یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+افغانستان په تیره نیمه پیړۍ کې؛ یوه بیا کتنه | هاشم مهمند

افغانستان په تیره نیمه پیړۍ کې؛ یوه بیا کتنه | هاشم مهمند

(لومړی برخه )

د افغانستان جغرافیه تل د تاریخ په بیلابیلو دورو کې د خپل ستراتیژیک موقعیت او اهمیت له کبله د لویو قدرتونو او یرغلګرو فاتحانو د تجاوز او تیریو هدف وو. له سکندر نه رانیولې د ایرانی فاتحانو او د عربو د لښکرو بیا د چنګیزخان تر وحشیانه تیریو پورې، بیا د انګریزانو او شوروي اتحاد او وروسته د امرییکایانو تر یرغل وروسته دا هیواد هیڅکله هم د دوامداره امن او سولې څخه نه وو برخمن. د افغانستان په معاصر تاریخ کې یواځې د اعلحضرت ظاهر شاه د پاچاهۍ ۴۰ کلنه دوره د سولې او امن دوره وه.

خو په تیرو پنځوسو کلونو کې، په خاصه توګه د شهید داوود خان تر جمهوری نظام وروسته، دا د وطن او اولس سره د افغاني ګوندونو، سیاسي ډلو ټپلو او د اسلامی تنظیمونو د مشرانو خیانتونه او جفاګانې وې چې د خپلو شومو اهدافو د پاره يې افغانستان د بیلا بیلو سیمه ییزو او جهانی قدرتونو د لاس وهنو، بریدونو او یرغلونو په ډګر تبدیل کړ. دې قدرتونو په دې موده کې زموږ شاوخوا درې څلور میلیونه وطنوال ووژل او د هیواد هر څه مو ویجاړ شول. همداشان افغانان د یو نامعلوم برخلیک او د اوږدې مودې د پاره د سولې او پرمختګ له نعمت څخه محروم شول.

 سیمه ییزو او جهانی قدرتونو هر یوه له ډیر پخوا پر افغانستان د خپلې سلطې او قبضې د پاره پلانونه او نقشې طرحه کړی وې او د خپلو روزلو ګوډ ګیانو له لارې، یوه یې زموږ په هیواد کې د اجتماعی عادلانه او بی طبقو نظام د جوړولو په پلمه او بل جهانی قدرت بیا په افغانستان کې د آزادی او دیموکراسۍ نظام د پلی کولو په پلمه او نورو بیا د ګاونډی او سیمه ییزو هیوادونو په تحریک او ملاتړ د سوچه اسلامی نظام د تینګیدو په بهانه هر یو په خپل نوبت زموږ د هیواد په ورانولو او د اولس په ځپلو کې له هیڅ ډول خشونته او جنایته مخ و نه ګرځاوه.

لومړی د ۱۹۷۸م کال د اپریل د میاشتې د کودتا په نتیجه کې شوروی پلوه د خلق دیموکراتیک ګوند خلقی ډله قدرت ته ورسیدله. د خلقیانو اکثریت غړي وطني خلګ او د ولایاتو اوسیدونکی وه.

د وروسته پاتو هیوادونو په هغو ګوندی سازمانونو کې چې د یوې خاصې ایدیولوژۍ پر بڼسټ منځ ته راغلې وي، ګوند ته د غړو انتخاب د لیاقت، تجربې، وطنپالنې او کفایت پر اساس نه بلکه د ګوند مشر ته  د بشپړې وفاداری او د ګوند اهدافو ته د تعهد له مخي صورت مومي. دا وجه وه چې د افغانستان د دیموکراتیک ګوند هرغړي یواځې د خپلې کورنی او نژدې دوستانو د کورنیو کم سنه او کم تعلیمه ځوانان ګوند ته جلب کړي وه چې نه د سیاسی شعور خاوندان وه، نه د ګوندي فعالیت او مسوولیت په اصولو خبر وه او نه یې د ګوند ایدیولوژي پیژندله. دوی ته یو څو شعاره ښودل شوي وو لکه کورغواړو کالي غواړو ډوډی غواړو، موږ له انسان څخه د انسان د استثمار پر ضد یو او د طبقاتي مبارزې پلویان یو. همدا شان دوی خپلو مشرانو ته د خپلې وفادارۍ د څرګندولو د پاره ډیر مبالغه آمیزه القاب استعمالول لکه نورمحمد تره کي ته د شرق د نابغه لقب یا حفیظ الله تامین ته د وفادار شاګرد لقب.

په حقیقت کې د خلکو د دیموکراتیک ګوند په دواړو ډلو کې د ایدلوژیک سواد کچه ډیره ټیټه وه. په وروستیو کې د دې ګوند یو پخوانی لوړپوړي چارواکی په یوه مقاله کې لیکلې دي چې حتی د ګوند ځینو مشرانو یې ځینې مارکسیستي ایدیولوژیک متنونه د کابلیانو په اصطلاح (پخکوغ) یعنی په یاد کړي وه بې له دې چې د متن حقیقي مفهوم یې درک کړی وي او نه پوهیدل چې هغه د فیودالي او قبایلي افغانسان په شرایطو کې څنګه تطبیق کړي.

په هر حال، د خلقیانو له کودتا سره سم  شوروي اتحاد خپل په سلهاو او ښایي زرهاو مشاورین  د خلقی حکومت سره په  سیاسی، نظامی او اقتصادی برخو کې د مرستې د پاره افغانستان ته ولیږل. خلقیانو او پرچمیانو دواړو د شوروی اتحاد پرکمونسټانو، ددوی پرپوهې او تجربو ترحد زیات باوردرلود، خو روسانو هر څه د یو دقیق پلان او پروګرام له مخی پر مخ وړل او هدف یې داوو چې د هیواد د ټولو

چارو کنټرول په خپل لاس کې و نیسي او د هیواد پر سرنوشت ځان حاکم کړي، او همداسې هم وشول.

 د روسي مشاورینو لومړی کار په افغانستان  کې د شوروی د کې جی بي پر ماډل د استخباراتو د سازمان  جوړول وو چې اګسا نومیده او وروسته یې نوم خاد ته تغیر و موند. روسان په دې پوهیدل چې حفیظ الله امین ډیراحساساتی سلحشور او جنګی سړی دی او دده  دپاره د اګسا په شان خونړی سازمان جوړول د روسانو د هدفونو د تامین غوره لاره وه. روسان له اول سره د حفیظ الله امین اوخلقیانو په هکله بدګمانه وه او غوښتل یې قدرت په تدریجي ډول د خلقیانو سیالې ډلې یعنی پرچم ډلې  ته وسپاري.

د انګریزي ژبې متل دی An elephant in a China shop  یعنې فیل د چینی فروشۍ په دکان کې. د تره کی او حفیظ الله آمین د واکمنۍ په ۱۸ میاشتنی  دوره کې کم سنه، بی شعوره او د دنیا بیخیرو خلقیانو په زرهاو بیګناه وطنوال چې اکثره یې د هیواد نامتو سیاتوال، استادان، د اردو جنرالان، ددولت مامورین، روشنفکران، محصلین او نورچې د دوی په فکر د دوی د کودټایي رژیم مخالف وه د امین په امر په ډیره بیرحمۍ په قتل و رسول او په زرهاو نور یې شکنجه او توهین او زندانونه یې په ډک کړل. وروسته امین خپل په اصطلاح  استاد نورمحمد تره کی هم وواژه.

د روسانو پلان دا وو چې افغانان به د خلقیانو د دې ډول وحشیانه زورزیاتیو څخه دومره په تنګ شی چې وروسته به افغانستان ته د روسي ځواکونو داخلیدو ته د زړه له کومې ښه راغلاست ووایي.

بلاخره د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر په۲۷ ورځ روسی ځواکونه د هوا او د مځکې له لاری افغاستان ته ننوتل د حفیظ الله امین یې حکومت یې نسکوره او پر ځای یې خپل وفاداره جاسوس ببرک کارمل د قدرت په ګدی کښیناوه. دا د افغانستان په معاصر تاریخ کی یوه بله توره ورځ وه . په دې ورځ افغانستان په بشپړه توګه خپل ملی استقلال او ملی حاکمیت له لاسه ورکړ او د شوروی اتحاد د ځواکونو لخوا اشغال شو.  شوروی اتحاد دغه  هدف ته د رسیدو د پاره په کلونو کلونو انتظار ویستلی وو. د ببرک کارمل او د پرچمیانو قدرت ته رسول په افغانستان کې د شوروی اتحاد د اوږدې مودې د پلان یو بل پړاو وو.

د افغانستان په چارو کې د شوروی اتحاد لاس وهنی د تیر میلادی پیړۍ شپېتمه لسیزه کې زور واخیست. ۱۹۶۳ م کال کې اعلحضرت محمد ظاهر شاه د هیواد نوی اساسی قانون توشیح کړ. په نوی اساسی قانون کې ځینې سیاسی آزادګانې تضمین شوي وې.

 تر دې مخکی د افغانستان د اردو یو شمیر صاحب منصبان چې د تحصیل د پاره شوروی اتحاد ته استول شوی وه د  شوروی اتحاد په جاسوسی سازمانونو کې  جذب شوی وه چې د هغو په مرسته په افغانستان کې د جنګاښ/ سرطان د ۲۶ مې او د ثور/ غویې د اوومې کودتا ګانې ترسره شوې.

یو افغان لیکوال اکبر خوشبین په خپله مقاله کې چې په افغان جرمن آنلاین وب سایت  کې خپره شوی ده لیکلې دي چې د سرطان ۲۶ د کوډتا وروسته د پرچم  ډلې یو شمیرغړي او صاحب منصبان  د مرحوم داوود خان د جمهوریت په کابینې کې په مهمو پوسټونو وګومارل شول . وروسته  پرچمیانو ادعا وکړه چې اولس ته د جمهور ریس داوود خان لمړی خطابه هم ددوی له خوا لیکلی شوې وه.

د همدغه لیکوال په باور داوود خان د لوړ ملی احساس خاوند وو او فکر یې نه کاوه چې د افغان اردو یو افسر، که په یو خارجی هیواد کې روزل شوی هم وي ، بیګانه هیواد ته وفاداره پاته شي یا د بل هیواد  جاسوسۍ ته غاړه  کښیږدي. د ده همدغه خوش باوري په هیواد کې د لویې فاجعې باعث و ګرځید.

لږ مخکی اشاره وشوه چې د ثور د کودتا په نتیجه کې د خلق د دیموکراتیک ګوند د ځلق ډلې قدرت ونیو او لږ وروسته یې د پرچم مشران بهرنیو هیوادونو ته د سفیرانو په توګه ولیږل. په دې کار کې بیله شکه د شورویانو لاس وو. روسانو تشویس درلود چې ښایي حفیظ الله امین د پرچم مهم مشران له منځّ یوسي.

په حقیقت کې دا دواړې ډلې شوروي اتحاد ته بشپړ وفاداره وې او په خپل منځ کې یې هیڅ ډول ایدیولوژیک اختلاف نه درلود. د پرچم اکثره غړی د کابل او د هیواد د لویو ښارونو اوسیدونکی وه په داسې حال کې چې د خلقیانو اکثره غړي د ولایاتو او لیرې پرتو سیمو اوسیدونکی وه. لهذا ددې دوو ډلو غړو ترمنځ یوه اندازه کلتوری فرق وجود درڷود. خو د پرچمیانو په منځ کې  یوه ځانکړې ډله وه  چې نه  یې غوښتل نور په افغانستان کې حاکمیت د پښتنو په لاس کې وي.

 هغه وخت دا یو منل شوی حقیقت و چې هرکله به یو څوک د شوروی مشرانو لخوا د یوهیواد د رهبر په توګه و منل شو، هغه  کس به د ژوند تر پایه په هغه مقام کې پاته کیده. کارمل او د ده پلویان هم ډاډه وه چې قدرت ته د رسیدو سره به نور د افغانستان سرنوشت او ټول واک د تل د پاره د دوی په لاس کې وي. د کارملستانو دغه ډله چې مشري یې محمود بریالي، مزدک ، کاویانی او ځینې نورو کوله د حکومت او  ګوند په حساسو ادارو لکه د ګوند د ځوانانو سازمان، د امنیت ، دفاع، بهرنی چارو او نورو وزارتونو کې ځای پر ځای شول.  دوی د بهرنیو چارو په وزارت کي د ګوند د بهرنیو اړیکو د کمیسیون په نامه یوه اداره جوړه کړه چې مشری یې د کارمل ورور محمود بریالی کوله. د دې کمیسیون له لارې د بهرنیو چارو د وزارت پر ټولو چارو او فعالیتونو نظارت کیدی. د مثال په توګه یوه ډله غیر پښتانه  چې په فرانسه او جرمنی کې یې لوړې زده کړې وې د دې وزارت په مهمو پوستونو کې په کار وګومارل شول چې وروسته ټول سفیران شول. دا کسان  په شاهی دوره که د دولت د عالیرتبه مامورینو یا لویو تاجرانو زامن وه چې په مارکسیستي ایدیولوژۍ یې چندانې سر نه وو خلاص، خو مهمه دا وه چې دوی پښتانه نه وه.

د  پښتنو ضد احساسات د اعلحضرت ظاهرشاه د سلطنت په وخت کي په مخفیانه او پټه توګه دلته او هلته څرګنډیدل. حتی د دولت د لوړپوړو چارواکو منځ کې داسې کسان وه چې د پښتو او پښتنو پر ضد یې د ځوانانو تر منځ پټ  تبلیغات کول، خو هغه وخت چا دغه تبلیغات جدی نه نیول. دغه کسان اکثراّ په پوهنتون، د اطلاعاتو او کلتور په وزارت، د ورځپاڼو په ادارو او نورو دو لتی ادارو کې فعال وه. خو د دموکراسۍ  په لسیزه کي د سیاسی ګوندونو او ډلو په فعاله کیدوسره دغه شان ملی ضد تبلیغات هم زیات  او هم علنی شول . په دولت کې ځینو پیژندل شوو څیرو لکه غفور روان فرهادی ، فرهنګ او ځینې نور،  په دې ملی ضد تبلیغاتو کې فعال وه ،(فرهادی او فرهنګ د ببرک ګارمل د واکمنۍ په کلنو کې په سیاسی او قتصادی چارو کې دده مشاورین وه) علت یې د دیموکراسۍ په لسیزه کې د بهرنیو هیوادونو په خاصه توګه د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنو ډیریدل وو. په همدې لسیزه کې طاهر بدخشی چې د خلق د دیموکراتیک ګونډ غړی و د ستم ملی د ډلې د جوړیدو اعلان وکړ. د شعله جاوید په ډله او وروسته  د جمعیت اسلامی په ګوند کې په ښکاره  توګه د افغانستان د ملی او تاریخی هویت پر ضد او حتی د هیواد د تجزیې او د تاجګستان بزرګ د جوړیدو شعارونه  پورته شول. په ټولو دغه فعالیتونو کې په ځانګړي توګه د پاکستان، ایران او روسیې لاسونه وه خو عاملین یې خپله افغانان وه او دی.

ببرک کارمل هغسې چې په ګوند کي یې د روسانو په مرسته خپل رقیب لکه میراکبر خیبرله منځه یو وړ، د خپلې واکمنی په کلونو کې د خپلو پلویانو (کارملستانو) په مرسته د دولت په ټولو حساسو ادارو کې خپل معمتد کسان ځای په ځای کړل. ده ځان د اوږدې مدې واکمنۍ د پاره چمتو کړی وو. کارمل پوهیدی چې یواځی  شوروی اتحاد ته  د سجدې او تسلیمۍ له لاری دئ خپلو اهدافو ته رسیدلی شي، همدا وجه وه ده شوروی اتحاد خپله قبله ګرځولې وه  اوتل یې خپلو پلویانو ته یادونه کوله چې  (معیار وطن پرستی عشق و فاداری به اتحاد شوریست.)

ببرک کارمل ډیر لفاظ او متظاهر انسان وو . دده د معلوماتو او تقلید مرجع د ایران د تودې ګوند وو او           په پټو سترګو یې د شوروی اتحاد د ایدیولوژۍ، سیاستونو او اعمالو ځخه پیروی کوله.

افغان لیکوال صبورالله سیاه سنګ چې د میراکبر خیبر د قتل په اړه یې غوره څیړنیز اثر لیکلی دی،          د ببرک کارمل په هکله لیکی چې مبارز شخصیت غبار د ببرک کارمل ملی ضد ماهیت پیژندلی وو او همدا وجه وه چې د خلق او پرچم د ډلي سره یې د همکاری څخه ډډه کوله.

لیکوال ډاکتراکرم عثمان لیکی، ببرک کارمل د الکولي مشروباتو په چښلو کې افراط کاوه او زیاته وی چې ده ځان ته په خپله په ډیره لوړه سترګه کتل، خو ده د خپلې  واکمنی په کلونو کې د وطن او اولس په ګټه داسې کوم  کار نه دی کړی چې د یادونې وړ وي.

بل لیکوال اکبر خوشبین لیکی چې ببرک کارمل هغه وخت چې د اولسی جرګې غړی وو په شورا کي د طمطراقه ډکې احساساتی ویناوې کولی. هغه وخت دا ډول ویناوې د افغانانو د پاره نوی اوجالبې وې ، خو وروسته څرګنډه شوه چې دا ویناوی ټولې د ایران د حزب توده د نشراتو څخه کاپی شوې وې.

بالاخره روسان هم د ببرک د رژیم د بی کفایتۍ او تشو شعارونو څخه په تنګ شول او واک یې ډاکټر نجیب ته و سپاره. نجیب  ډیموکراتیک ګوند ته د سلیمان لایق او میراکبرخیبر لخوا جذب شوی وو. دی د  ببرک  کارمل د واکمنی په موده کي د خاد رییس وو او د استخباراتو په اداره کي یې د یو ډیر ظالم، سفاک او بې رحمه کس په نامه شهرت درلود.

اساساً ډاکټرنجیب الله  په مسکو کې د کې جی بی د مشر لی اندروپوف چې وروسته د شوروی اتحاد مشر شو له ملاتړ او حمایت څخه برخورداره وو . کله چې میخاییل ګورباچوف  د شوروی اتحاد د کمونست ګوند عمومی منشی شو، د خپل هیواد په سیاسی نظام کی د اصلاحاتو تر څنګ یې د سړې جګړې او په افغانستان کې د شوروی اتحاد د جګړې د پای ته رسولو  اعلان هم وکړ.

  د ګورباچوف د همدي پړیکړې له مخی شوروی ځواکونه له افغانستان خپل ووتل او د افغانستان ملی حاکمیت او نظامی چاری په تدریجی توګه بیرته افغانانو ته وسپارل شوې. نجیب هم د ګوند نوم د وطن کوند نوم ته واړاوه،  د خلکو په ورځنی ژوند کې یې د استخباراتو یعنی خاد د مداخلاتو منع اعلان کړه او هڅه یې وکړه د افغانستان لانجه د مجاهدینو د ډلو سره د خبرو اترو له لارې حل کړی. خو په دې کار کې بریالي نشو.

د نجیب  واکمني د لومړي سر څخه، د نورو ستونزه تر څنګ، په ګوند کې د کارمل د پلویانو د سخت مخالفت سره مخامخ وو. کارملستانو نه غوښتل چې بیا یو پښتون د دولت او ګوند په راس کې وي او په همدې خاطر یې د احمدشاه مسعود دډلې په همکاری د ډاکټرنجیب پر ضد کودټا وکړه او قدرت یې احمد شاه مسعود ته وسپاره.

روسانو احمد شاه مسعود ته پر شوروی ځواکونو د حملو نه کولو د پروټوکولونو د امضا په بدل کې هغه ته د لوی تاجکستان د جوړولو په کار کې د هر ډول مرستې وعده ورکړې وه.

وروسته لدی چې ډاکټر نجیب په کابل کې د ملکرو ملتونو په نمایندګۍ کې پناهنده شو، د مجاهدینو ډلې د  افغانستان پر سرنوشت واکمن شول. په دې سره د افغان اولس د  دیدنیو یو نوی پړاو پیل شو چې تفصیل يې هر افغان ته معلوم دی.

د ربانی او مسعود د واکمنۍ په څلور کلنه دوره کي د کابل په افشار او نورو سیمو  شاوخوا  ۷۰ زره  عام اوسیدونکی ووژل شول او د کابل ۷۰ په سلو کې ودانۍ د نورو جهادی ډلوسره په جګړو کې تخریب شول.  په دې د وحشته ډکو ۴ کلنونو کې په ټول افغانستان کې په صحی ، فرهنګی یا د معارف او بیارغونۍ په برخو کي هر ډول کار او فعالیت په ټپه ولاړ وو او د افغانستان ملی شتمنۍ په بی ساری توګه چوریدل.

  زه د افغان شمنیو د چور او تالان یوه نمونه د مشت نمونه ُ خروار په توګه وړاندې ګوم. د ۱۹۹۲ م کال د جولای  میاشتې په اوومه په اسلام آباد کې د جمهور ریس ښاغلی برهان الدین او د پاکستان د لوی درستیز جنرال وحید تر منځ د افغانستان د ملی اردو د انحلال او له منځه تلو په هکله یو رسمی پروتوکول لاس لیک شو. د دې رسمی پروتوکول د کود شمیره ده:

14000 / PO  PLHC – 222/ – ooo4 58  14000/PO

دا سند د آمریکایی ژورنالست مارک جیمز د کتاب څخه  چې ژیړه طلا نومیږي اخیستل شوی چې ښاغلی نورآقا ولیزاده په دری ژبې ژباړلې او افغان لیکوال او تاریخ پوه اکادمیسین سیستانی په خپله وروستۍ مقاله کې کود کړیده. پروتوکول لس مادې لری چې  زه یې د څو مهمو مادو لنډیز دلته وراڼدې کوم

ددې پرتوکول په دریمه ماده کې راغلی دي:

ـ  ټول هغه آسکاټ میزایلونه چې د شوروی لخوا د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت اردو ته ورکړسوي دې، باید د پاکستان اسلامی جمهوریت ته وسپارل شی ترڅو د پاکستان پرخاورې استعمال نه شي.

ـ د پروتوګول څلورمه ماده وایی: ټولې هغه فعالی او غیرفعالی جت الوتکې او ترانسپورتي فعال او غیر فعال هلیکوپترونه چې شوروی اتحاد د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت اردو ته ورکړي دی باید د  پاکستان اسلامی جمهوریت ته وسپارل شي.

ـ د پروتوکول په پنځه ماده کې راغلي، د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت باید ټول هغه فعال او غیر فعال زرهداره وسایط، ټانکونه، زره پوشونه او ثقیله حربی عراده جات چې شوروی اتحاد افغان اردو ته ورکړی دي، د پاکستان اردو ته تسلیم کړی.

ـ افغانستان د اسلامی حکومت د اردو په نوي تشکیل کې د افغانستان د پاره باید د پاکستان د نظامی مشاورینو رول په نظر کي ونیول شی.

ـ  د پاکستان د اردو عالی رتبه صاحب منصبان هر وخت اوپه هر زمان کې ددې اجازه لری بې له کوم ممانعته د افغانستان د اسلامی اردود د لوړپوړو افسرانو په ټاکلو کې حپل رول و لوبوی او دا د خپلوصلاحیتونو یوه برخه بولی.

(لوستونکی کولاې شی د دې پروټوکول پشپړ متن یا د ښاغلی مارک جیمز په کتاب ژیړه طلا کې یاد اکادیمسین سیستانی په مقاله کې چې عنوان یې [پاسخ ضروري په توهین لطیف پدرام ] دی او د آفغان جرمن آنلاین د وبسایت په آرشیف کې ده ولولي.)

ربانی همدا شان  د خپلې واکمنی په پیل کې روسیې ته سفروکړ اوپرافغانستان د شوروی اتحاد د یرغل جنکی غرامات چې تقریبا ۸۰ میلیارده ډالره  تخمین کیده روسیې ته و بخښل.

ربانی او مسعود د خپلې واکمنۍ په څلور کلنه دوره کې نه يواځې د افغانستان مجهزه ملی اردو د پاکستان په دستور ړنګه کړه اوزیات شمیرپرمختللی وسلې په خاصه توګه سکات راکټونه یې پاکستان تسلیم کړل، بلکه د نورو تنظیمونو سره په جګړه  کې یې کابل په کنډواله بدله او په لسهاو زره بې ګناه وطنوال یې شهیدان کړل.

د ربانی او احمدشاه مسعود د واکمنۍ څلور کاله دوره په افغانستان کي د لوی چور او تالان او د افغانستان د ملی پانګو او شتمنیو د غلا او د وطن د بشپړ ورانیدو د پیل مرحله وه.

ربانی دافغانستان د مرکزی بانک او نورو خصوصی بانکونو، په خارج کې د افغانستان د سفارتونو بانکی حسابونه، د افغانستان سره د بهرنی هیوادونو اسعاری کومکونه ،د ملی موزیم تاریخی او نادره مجسمی او تابلوګانی او ډیر نور لوټ کړل. ربانې همدا شان د آریانا هوایي شرکت دی ده ۱۰ الوتکه په ایران خرڅه کړه. د دې غلاوو او چور لست اوږد دی.

احمدشاه مسعود او د هغه د کورنۍ د غړو او  وړونو، د نږدې همکارانو لکه مارشال فهیم، قانونی، عبدالله، بسم الله خان، عطا نور او په لسهاو یا سلهاوو نورو د غارت او غلاوو په هکله دومره ویلای شو چې د دوی د نن ورځې  د سرمایو اندازه ډیرو میلیاردو  ډالرو ته رسیږي. همدا وجه ده چې دی  دورې ته د دوهمې سقاوۍ لقب ورکړل شوی دی.

باید زیاته شی چې د چوراو چپاول په دې دوران کې د نورو تنظیمونو د مشرانو او د نفوذ د خاوندانو لاس او رول  هم ډیر پراخ وو. د ربانی او مسعود د واکمنۍ په کلنو کې د افغانستان په هر ښار او هر ولایت کې د قدرت جزیرې  منځ ته راغلې وې، هره سیمه د یو جنګ سالار او ټوپکمار په لاس کې وه او په ټول هیواد کې د خلکو د سراو مال امنیت له منځه تللی وو.

د هیواد په دغه ویجاړ حالت کې یوه نوی اسلام پاله سخت دریځه ډله د طالبانو په نامه را څرګنډه شوه.

طالبان د خپلی لومړۍ واکمنۍ په سر کې و توانیدل د افغانستان ۹۰ په سلو کې سیمې تر خپل واک لاندی راولی او په دې سیمو کې د قدرت جزیرې، انارشي او جنګ سالاری ختمه کړي.

خو لکه د هرې ډلې په شان طالبان هم خپلې ستونزې لري. طالبان د نورو اسلام پالو جهادی تنظیمونو په  شان په لوی فساد او چور کې نه وه ښکیل، خو د دوی ځانګړی دیوبندی تعبیراو تفسیرد اسلامی شریعت څخه هغه څه دي چې د اولس اکثریت یې نه خوښوی، مخصوصاً ددوی سلوک او چلند د ښځو سره. په طالبي نظام کې ښخه نه د زده کړو حق لری او نه د کور دباندې د کار. ښخي باید د بشپړ حجاب مراعات وکړی او حتې د ښخو د بوټ د ټکه هاری ږغ باید د غیر محرم سړي غوږ ته و نه رسیږی. دا نو د سخت دریځۍ انتها ده. اکثره افغانان د طالبانو دا سلوک ارتجاعی ، متحجر او د اسلامی اصولو خلاف باله. (نور د لیکنې په دوهمه برخه کې)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب