جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهشاهین: پاکستان دې د پلمو پر ځای خپل کورني امنیت ته پام...

شاهین: پاکستان دې د پلمو پر ځای خپل کورني امنیت ته پام وکړي

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰ مه) په دوحه کې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په اسلام اباد کې د افغانستان د مرستیال سفیر د احضارېدو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان دې د پلمو پر ځای خپل کورني امنیت ته پام واړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سرطان ۲۷ مه)  په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت مرستیال احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د دغه وزارت په وینا یې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي اډې برید وکړ.

شاهین زیاته کړه چې د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره ده او نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې زیانمنې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټینګار وکړ، افغانستان د دغه هېواد او سیمې د ثبات په لټه کې دی. د هر هیواد داخلي امنیت د هغه هیواد په حکومت پورې اړه لري او باید د پلمو پر ځای خپل داخلي امنیت ته توجه وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د دولت وسله والو مخالفانو د دوشنبې په ورځ په بنو کې د پوځ پر یوې اډې برید وکړ چې د یوه ملېشه په شمول یې لږترلږه اته پاکستاني پوځیان ووژل.

 د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی دی.

 پاکستان ادعا کوي چې له افغانستان څخه دغه ډله په پاکستان کې دننه وسله وال فعالیتونه کوي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې پټکه کړې چې د دې برید غچ به په افغانستان کې له خپلو وسله والو مخالفانو واخلي.

د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې پر له پسې رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

1 COMMENT

  1. څا ګیندونکی خپله څا کې دی!
    پاکستان څا ته لویدلی دی کې شک نشته شاهین باید ددې پیچلی کړکیچ یوشمېر سیاسی مهم اړخونه راسپړلی وای چې دهغه له سویې داکار لوړ دی داکورنۍ خبره ځکه نه ده دپاکستان پوځ غواړی چې دکړکیچ خام ابزار په سیمه کې په ځانګړې توګه دپښتنو په سیمه کې :
    ۱- دپښتنو ازادیخواهانو په وړاندی
    ۲- د بی ټی پی په وړاندی
    خو دا اموخته خور باید له نړۍ په یوه نوم پیسې واخلی خو دلته دوه اساسی حنجالونه شتون لری:
    ټولې چینی پروژې دامنیت په نوم په ټپه ولاړې دی چین پیسې غواړی.
    امر خپلې ټاکنې لری او اقتصادی کړکیچ روان دی
    دپاکستان راتلونکی خطر په هیڅ ډول ستراتیژی کې افغان طالبان نه شی جبران کولای شاهین دمړې ګېډې فارسی وایی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب