا همدا يوه خبره کوله :هله لرې شئ چې د خدای پاک عذاب راغی ….

زه حيرانه شومه چې دا خلک ولې داسې وايې .د خلکو شور ډېر شو . په دې وخت کې مې يوه ځوانه ښځه وليدله. د ښځو او ماشومانو په منځ کې زما خواته راتلله ، .تور کتان موښلی ټکری يې پر سر و . مخ يې په ټکري پوښلی و. يوازې سترګې يې ښکارېدلې. زه يې سترګو ته حيرانه شومه . ما کله هم داسې سترګې نه وې ليدلې. سر بېره پردې چې له ځايه غټې او ښکلې وې خو بې رنګه او پېکه ښکارېدلې. خپله ځلا يې له لاسه ورکړې وه . رنځورې وې او داسې مالومیدلې لکه د ژوند د هيلو ډيوه چې پکې مړه شوې وي.

ځوانه ښځه ماته نېږدې راغله . لايې څه نه و ويلي چې يوې بلې ښځې ټېل وهله . ورته يې وويلې:

_ځه مردارې ، زموږ له منځه لرې شه، کنه د خدای پاک هغه قهر چې پر تا ورېدلی پر موږ به هم وورېږي.

يوې بلې پنډې ښځې چې پر وچلي او زنه يې شنه خالونه لګیدلي وو ، له بلې خوا ورغږ کړل:

_ستا يې له واسکين ( واکسين ) سره څه . ته خو هسې هم شومه يې . له دې ژوند نه خو دې مرګ زر توله ښه دی….

زه چې د يوې شېبې لپاره وارخطا شوې ومه خپل فکر مې بېرته راټول کړ.په لوړ غږ مې وويلې :

_له هغې سره مو څه کار دی ؟ .هغه پرېږدئ چې واکسين وکړي!

څنګ ته مې يوه زړه ښځه ولاړه وه . راته يې وويلې:

_غلې شه چې د خدای په قهر به ککړه شې.

دا هماغه ښځه وه چې مخکې يې له يوې بلې ښځې سره د چا په اړه خبرې کولې….

په دې وخت کې يوه بله ښځه راغله . له عمره زړه وه خو د ځوانانو په شان یې ځان سینګارکړی و. سور بخمل کميس يې اغوستی و . شين شال يې پر سر و. د لمر په رڼا کې يې د پيکي سره ، شنه او ژيړ سيخکي له ورايه ځليدل . زما تر څنګ ولاړې ښځې په ټيټ غږ وويلې:

_ هغه ده د ملک صيب ښځه راغله . اوس به يې ايمان په لاس کې ورکړي.

د ملک ښځه د ځوانې ښځې په ليدو له غوسې سره او شنه واوښته . څو تنو ولاړو ښځو ته يې وويلې :

_ دا بدنامه کلا ته دننه کړئ او ورته ووايئ چې ملک صيب ويلي، که بل ځلې دا د کلي په منځ کې وليدل شوه نو په خپلو لاسونو به يې سنګساره کړي.

ـ زه حیرانه ولاړه ومه.

د ملک ښځې زما خواته وکتلې او راته يې وويلې :

_ دا ښځه نه ده تندر دی ، تندر چې څومره لرې لوېږي ښه وي.

ځوانې ښځې همداسې په مړاوو سترګو راته کتلې….نورو ښځو ټېل وهله . يوې زړې له مټي ونيوله ، کلا ته يې دننه کړه. د کلا لويه لرګينه دروازه يې ورپسې بنده کړه.

*****

موږ پرون شپه هم د ولسوالۍ په همدې کلنيک کې تیره کړې وه. د کلنيک امنيت تر نورو ځايونو ښه و.په دې شپه هوا ډیره توده وه . په کوټه کې باد نه چلیده. له لرې نه د سپيانو او شغالانو غږونه اورېدل کیدل . په کوټه کې د مياشو بنګس تر غوږو کېده .ماته خوب نه راته . اړخ په اړخ اوښتلمه. د هغې ځوانې ښځې بېرنګه سترګې مې سترګو ته نیغې ولاړې وې. سل پوښتنې مې ذهن ته راتللې چې خوب ته يې نه پرېښودلمه. ملګرې مې ويده ښکارېده. زه له خپل کټ نه راپورته شومه، د کړکۍ خواته لاړمه، نيمکښه وه . په يوه مخ مې پرانيستله . نری باد مې پرمخ ولګېده . خوند يې راکړ . ملګرې مې په اړخ راواوښتله، په خوبولي غږ يې وويلې :

_ څه بده ګرمي ده .

په ټيټ غږ مې ځواب ورکړ :

_هو، خو زما ورته پام نه دی .

زما د غږ له اورېدو سره يې سر پورته کړ:

_ جميلې څه خبره ده ته ولې کړکۍ ته ولاړه يې؟

_هسې خوب نه راځي.

_ ولې، ناروغه خو به نه یې؟

_ نه، هغه ښځه دې په ياد ده؟

_ کومه ښځه؟

_ هغه چې د کلي خلکو ويلې، د خدای پاک عذاب ورباندې ورېدلی.

_ هو خو په دا نيمه شپه هغه څنګه درياده شوه .

_څه فکر کوې هغوی ولې داسې ويلې.

_ زه څه پوهېږمه ، کومه ګناه به يې کړې وي.

_ خو د هغې په سترګو کې ګناه نه بل څه ښکارېدل .

_ له بل څه نه دې مطلب څه دی؟

_ نه پوهېږمه خو باور لرمه چې حتما داسې يو درد شته چې هغه ښکلې سترګې يې مړاوې کړې دي.

_ اوس دا ووايه چې ته خوب هم کوې که يوازې د هغو مړاوو سترګو قصيده وايې ؟

– هر رنګه چې کیږي زه به د هغو بې رنګه سترګو راز پيدا کومه.

********

سبا سهار وخته د خپل ټيم يو نارينه کارکوونکي سره د هغې ځوانې ښځې کورته ورغلوو.د زړې کلا د سترې لرګينې دروازې ځنځیر مو ورو وشرنګاوه . د دروازې له شا نه يوه زوړ سړی غږ وکړ:

_څوک يې ؟

ځان مو ور وپیژانده . دروازه يې خلاصه کړه . د کلا منځ کنډوالې ته ورته و. زوړ سړي د کلا دروازې ته نیږدې د يوې کوټې ور پرانيست، کوټه وړه وه . زاړه ،سپیره ګلیمونه پکې غوړېدلي وو.مخامخ پر دیوال یوه سپینه پرده ځړيدلې وه. په رنګه سونډو ورباندې ګلان ګنډل شوي و. هغه هم له موږ سره کښيناسته. له څېرې نه يې داسې ښکارېدل چې زموږ ناڅاپي راتلو ته چرتي دی. ما سم دلاسه د هغې ښځې په اړه پوښتنه وکړه. زوړ سړي يو ستړی اسوېلی واېسته او ويې ويل:

_ هغه زما لور شمايله ده. له واده وروسته يې خاوند ايران ته لاړ.څو کاله وروسته چې راغې معتاد و.خلک وایې هلته یې د پوډرو ستنې لګولې.څیره يې له دنيا اوښتې وه . څه موده پس شمايله سخته ناروغه شوه، دلته يې علاج و نه شو . ښارته يې بوتله . کله چې يې له ښاره راوستله نو خسرګڼۍ يې له کوره وشړله او دلته پلار کره يې را ولېږله.

په خبره کې ور ولوېدمه. په بیړه مې وویلې:

_ هغوی ولې داسې وکړل؟

_ خدای پوهیږي په ښار کې يې څه اوریدلي وو. دلته چې راغلل ویل یې ، شمایله د بدلمنو ښځو په ناروغۍ اخته شوې .

_ د بدلمنو ښځو ناروغي؟

_ هو ، ټول کليوال همدا وايې چې شمايله بدلمنه وه نو ځکه د خدای قهر ورباندې نازل شو او په هغې ناروغۍ اخته شوې چې بدکاره ښځې ورباندې اخته کېږي. خلک دا هم وايې چې دا ناروغي علاج نه لري .خو خدای شته چې زما لور بدلمنه نه ده.

له دې خبرې سره د بډا سړي سترګې له اوښکو ډکې شوې.

نا څاپه مې وره ته پام شو . د وره په درز کې شمايله راښکاره شوه . د دروازې شاته ولاړه وه . پېکه او رنځورې سترګې يې له اوښکو ډکې وې.کله چې يې زما ورپام کېدوته پام شو نو له وره لرې شوه.

د شمايلې پلار ته مې وويلې :

د هغې د معاينې کاغذونه درسره شته ؟ سړي د هو په نښه سر وښوراوه . پورته له تاخچې نه يې يوه پلاستيکي کڅوړه راښکته کړه، زما په مخ کې يې کېښوده، ماله کڅوړې نه د معایناتو نتایج راواېستل . همکارانو مې هم د کاغذونو په کتلو کې راسره مرسته کوله. پر يوه کاغذ د لابراتواري معاينې نتيجه ليکل شوې وه .ومې لوسته . حيرانه شومه.په تیټ غږ مې ووایلې: اه خدایه

. ملګرې مې په بيړه پوښتنه وکړه:

څه خبره ده؟

په ریږدیدلي غږ مې ځواب مې ورکړ:

_HIVيې مثبت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب