یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+افغانستان په تیره نیمه پیړۍ کې؛ یوه بیا کتنه | هاشم مهمند

افغانستان په تیره نیمه پیړۍ کې؛ یوه بیا کتنه | هاشم مهمند

   (دوهمه برخه)

په لومړۍ برخه کې مو پر افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنېدو له پیله د طالبانو تر لومړي ځل واکمنۍ پورې جریانات او هغه ستونزې وڅېړلې چې د دې ډلو له واکمنېدو وروسته افغانستان ورسره مخامخ شو. دا هم د دې بحث دوهمه او وروستۍ برخه:

د طالبانو لویه ستونزه له نړیوالو سره د دې ډلې فکري او ایدیولوژیکې اړیکې وې چې دوی د القاعده شبکی او د هغه د مشر اوسامه بن لاډن سره، همدا شان د ځینو نورو سخت دریځو اسلام پالو ډلو سره پالل. پر امریکا د القاعده شبکې د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپټمبر د یوولسمی تر ترورستی حملي وروسته د امریکا، د ناټو د غړو او نورو غرب پلوه هیوادونو په لس هاوو زرو پوځیانو پر افغانستان برید وکړ، افغانستان بیا د بهرنیانو لخوا اشغال او ملي حاکمیت یې تر پښو لاندی شو. دا هم په معاصر تاریخ کې د افغانستان د بدبختیو یو نوۍ پړاو وو. امریکایانو چې د عملیاتو مشري کوله، لومړۍ یې د طالبانو لومړني واکمنۍ ته د پای ټکۍ کښیښود او وروسته یې اعلان وکړ چې د دې عملیاتو هدف په افغانستان کې د القاعده ډلی او نورو سخت دریځو ډلو له منځه وړل دي چې د امریکا او د

هاشم مهمند

هغه د متحدینو ملی امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي. خو د عملیاتو زیاته برخه په خاصه توګه په کندهار، هلمند او روزګان کې د پښتنو پر سیمو متمرکزه وه. حتې د خلکو د ودونو او جنازو پر مراسمو حملی وشوي. د دې حملو په نتیجه کې چې کلونه یې دوام وموند په لس هاوو زره بیګناه افغانان شهیدان او کورونه یې ویجاړ شول.

 په سیاسی لحاظ امریکایانو له پیل څخه د پخواني پاچا اعلحضرت محمد ظاهر شاه د سولې د پلان څخه چې د اولس د لوی اکثریت غوښتنه وه مخنیوی وکړ او پر ځای یې د امریکا د جمهوری نظام او اساسی قانون څخه په الهام داسی یو نظام زموږ پر هیواد حاکم کړ چې د جنګ ځپلي افغانستان د شرایطو سره په هیڅ توګه سازګار نه وو. علاوه پر دې دا تش په نامه جمهوریت د اولس نماینده ګي نشوای کولای. د کابینې ټول کلیدی پوسټونه لکه دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او ډیر نور، همدا شان د جمهور ریس مرستیالان او ټول مهم سفارتونه د جمیعت اسلامی پلویانو، خاصه توګه پنجشیریانو ته سپارل شوي وه. په دولت کې د پښتنو ونډه ډیره کمه وه چې په هیڅ حسابیده. په ظاهره یو ځوان او بې تجربی حامد کرزی د جمهور ریس په توګه ټاکل شوی وو، او هغه ته هم وظیفه ورکړل شوې وه چې د پنجشیر د شورای نظار د هر غړی دستور ته اطاعت وکړی. په دې دوره کي یوه لویه جرګه او دوه د جمهوری ریاست د پاره انتخاباته ترسره شول چې هر یو په خپل وار یوه فاجعه او د جمهوری نظام او دیموکراسۍ د پاره یو د شرم او خجالته ډک عمل وو. په روانی لحاظ دغه  دوره د ډیرو په وطن مینو هیواد والو د پاره د روحې شکنجې او عذاب دوره وه.

د ډاکټر اشرف غنی د واکمنی په دوره کې په دولت کې د قومونو پر ونډو له سره غور و شو خو له ستونزو سره مخامخ شو. یو تعداد پښتانه چې اشرف غنی د خپل ټیم په نامه معرفی کړل، نه یواځی مسلکی او د تجربې خاوندان نه وه بلکه هغوی هم له بده مرغه په فساد کي ککړ خلک وه. په هر حال د اشرف غنی د واکمنۍ کلونه زیادتره د ده د قدرت د رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله سره په جنجال کې تیر شوه. تر ټولو د شرم او خجالته ډکه پیښه هغه وخت وو چې د جمهوری انتخاباتو وروسته دواړو ځانونه بریالی وبلل او دواړو د وفادارۍ لوړې مراسم پرخای کړل.

خو اشرف غنی بیا هم په خپل د جنجاله ډکه دوره کې وتوانید چې په هیواد کې ځینی د بیا رغونې پروژې  پلي کړي. چې په دې جمله کې د دارلامان ماڼۍ، د کمال خان د اوبو بند، د هرات د سلما بند او یو لړ نورې تعمیراتی او زراعتی پروژی کټې اخستنې ته وسپارل شول.

د امریکا او ناټو هیوادونو له خوا د افغانستان تر اشغال وروسته بعضې افغانانو هیله درلوده چې امریکا او متحدین به یې لږ تر لږه په وران افغانستان کې د ملت جوړونې او اقتصادی بیا رغونې په برخه کې ځینی بنسټیزې پروژي پلی کړی. خلک هیله مند وه چې  امریکایان او پلویان به یې د افغانستان د زراعت، صنعت، صحت، حمل نقل او نورو برخو په رغولو کې چې ټول د جګړو او د دوی د بمباریو په نتیجه کې زیانمن شوی وه، مرسته وکړي، خو دوی  په دې برخه کې هیچ کوم پلان نه درلود.

امریکایانو د خپلو زرهاو ځواکونو او وسایطو د تجهیزاو اکمالاتو د پاره هر کال میلیارډونه ډالره خرڅول چې یو د پام وړ برخه یې د افغانی قراردادیانو لاس ته رسیده. همدا شان امریکایانود اوږدې مودې د پاره د افغانستان د دولتی مامورینو او د اردو د صاخب منصبانو معاشونه هم ورکول او د خپل په اصطلاح تفرقه به انداز و حکومت کن سیاست د پاره یې هر کال په میلیونونو ډالره د افغانی تنطیمونو او ډلو ته منځ یې ویشتل. په دې توګه بعضی کسان حقیقتاً لوی میلیونران شول. هرچا هڅه کوله د امریکایانو څخه د تیلو یا نورو موادو قرارداد لاس ته راوړي او بیا هغه قرار داد په بل چا په لوړه بیه خرڅ کړی. په دې توګه پراخ مالي او اداري  فساد زموږ  په ټولنه کې ریښې و ځغلولی ، چې دا هم د غربیانود سیاست یو هدف وو. هر هکله چې په یوه ټولنه کې فساد ریښې و ځغلوی او د پیسو او مادیاتو ترلاسه کول د خلکو د ورځنی ژوند یواخنۍ انګیزه او نصب العین وګرځی، هغه ټولنه خپل اخلاقی او معنوی ارزشتونه له لاسه ورکوی. حقیقتاً چې د افغانستان په سیاسی ژوند کې فعاله مشرانو او کشرانو ټولو د پیسو په خاطر خپل اسلامی، اخلاقی او ملی ارزشتونه هیرګړل او دپیسو غلامان شول.

خو د امریکا اوغرب د اشغال په شل کلنه دوره کې ، ددوی د ډیر پیاوړي او مجهز پوځ او پراخ مالی امکاناتو سربیره بیا هم پر دوي په افغانستان کې هره ورځ د افغانانو لخوا بریدونه کیدل او په لسهاو خلک وژل کیدل . افغانانو یو وار بیا ثابته کړه چې افغانستان حقیقتاً د یرغلګرو هدیره ده او ددې هیواد اشغال ددوی د پاره ډیر ګران او ستونزمن دی . امریکاییان په دې هم و پوهیدل چې په واک کې شریکې افغاني ډلې د افغانستان د اولس نماینده ګې نه کوی او باید  ددې معضلې د حل د پاره د طالبانو سره  خبرې وشي.

په ۲۰۲۰م کال کې امریکایانو په قطر کې د طالبانو د استازو سره پټې خبرې پیل کړې چې ۱۸ میاشتې یې دوام  وکړ. د دې خبرو د محتوی ځینې برخې تر آخرې ورځې پټې پاتې شوې او فکرکیږي چې ځینې برخې یې اوس هم پټې پاته دي. افغان دولت او تنظیمی ډلو فکر کاوه چې په نوي دولت کې یعنی د طالبانو په حضور کې به دوی ته هم برخه ورکړل شی خو کله چې د ۲۰۲۱ م ګال د آګست میاشت په ۱۵ طالب ځواکونه د کابل ښار دروازو ته ورسیدل، د اسلامی جمهوریت جمهور ریس، مرستیالان یې، د دفاع او د ګورنیو چارو د وزیرانو په ګډون د کابینې تقریباً ټوله غړي، د تنطیمونو مشران او ددوی په لویو مالی، اداری او ځینې په اخلاقی فسادونو کې ککړ والیان او پلویان، د لنډه غرو مشران او ډیر نور، بهرنی هیوادونو ته وتښتیدل.

دا د شرم یو تاریخی ورخ وه ځکه زموږ د هیواد په تاریخ کې په یوه ورځ د دومره لوی شمیرچارواکو د تښتیدو او فرار مثال نه درلود. همدا شان دا په افغانستان کې د امریکایی او نړیوالو ځواکونو د پاره  هم یوه ډیره ترخه او د توهینه ډکه ورځ وه.

په دې تیره نیمه پیړۍ کې هرې ډلې چې قدرت ته ورسیده ، زموږ پر اولس هغه څه وکړل چې د هیواد په تاریخ کې یې ساری نه وو لیدل شوی. کمونستانو غیر لدی چې د شوروی اتحاد اردو یې د هیواد د اشغال د پاره افغانستان ته را وبلله چې نتیجه کې د افغانستان ملی حاکمیت له لاسه ورکړ، زموږ په زرهاو بیګناه تعلیم یافته وطنوال په ډیره بیرحمۍ شکنجه او د پلحرخي په پولیګون کې شهیدان کړه ، یا یې ژوندی له هلیکپترونو وغورځول او یا  یې ژوندی تر خاورو لاندې کړل. دا جنایات د هیواد په تاریخ کې بې ساری وه.

د جهادی تنظیمونو په راتګ سره په ټول هیواد کې قومندان سالاری حاکمه شوه. په دې دوره کې هیواد په حقیقت کې د تجزیه کیدو سره مخامخ وو. د هر تنظیم قومندانانو په هر ولایت کې هغه چور او تالان جوړ کړ چې د هیواد په تاریخ کې یې ساری نه وو لیدل شوی . دې ډلو چې د جنایت کارو بانډونو په توګه عمل کاوه او په لسهاوو زره  هیواد وال یې شهیدان او کورونه یې چور کړل. ددې ډلو د وحشت او بربریت پیښې نسبت نورو ځایو ته په کابل کې ډیرې وې. یواځی د جمیعت اسلامی او د سیاف ډلې د ګدې جګړې په نتیجه کې چې د کابل د افشارپه سیمه کې د هزاره وړونو پر ضد وشول، ۷۰ زره هیوادوال  ووژل شول. هزاره وړونو ددې ډلو پر ضد د رقص مرده ، پر سر د میخ د ټکولو او د انسانانو د سرونو د پری کولو او د میرمنو د تیو یا سینو د پرې کولو په هولناکه جنایتونو لاس پوری کړ.

د اسلامی ډلو یو له بل سره د دا ډول له وحشت او بربریت څخه ډک سلوک هم زموږ په ټول تاریخ کې بی سابقې وو .دغه د بی رحمۍ ډک سلوک، همدا شان د چور او تالان سره ددوی زیاته علاقه و ښودله چې دغې ډلې نه اسلام او اسلامی اصولو ته پابند دي او نه هم د هیواد، ملی ګټو او د اولس په غم کې دي.

د ۲۰۲۱ م میلادی کال د اګسټ میاشتې په ۱۵ مې د طالبانو اسلامی تحریک بیا پر خوږ افغانستان واکمن شول. خو نه د پخوا په شان د یو خشن، بی فرهنګه او سرزوري ډلې په توګه. طالبانو د  لمړی ګام په توګه خپلو ټولو مخالفینو ته عمومي عفوه اعلان کړه. وروسته یې په ټول هیواد کې د پخواني زورواکو او خلکو څخه وسلې  ټولې کړې چې دا کار د سولې په ټینګیدو کې یو ډیر موثر ګام وو.

طالبانو همدا شان د خلکو ځمکې او کورونه  او ددولت ملکیتونه چې د زورواکو لخوا غصب شوي وه بیرته خپلو اصلی مالکانو ته و ګرخول او د اداری او مالی فسادونو ریښې یې د امکان تر سرحده وچې کړې .ټولو ته معلومه ده چې د طالبانو حکومت  د نړۍ هیڅ هیواد په رسیمت نه دې پیژندل او د نړیوالو  د اقتصادی او مالی مرستو څخه محرومه دی، امریکا برعلاوه د افغانستان بانک د اسعارو د ذخیرې اوونیم میلیارډه ډالر کنګل کړيٍ دي، خو بیا هم  طالبان توانیدلی دی د داخلی محدودو منابعو په مټ د یو لړ مهمو پروژو کارونه پرمخ بوزي لکه د هیواد په شمال کې د قوش تیپې کانال، د سالنګ د بیا رغونی پروژه، د کابل – کندهار د لویې لارې بیا رغونه، په کابل او ولایاتو کې د اوبو د بندونو او بیا رغونې په لسهاوو پروژې. د طالبانو  له دې کارونو څخه ټول اولس خوشحاله دی او ستاینه یې کوی. خو هغه څخه چې د اولس اکثریت یې نه مني د ښځو سره د طالبانو تبعیضي چلند دی. طالبانو تر ښپږم ټولګي وروسته انجونو ته د تعلیم د دوام حق نه ورکوی. د انجونو پرمخ د پوهنتونونو دروا زې تړلي دی او ښخې د کور دباندې د کار کولو حق نه لری.

نن په نړۍ کې ۵۳ هیوادونه وجود لری چې د وکړو اکثریت یې مسلمانان دی، خو په هیڅ یو ددې هیوادونو کي د ښځو په مقابل کې د اسلام په نام دا ډول چلند نه دی غوره شوی. افغانستان خلک، او د اسلامی نړۍ جیدو علماو هم دغه چلند غیراسلامی بللۍ دی.

په قرآن پاک کې ښځې او نارینه دواړه د علم په زده کړي مکلف بلل شوی دی. په قرآن شریف کې هغه انسان غوره بلل شوی چې تقوی ولری. یعنی دلته د ښځې او نارینه د فرق ذکر ندی شوی. همدا شان په قرآن شریف کې الله تعالې فرمایی تاسو علم زده کړی چې ما وپیژنئ. نوطالبان باید وپوهیږي چې افغانان هم ټول ښه او متعهده مسلمانان دي او هم په اخلاقی لحاظ ډیر با ناموسه خلک دي. دا فکر چې یو افغان د ښخي په لیدلو خپل کنټرول له لاسه ورکوی، یوه بې اساسه خبره ده.

د تیرو پنځوسو کلنو د پیښو په بهیر کې مو ولیدل چې ښکیل ډلو د هیواد د ملی ګټو په چوکات کې د سولې، د هیواد د آبادی او ښیرازۍ او قتصادی پرمختک په برخه کې هیڅ ډول پروګرام او برنامه نه درلوده او هرې ډلې هڅه کوله د دولتی قدرت څخه د خپلې ډلی د پیاوړي کیدو د پاره استفاده وکړي او په نتیجه کې د هیواد  منابع یواځی د ځان په انحصارکې راولی. دغه ډلې د بهرنیو قدرتونو له ملاټر څخه برخورداره وه او ټولو د هیواد او اولس په سرنوشت کې تر وروستۍ سرحده منفی او تخریبی رولونه و لوبول.

ددغه ملی ضد تخریبی رولونو یو نتیجه کې په تیرو لسیزو کې په کابل او ولایاتو کې د ځوانانو داسې ډلې منځ ته راغلې چې په عمومي توګه د افغانی ټولني ټول منل شوی ملی اساسات ردوی. دوی د افغانستان نوم، ملی هویت، تاریخی افتخارات، ملی شخصیتونه، ملی بیرغ  خلاصه هرڅه ردوی. دوی د پښتو ژبې او پښتنو څخه کرکه څرګنډوي او ځانونه نور افغان نه بولی. دوی ځانونه خوراسانیان بولی او خراسان (یعنی افغانستان) هم د تاریخی ایران یوه برخه بولي. یو شمیر یې لکه لطیف پدرام د افغان د نوم سره د حساسیت په خاطر ځانونه افغانستانی معرفي کوی.

په هر حال د تیرو پنځوسو کلنو کي د دوامدار بحران په نتیجه کې زموږ د هیواد د اقلیتونو او قومونو تر منځ په اړیکو او مناسباتوکې د پام وړ ستونزې منځ ته راغلی چې حکومت باید د یوې دقیقې ملی برنامې په چوکاټ کې د حل لار ور ته و مومی.

په تیره نیمه پیړی کي افغانان د بیګانه ایدیولوژګانو قربانی شو. نور باید افغانان هوښیار شي او د نړیوالو اړیکو په پیچلي بهیر کې چې هر هیواد د خپلوګټو په لټه کې دی، خپل دوست او دښمن و پیژني ، خپلي ملی ګټې په دقیقه توګه تعریف کړي او د هغه په ړنا کې خپلی اړیکې پر مخ بوزي.  پای

افغانستان په تیره نیمه پیړۍ کې؛ یوه بیا کتنه | هاشم مهمند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب