پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادباصطلاح او هنري ژبه / اسدالله غضنفر

اصطلاح او هنري ژبه / اسدالله غضنفر

که زه ولیکم چې پلانی په اصطلاح شاعر دی، خلک مې له خبرې دا معنا اخلي چې زه دغه سړی شاعر نه ګڼم او یا په بله ژبه زه دلته د (شاعر) کلمه په اصلي معنا نه استعمالوم. موږ د علمي اصطلاحاتو ترکیب هم لرو. یوه کلمه چې په یوه علم کې خاصه معنا ولري، د هغه علم اصطلاح ګڼل کېږي. سنت په لغت کې دود ته وایو خو په اسلامي پوهنو کې خپله بېله معنا لري. د کیمیا په اصطلاحاتو کې اوبه هغه مرکب ته وایي چې په یوه مالیکول کې یې دوه اتومه اکسیجن او یو اتوم هایدورجن شامل وي، مګر هغه څه چې موږ څښو او اوبه یې بولو، ممکن یوه اندازه کلورین پکې حل وي یا نور عناصر و مرکبات پکې وي چې د کیمیا علم یې بیا یوازې  اوبه نه بولي.

  د (علمي اصطلاح) او هغې کلمې تر منځ چې وروسته له ( په اصطلاح) څخه یې راوړو، مشترک ټکی دا دی چې کلمه مو په خاصه معنا او بله معنا استعمال کړه. که ووایو چې : لرګی مات شو. دلته (مات) په اصلي معنا راغلی دی؛ مګر په دې بله جمله کې راغلی (مات) چې له لغوي او مستقیمې معنا پرته، بله معنا ښندي ،اصطلاح بولو: پلانی مات سړی دی. دلته وایو چې (مات) پکې په اصطلاحي معنا راغلی دی.

  یو داسې عبارت چې د خپلو رغنده کلمو له مستقیمو معناوو بېله، مجازي او استعاري معنا لري اصطلاح  بللای شو. موږ وایو پلانی لور په لوټه تېروي. دلته د رغنده کلمو خپلې مستقیمې او لغوي معناوې نورې دي خو دغه کلمې په شریکه، په مجازي او غیرمستقیمه ژبه، د پلمې کولو معنا ښندي.

 غیرمستقیمې، ضمني او مجازي معناوې په استعاره کې هم وي، مګر استعاره ځکه اصطلاح نه بولو چې هغه د شاعر خپله اختراع ده او ټولنه له کلمې هغه معنا نه اخلي چې شاعر په شعر کې راوړې ده. شاعر معشوقه سروه بولي، خو خلک دا کلمه په دې معنا نه استعمالوي؛ خلک یوازې یو ډول ونې ته سروه وایي.

اصطلاح د عادي ژبې برخه ده او د ژبې د نورو عادي کلمو غوندې د هغې د معنا په اړه په ټولنه کې اتفاق لازم دی. د کیمیا د پوهانو ټولنه د اوبو د معنا په اړه توافق سره لري؛ پښتني ټولنه په دې اتفاق کړی دی چې له (سپین سترګۍ ) څخه د سترګو له سپین والي بېخي بېله بله معنا واخلي، خو په دې باندې ټولنې اتفاق نه دی کړی چې سروه به دنګې معشوقې ته وایي. یو بل شاعر ممکن د دنګې معشوقې لپاره د (چنار) کلمه راوړي او  (سروه) هغه څوک وبولي چې د زمانې سړې تودې ورباندې اثر ونه لري.

څرنګه چې هنري ژبه تصویري، مجازي او غیرمستقیم بیان ته مایله ده، نو شاعر او د هنرٍي نثر لیکوال ممکن تر نورو لیکونکو د اصطلاحاتو راوړلو ته ډېراهمیت ورکړي.زموږ ځينې لیکوال د اصطلاحاتو د راوړلو په خاطر ستایل شوي دي خو موږ داسې لیکوال هم لرو چې اصطلاحاتو یې نثر او هنر ته صدمه رسولې ده.

 اصطلاح،متل او بل هر توکی که یوازې  په دې نیت نثر یا شعر ته ورداخلېږي چې ښایسته دی او د لیکنې ښایست به ورسره زیات شي، دا تېروتنه ده. یوه کلمه یا عبارت صرف هغه وخت د لیکنې ښایست زیاتوي چې  د مقصد په رسولو کې تر مترادفو کلمو یا عبارتونو ښه برخه واخلي او د آهنګ او معنا په لحاظ د کلام له نورو اجزاوو سره لا ښه تناسب ولري.

 حمزه شینواری فرمایي:

 نن چې مې ډېر په زړه اورېږې د اختر مخه ده

 زړه ته د تېرو خاطراتو د لښکر مخه ده

 په اختر او خوشحالیو کې د یار او دوست یادول د ادبیاتو یو نسبتا عام موتیف دی خو همدا تکراري مفهوم دلته خوند راکوي او د خوند لویه وجه یې په بیت کې راغلې اصطلاح ده. (په زړه اورېدل) باران رایادوي، باران په ځمکه او په لویه ساحه کې اوري او  یوه پرانیستې ساحه مو سترګو ته دروي. باران پسرلی او د ګلونو د غوړېدو موسم رایادولای شي. د ګلونو او پسرلي ورځې د اختر غوندې زړه غوښتونکي وختونه دي. باران رحمت دی. د لښکر غړي د زیاتوالي په وجه د باران له څاڅکو سره تشبیه کولای شو. په ( اورېږې )کې د ( رې ) توری شته چې د بیت په نورو کلمو کې تکرارېږي او د کلام موسیقي پیاوړې کوي. باران اوښکې رایادولای  شي چې د بېلتانه په وخت کې له سترګو تویېږي.

که د دې اصطلاح په ځای شاعر ویلي وای:

    دا نن چې ډېر ډېر رایادېږې د اختر مخه ده

یا: نن چې مې ډېر په زړه کې ګرځې د اختر مخه ده

د بیت ښکلا به خورا کمه شوې وه. ( په زړه کې تېرېدل) یا ( په زړه کې ګرځېدل ) هم اصطلاحات دي، خو د دې بیت ښکلا ورسره نه زیاتېږي، ځکه هغه نور تناسبات چې په دې بیت کې یې  په زړه اورېدل یې لري، نه لري.

په لنډیو کې اورو:

په زړه مې ته پلمې مې نورې

کلي کې ګرځم ماشومان کرارومه

دلته له زړه څخه د بکس غوندې یو ظرف جوړ شوی دی. هغه شی چې په بکس کې ساتو، نور یې نه ویني او د یو راز غوندې ساتل کېږي. د اشنا یاد هم دلته یو راز دی چې معشوقه یې د پټ ساتلو لپاره د ماشومانو کرارول پلمه کوي.

که (په زړه) اصطلاح بې (کې) تصور کړو، داسې تصویر مو سترګو ته درېږي چې یو شی د بل شي له پاسه ایښی دی. هغه څه چې په بل شي یې ږدو ، ممکن تر لاندني شي وړه کی وي. د لوی او کوچیني رابطه د لنډۍ  په دویمه جمله کې په بل ډول یاده شوې ده. له دې درکه هم راغلې اصطلاح د لنډۍ د توکونو تر منځ تناسبات پیاوړي کړي دي.

دا لنډۍ که داسې پیل شوې وای چې: مقصد مې ته پلمې مې نورې؛ نو مطلب به همدا اوسنی مطلب و مګر د تصویر او تناسب په لحاظ به مو تاوان کړی و.

 د حمزه شینواري په دې بیت کې د (سرټیټېدلو) اصطلاح د بیت له نورو توکونو سره د تناسب په خاطر د بیت ښکلا زیاته کړې ده:

ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

اصطلاح او هغه کلمه چې مجازي او غیرمستقیمه معنا ښندي، زموږ سترګو ته انځور دروي. که د شاعر مقصد له دغه انځور سره سمون وخوري، کامیابي ده او کنه صرف دې ته زړه ښه کول چې شاعر اصطلاح راوړې ده، په هنري لحاظ اهمیت نه لري. ځينې کسان  کله کله د یو چا په تعریف کې  وایي چې په خپل شعر یا نثر کې یې  ولسي اصطلاحات خوندي کړي دي. په دغه ډول تعریف کې ابهام موجود دی. که منظور ورڅخه دا وي چې د قاموس لیکونکي او لغت ټولونکي کار یې اسانه کړی دی، خبره یې سمه ده؛ خو که د لیکوال یا شاعر دا اقدام د کلام ښایست ګڼي، خبره یې صرف هغه وخت سمه بللای شو چې دغه اصطلاحات د کلام له نورو اجزاوو سره د نویو تناسباتو سبب شوي وي.

په شعرونو کې د اصطلاحاتو د هنري اغیز مطالعه یو جالب بحث دی. زموږ ځینو لیکوالو او محققانو د یو شمېر دیوانونو او ټولګو اصطلاحات را ایستلي دي خو د هغو د هنري اغیز په اړه لا مطالعه نه ده شوې. البته، دا بحث هم سم نه دی سپړل شوی چې اصطلاح باید څه ته ووایو او څنګه یې تعریف کړو؟ ایا د انګریزي ایډیم ته اصطلاح ووایو، محاوره ووایو او که یې د ځينو لیکوالو غوندې ګړنه وبولو؟ ایا په محاوره او اصطلاح کې فرق وکړو او اصطلاح یوازې د علمي هغو لپاره وکاروو او د خلکو د ژبې اصطلاحات ، محاورې وبولو؟ پروفیسر قلندر مومند مرحوم به ویل چې محاوره د خلکو په ژبه کې وي او اصطلاحات د علم له څانګو سره تعلق لري. ډاکتر زیار په خپل کتاب ( د خوشال ادبي پښتو) کې (ګړنې) ته په لیندۍ کې یو ځای ( محاوره) او بل ځای ( Idiom) لیکلي دي. ما په دې مقاله کې د اکثرو نورو لیکوالو غوندې د ایډیم لپاره د اصطلاح کلمه غوره وبلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب