دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهټرمپ وايي، د ده په دوره کې په افغانستان کې یو امریکايي...

ټرمپ وايي، د ده په دوره کې په افغانستان کې یو امریکايي پوځي ونه وژل شو

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د امریکا پخوانی ولسمشر او د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید دونالد ټرمپ وايي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو څرنګوالی د شرم وړ وباله او ویې ویل چې امریکايي پوځیانو له پلان سره سم ونه وتل.

هغه له افغانستانه د وتلو په پروسه کې د مرګوني حملې پر مهال د ۱۳ امریکايي عسکرو د وژل کېدو او ۴۵ نورو د ټپي کېدو یادونه وکړه.

ټرمپ همداراز ادعا وکړه چې د ده په دوره کې په افغانستان کې پر امریکايي عسکرو یو برید هم نه وو شوی.

ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ، که طالبانو خپله ژمنه پوره کړې نه وای ده به له افغانستانه ځواکونه نه و ایستلي.

ډونلډ ټرمپ، چې د جمهوریپال ګوند د ملي کنوانسیون په څلورمه ورځ وینا کوله، زیاته کړه: «ما د طالبانو له مشر سره خبرې وکړې او هغه ماته “ستا جلالتماب” وویل.»

دا کنوانسیون د ویسکانسن ایالت د میلواکي په ښار کې و آو ټرمپ پکې ۹۲ دقیقې وړینا وکړه چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشرۍ کوم بل کاندید دومره اوږدې خبرې نه وې کړي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «ما د طالبانو مشر ته اخطار ورکړ چې که تاسو یو امریکایی ووژنئ، موږ به مو داسې ووژنو چې په تاریخ کې مو نه وي لیدلي.»

ښاغلي ټرمپ په عین حال کې وویل، «طالبانو په ۱۸ میاشتو کې زموږ پر عسکرو د برید جرأت ونه کړ.»

ډونلډ ټرمپ زیاته کړه چې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د ۸۵ میلیارد ډالرو وسلې پرېښودې چې طالبان یې پلوري.

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل، چې امریکا نه یوازې دا وسلې بلکې د بګرام هوايي اډه هم پرېښ،ده چې د ده په وینا اوس د چین له خوا کارول کېږي.

ټرمپ ادعا وکړه چې کولای شي اوسنۍ جګړې په یوه ټیلیفون بندې کړي.

ټرمپ ویلي چې د اوکراین جګړه به په څو ساعتونو کې پای ته ورسوي.

1 COMMENT

  1. شاید ټرامپ به تر یوه بریده د کمپاین له پاره داسې ویناوې کوي. خو دا هم له یاده نه شو ایستلای چې یو ځلې یې په لوګر کې د یوه عسکر د وژلو له امله له طالبانو سره خبرې وځنډولي. او د خبرو ځنډیدل طالبان وارخطا کړي هم وو. هر وخت به یې له ځینو نړیوالو بنسټونو څخه د خبرو د بیرته پیل کیدو غوښتنه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب