یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد روسیې سفیر: کابل سره مو اړیکې په پراخیدو او زموږ پر...

د روسیې سفیر: کابل سره مو اړیکې په پراخیدو او زموږ پر ملي ګټو ولاړې دي

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰مه) په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف وایي چې کابل کې د طالبانو واکمن رژیم سره یې د هېواد اړیکې او تعامل په پراخیدو دي.

نوموړي د روسیې په کوربه توب بېلابېلو کنفرانسونو ته د یو شمېر طالب وزیرانو د سفرونو یادونه کړې او دا یې هم ویلي، چې د هېواد له تور لېست څخه یې د طالبانو ډلې د نوم لیرې کولو چارې دوام لري.

د روسي سفیر په وینا، طالبان د سیمې د یوه هېواد د ترهګرو په نوملړ کې نه دي شامل، له دې امله دوی هم له خپل یاد شوي نوملړ څخه د هغوی د نوم ایسته کولو پلان لري.

د ژیرنوف په خبره، له طالبانو سره یې د هېواد تعامل او اړیکې د دوی پر ملي ګټو ولاړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې یو شمېر پوځي چارواکي وخت په وخت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه دوی ته د امنیتي ګواښونو د پېښیدو ادعاوې لري، خو طالب چارواکو د روسیې په ګډون هر هېواد ته د داسې ګواښونو د پېښیدو خبرې رد کړې دي.

روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی او کابل کې یې پر خپل سفارت له یوه ځانمرګي برید او څو دیپلوماتانو له وژل کېدو سره- سره چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی، خپل سفارت خلاص ساتلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب