ولي الله ملکزی
د حساب په قانون کې چې له دوو څخه یو منفي شي نو یو پاتې کیږي، مګر په مینې کې چې دوو څخه یو جلا شي هغه بل هم له منځه ځي. د نړۍ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه یې سنیان دي او پاتې ۱۱ سلنه یې شیعه ګان. دوئ ټول، څوک په پاخه او څوک په کچه کاڼي نه یوازې د رسول الله (ص) له کورنۍ او یارانو سره بې بریده مینه لري؛ بلکې هغه د خپل ایمان برخه ګڼي او د دې ژورې عاطفې په لرلو سره د ډاډ احساس کوي.
زه (ملکزی) که د حسین بن علي رضي الله عنهما په مهال ژوندی وای، نو ما به د یزید په ځای له حسین سره بیعت کړی وو. خو دا مهال چې د ووټ پېټۍ د بیعت ځای نیولی، نو په جار سره وایم که هغوئ دواړه نن ژوندي وای، ما به خپله رایه د حسین په صندوقچې کې اچولې وه. ځکه مظلوم حسین له ظالم یزید څخه ډیر غوره او د خلافت مستحق وو. ټولیز باور دا دی چې د علي بن ابي طالب (رض) مقام له معاویه بن سفیان (رض) څخه ډیر لوړ دی. فاطمة الزهراء د خپل پلار نازولې او ګڼلې لور وه او مور یې، خدیجة الکُبری له هِند بِنت عُتبة سره هیڅکله د پرتلې وړ نه ده.
په عین حال کې، د تاریخ پاڼې وايي چې له حسین سره دا افراطي مینه نیمګړې او یو اړخیزه غوندې ښکاري. د مسلمانانو د غوڅ اکثریت انګیرنه دا ده چې د عمر، عثمان، علي او حمزه مقامونه، شهادتونه او قربانۍ په شعوري ډول نادیده ګڼل شویدي. ښايي وجه یې دا وي چې موږ ته په سُني تاریخ کې یوازې سرې وینې، عسکرې فتحې، غلامان، وینزې، غنیمتونه، د تورو ځلا او د نیزو بریښنا را نقل شویده. په داسې حال کې چې د پیغمبر (ص) دوهم خلیفه، عمر فاروق د فارس، روم او مصر فاتح یو مجوسي د غدر په خنجر شهید کړی، مګر ډیر لږ خلک یې له شهادته خبر دي او هیڅ څوک ورته امام نه وايي. دریم خلیفه او د قرانکریم راټولونکې، عثمان بن عفان چې د حضرت پیغمبر د دوو لوڼو میړه دی؛ ټوله هستي او جایداد یې د پیغمبر صیب په قدمونو کې کیښود او په ۸۲ کلنۍ کې په ډیرې بې دردۍ سره د خپل کور دننه ووژل شو، لاکن محدود خلک یې د شهادت ورځ پيژني.
د خیبر فاتح، د حضرت پیغمبر د کاکا زوی، زوم او خلیفه، علي بن ابي طالب خوارجو قتل کړ، اصلي قبر یې لاهم مجهول دی، ولی یو وړکې اقلیت یې د شهادت ورځ نمانځي او ډیر ترې ناخبره دي. حمزه بن عبدالمطلب د رسول الله سکنې کاکا، همزولی او د ښي لاس ملګری وو چې په احد کې شهید شو. سینه یې وڅیرل شوه او زړه یې په دومره وحشت سره غوڅ غوڅ شو چې د نن داعش یې پارسنګی هم نه دی، خو د بهادرۍ یادونه یې په خروار کې چیټاکۍ هم نه ده؟ د حسین خپل مشر ورور، حسن (رض) خپلې میرمنې په زهرو ووژلو، بیا هم متانت او شهامت یې چندان نه یادیږي. خو کله چې د مظلومیت، شهادت او رشادت خبره کیږی نو یوازې حسین، زینب، جعفر، عباس او د کربلاء نازولي نومونه زمزمه کیږي؛ وجه یې دا ده چې د کربلاء او عاشورا مؤرخین ډیر ځیرکه او د وخت په نبض آګاه خلک وو.
له معتبرو تاریخي حوالو څخه جوتیږی چې په کربلاء کې د حسین بن علي، د هغه د کورنۍ او د ملګرو رښتیني قاتلین په عراق کې د یزید والي، عُبيدالله بِن زِياد او د صِفِین په جګړې کې د امیر معاویه خِلاف د علي بن ابي طالب خپل قومندان، شِمْر بن ذي الجَوشَن دی. البته دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې یزید په دې جرم کې برابر شریک نه دی. همدا یزید وو چې ابن زِیاد ته یې د خپلې واکمنۍ په ضد د هر ډول بغاوت د ټکولو او ریز مریز کولو چورلټ واک ورکړی وو. د همدې یزید لښکرې وې چې په ۶۳ هجري کال کې یې مدینې منورې ته نژدې د (الحَرَّة) په جګړې کې هغه په سلګونو اصحاب او تابعین ووژل چې د نوموړي له بیعت څخه منکر وو.
د پنځمې هجري پیړۍ مشهور مؤرخ، عبد القاهر البغدادي په خپل کتاب (الفَرقْ بَينَ الفِرَقْ) کې لیکي: «حسین بن علي ته د کوفي خلکو چې په کنجوستوب او خیانت سره مشهور دي، بلنه ورکړه چې له مدینې څخه هلته ورشي. په مدینې منورې کې غټو اصحابو او د حسین نژدې خپلوانو مشوره ورکړه چې د کوفې په خلکو اعتبار مه کوه؛ هغوئ ستا له پلار (علي) سره خیانت کړی له تا سره به هیڅکله وفا ونه کړي. خو هغه تصمیم نیولې وو چې د دې خبرداري او مشورې سره سره هلته لاړ شي».
اوس دا د حق او باطل جګړه وه؛ که د واک او زعامت په سر شخړه؛ یا د وراثت او ملوکیت مقابله؟ په دې اړه په سلګونو کتابونه او په زرګونو مقالې لیکل شوی او هرچا د خپلې مدعی لپاره ډیر څه ویلي دي. کله چې حضرت محمد (ص) وفات کیده نو حسن اته کلن او حسین شپږ کلن وو. دوئ دواړه د اسلامي امت د سترګو تور او د زړونو ټکور دي. دوئ خپل نیکه ته سخت ګران وو او د جنت د ځوانانو سرداران یې بللي دي. همدا نن یې اولاده په ساداتو، هاشمیانو او پاچا صاحبانو سره پیژندل کیږي او د متدینو خلکو په زړونو روحاني واکمني کوي. حسین او یزید دواړه اوس د الله په محکمه کې دي چې څه یې کرلي هغه به ریبي. (تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ – دا یو ټولی وو چې تیر شویدی، څه یې چې کړي، ګټه او تاوان یې د هغوئ دی. تاسې به د خپلو کړو ښه او بد ووینئ، د هغوئ د کړو په هکله نه پوښتل کیږئ). که څوک د یا حسین د شعار لاندې د کرغیړنو مذهبي جګړو له پایلو خبر نه وي، نو د عراق، سوریې، یمن او لبنان له وګړو دې پوښتنه وکړي چې د ککریو لَوْ څه ډول وي؟
تاریخ د زمانې ترټولو ستر فاتح، بې جوړې رقیب او ډیر بېرحمه قاضي دی. تاریخ هرګز د کوم جابر پښو ته نه دې ټیټ شوې او همیشه یې پټ رازونه لوڅ لپړ او رسوا کړیدي. د حسین شهادت، د جبر، استبداد او انحصار په وړاندې د هرې پرګنې لپاره یو کوټلی درس او تلپاتې سرمشق دی. یقینا چې د کربلاء سوځونکې دښته د خپل پیر د ډیر کرکجن او عېبجن ناورین شاهده ده؛ خو زموږ د سیمې معاصره مغلواله د همدغه یزیدیت تسلسل دی. د ظالم په وړاندې دریدل او د عادلانه مبارزې جاري ساتل، د حسین بن علي ازغنه لاره ده؛ دا لاره دې تل له نومیالیو لاروو ډکه وي. خو باید هیر نه کړو منزل ته مزل هله اسانیږي چې د مذهبي کرکې په ځای، انساني مینه غالبه او دوه اړخیزه شي.
———————————
په مننې سره؛ ما په دې لنډې څیړنې کې د الفَرق بين الفِرَق و بيان الفرقة الناجية له کتاب، الجزیرې د ټلویزیون، ویکیپیډیا او ګوګل څخه استفاده کړیده. همدا شان که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay
محترم ورور ملکزی صاحب!
په عمر او قلم مو برکات چي اساسی علل را برسیره کوی ،رښتیا هم افراطی مینه ،تعصبات او کتمان د حقایقو هغه څه دی چي انسان د (لتکون کلمت الله هی العلیا) له عالی هدف څخه لیری کوی او همدا غیر عادلانه دید امت ته مصايب زیږولی ؛ ایکاش د امت ریښتونی علما د امت د فصل عوامل روښانه او وصل ته امت دعوت کړی او د تفرق او نزاع لپاره تلاش او مصارف د اخوت د احیاء لپاره ولګوی هم به دالله تعالی رضا وی او هم عزت د دارین.
الله رب العزت د ددی قلمی جهاد کامل اجر درکړی.
جناب ډاکټر صیب همت،
ستاسې ملاتړ او ننګه ماته حوصله رابښي. زه په دې باور یم او ما ورباندې یوه لیکنه هم کړې چې د اسلامي امت د ټولو بدمرغیو اساسي لاملونه دوه دي:
یو مذهبي اختلافات او بل جهل.
رب دې ونازوه
ملکزي صاحب، د نړۍ ټول تمدنونه او ادیان د تاریخي پیښو له ژورو او لوړو تیري شوي. دا تاریخي پیښې په مختلفو وختونو کې د قلم په ژبه د راتلونکو نسلونو ته د عبرت په خاطر د تاریخ په بڼه درج او تبلیغ سوي. ځینې دا لیکل سوي تاریخي واقعیت مغرضانه او له واقعیتونو لرې د واقعه خلاف د نسلونو د انحراف په نیت د غلو او اغراق تر چتر لاندې په ډیر مهارت لیکل سوئ. د دغو تاریخي پیښو په جمله کې یوه واقعه د حسین ابن ابي طالب رض د شهادت پیښه دئ.الشیخ الاسلام ابن تیمیه رح فرمایې:” د الله ج لعنت دی په هغه چا شي چې، حسین رض یې په شهادت رسولي، او لعنت دی په هغه چا وي چې، په دي قتل او جنایت خوشحالیږي، او لعنت دی په هغه چا شي چې، د حسین رض په شهادت کې یې مرسته کړي وئ”.
دا خبره باید اومنو چې، په واقعیت کې حسین رض د خلافت حقدار وو نه یزید ابن معاویه. او معاویه ابن ابي سفیان رض د خپلو اسلافو د سنتو خلاف، خلافت ته سلطنتي بڼه ورکړه. دا چې، د هغه په دی کار کې څه حکمت وو، الله ج اعلم. حسین رض شهادت د عبید الله ابن ضیاد ، شمیر ابن ذالجوشن دی ظلم ، استبداد
ته ولاړېدل او نه تسلیمیدلو غوره مثال دئ. خو یو تاریخي سند نه د اسلام د تاریخ په استناد او نه هم د روافضو په کتابونو کې څوک په ګوته کولى سئ چې، دا ثابته کړي چې، یزید د حسین رض د شهادت امر ورکړى وئ او یا یې له پخوا په هکله اطلاع درلوده یا خبر وو چې، دا کار کیږئ. له سند څخه د ما مطلب صحيح روایت چې، راويان یې بې طرفه او د اعتماد وړ مورخین وي نسته. د روافضي اخوندانو درواغ او تزویر او درواغجنې افسانې ځانته خبره دئ. واقعیت دی خبري دا دي چې، راوافضو کله چې ، حسین رض په مکه کې وو، تر ٥٠٠ زیات لیکونه یې حسین رض ته ولیکل او د بیعت لپاره یې کوفه ته را دعوت کړ. حسین رض خپل د تره زوى مسلم ابن عقیل رح کوفه ته د وضعیت د معلومولو لپاره راولیږه او همدا روافضو د عبیدالله د لښکر په وړاندي په میدان کې مسلم ابن عقیل رح یوازې پریښود او لاس تړلي یې عبیدالله ته تسلیم او هغه جنایت کار مسلم ابن عقیل په ډیره بې رحمي په شهادت ورساوه.
تاسو خبر یاست همدا اوس ٣٥ زره د افغانستان روافضیان په سوریه کې د زینب بنت علي د لور د حرم د دفاع په پلمه جنګیږي. شام خو د یزید د خلافت مرکز وو، نو که چیري یزید د حسین رض شهادت کې لاس درلود نو د حسین خور تر مرګ ورځي پوري د خپل ورور دی قاتل تر چتر او امارت لاندي ژوند کاوه؟ ایا سلیم عقل دا منلي سي چې، د حسین رض خور، د علي رض او فاطمه رض لور د خپل ورور د قاتل تر چتر او حکمراني تر چتر لاندي ژوند وکړئ؟ ابدآ نه!
که چیرته حسین رض یزید ابن معاویه ابن ابي صفیان په شهادت رسولي وئ نو لازمه خو دا وو چې، اهل سنت او جماعت باید ځانونه په چړو او زنځیرونو وهلئ. نو روافض ولي ځانونه وهئ؟ که استدلال دا وي چې، په دغه ورځو کې حسین رض شهید سوي ، نو دا روافض د حسین رض د پلار علي ابن ابي طالب رض د شهادت په ورځ ځانونه په زنځیرونو ولې نه وهئ؟ که خبره د مرتبه وئ نو علي رض لومړي امام دي د دوې په عقیده او له حسین رض څخه یې مرتبه لوړه دئ. علي رض هغه وخت په شهادت ورسید چې، د سهار لمانځه لپاره یې مسلمانان را ولاړول، او حسین رض راغلي وو چې، واک، حکومت او اقتدار تر لاسه کړئ. که ځان وهل او عزا په مظلومیت وژلو کې وي نو علي رض په ډیر مظلومیت او خاینانه ډول د عبدالرحمن ابن ملجم الخارجي لعنت الله علیه په لاس په شهادت رسیدلي. خبره ښکاره دي، حسین رض سره غدر همدا روافضو کړي او همدوي په شهادت رسولي او یزید په دا قضیه کې هیڅ ډول لاس نه درلود. که یزید حسین رض په شهادت رسول یې غوښتي نو حسین رض یې په مکه کې هم په شهادت رسولي شو هغه ځکه په مکه کې هم د یزید والي او مکه د یزید د حاکمیت برخه وو. البته اهل سنت او جماعت علما په تیره بیا الشیخ الاسلام ابن تیمیه رح یزید په یو څه کې مقصر ګنړي او هغه دا چې، د حسین رض د قاتلینو په قصاص کې یې غفلت کړي.
خبري اوږدي سوي، تیره ورځ د احمدی نژاد یو لنډ کلیپ چا را وښود په کوم کې احمدی نژاد وایې:” ما شیعه ها هم میکوشیم و هم عزاداري میکنیم. ما در این کار سابقه طولاني داریم.”
قدرمند پاچا صیب، سلامونه
همدغه ټکي ته ما هم په صراحت سره اشاره کړې چې د حضرت حسین رض د وژلو او سر پرېکولو پریکړه عبیدالله بن زیاد او د حضرت علي رض خپل پخواني قومندان، شِمْر بن ذي الجَوشَن کړې وه. د صِفِین جګړه د امویانو خلاف ترسره شوې او شِمر د کوفې د یوې ډلې قومندان وو خو بیا وروسته یې جهت بدل کړ. دغه منطقه د عراق په شمال لویدیځ او د سوریې په شمال ختیز کې پرته ده. زه شخصا په دې عقیده یم چې حسین ډیر مظلوم او یزید ډیر ظالم وو. د حضرت پیغمبر د لمسي د سر غوڅول په هیڅ ډول د منلو او زغملو نه دي.
بلې، نه یوازی امام ابن تیمیه بلکې ټول اهل سنت و الجماعت علماء په دې خبرې کې یوه خوله دي چې د مظلوم حسین قاتلین لعنتي او د تاریخ مختوري دي. دوئ د نن ورځې له وحشي داعش څخه هم بدتر وو. همدا شان د کوفې خلک د حسین بن علي په قتل کې شریک دي، ځکه همدوئ اصرار کولو چې هغه دې حتما مدینه پریږدي او دوئ ته دې ورشي.
په هرې جګړې کې یو طرف بریا مومي، خو په مذهبي جنګونو کې هر لورې په ماتې محکوم دی.
کور مو ودان
دروند ورور ملکزي صاحب، ډیره مننه او کور وداني درته وایم. تاسو او لوستونکو ته به پته وي چې، په تاریخي مسایلو کې چې، له عقیده سره تړاو ولري ضعیف سند ته اعتبار نه ورکول کیږئ. د کربآ و بلا قصه د اسلام په تاریخ کې په صحیح او غښتلې سند موجوده دئ نو ضعیف سند فاقد د اعتبار دئ. ضعیف
سند ته ځکه اعتبار نه ورکول کیږي چې، د شیطان ملګري په ضعیفو او جعلي افسانو د کربآ وبلا پيښې څخه د اصحاب الرسول ص دی سپکاوي وسیله جوړه کړئ. البته پاتې دی نه وي چې، په هغو تاریخي پیښو کې ضعیف سند ته اعتبار ورکول کیږي چې، له عقیده سره تړاو ونه لرئ
کله چې، معاویه ابن ابی سفیان صاحب کتب وحی النبی ص له خلکو وغوښتل چې، له یزید سر ه بیعت وکړي، نو ټولو مسلمانانو بیعت وکړ پرته له دوه کسانو: حسین ابن علی ابن ابی طالب رض، او عبدالله ابن زبیر ابن عوام رض. کله چې، حسین رض خبر سو چې، عبدالله ابن زبیر مکه ته ولاړ نو حسین رض هم په هغه شپه مدینه څخه مکه ته روان سو. نو حسین رض له مکه څخه کوفه، عراق ته تشریف وړي وو.
ځینې جعلې افساني سته چې، یزید ابن معاویه په شرابو څکلو، زنا او د خزو په ګډولو تورن کوئ. د دغو خبرو ثبوت په صحیح سند چا ندئ ثابت کړئ، او معاصر محقیقن وایې چې، دا مسایل مطلق درواغ دي او د ثبوت لپاره د ابن کثیر بډایه والنهایه کې د محمد الحنفي ابن علي ابن ابي طالب رح (د حسین رض ورور)قول ذکر کوئ چې، هغه د یزید په هکله دا تورونه تهمت او درواغ ګنړلئ.
بیا هم ستاسو دی کور ودان او د علم لار کې بریالیتوب دی هري خوا نه غواړم.
ګران استاد ملکزی صاحب ته تر سلام وروسته،
د اغا رسول الله د اولادونو مظلومانه وژنه به د خواشینی وړ وی خو هغه څه چی ډیر د خواشینی وړ باید وګڼل سی دا خبره ده چی د سیدنا رسول الله تر رحلت وروسته سملاسی ” حق ” او ” باطل ” سره مخلوط سوه او ددی اختلاط نتیجه د څلورو خلیفه ګانو وژل وه ( په قوی احتمال چی ابوبکر به هم د قدرت طلبانو د دسیسو ښکار او په مرموزه توګه وژل سوی وی ) . د حق او باطل د اختلاط بله نښه ” شرّالقرنین ” ته د “خیرالقرنین “القاب وه.آیا دا به شرّالقرن یا شرّالقرنین نه وی چی اموی خلیفه ګانو ( د معاویه څخه تر مروان پوری البته له عمر بن عبدالعزیز پرته ) ۸۹ کلونه پر علی بن ابی طالب باندی لعن ویلی دی؟
ددی ” شرّ ” اصلی لامل د اغا رسول الله د ثِقه او خالصو احادیثو تلبیسانه کتمان ؤ او بس.
په هره توګه، په هغه مسمومه او هیرجنه او ناسالمه سیاسی ټولنه کی چی یو صالح او مؤمن او د انبیاوو په کچه یو معصوم پلار وژل کیږی نو د هغه پلار د اولادونو وژل به هم له توقع لیری خبره نه وی.
همدارنګه
هغه پلار چی د مکې د فتحی په ورځ د مجبوریت او مصلحت له مخی مسلمان سوی وی نو زوی او لمسی او اسلاف به ئی هم خامخا د شرموونکو او ظالمانه کړنو عاملین وی.
محترم غلام حضرت صیب، ښې چارې
زه ستا د همیشني ملاتړ او نظر منندوئ یم. د تاریخ او ژورنالیزم د څانګو د یو شاګرد په توګه، زه ډیره علاقه لرم چې تاریخي پيښې او پایلې یې په غور سره ولولم او یو څه ورڅخه زده کړم. ستا خبره پوره وزن لري، هغه څه چې امویانو د عباسیانو او د علي رض د پلویانو په خلاف کړي او بیا عباسیانو د امویانو او علویانو په ضد وکړل ډیر دردوونکي او شرموونکي دي.
ولی په عین حال کې، کله چې د اهل البیت په نوم قرمطیانو، حمدانیانو، فاطمیانو، حشاشینو او صفویانو وکړل هغه هم زموږ د تاریخ تورې او زهرجنې پاڼې دي.
فکر کوم بهتره به وي چې د ماضي په ځای، په حال او مستقبل غور وشي ترڅو دا ټپي امت نور ونه پاشل شي.
مینه او مننه
محترم غلام حضرت صیب، ښې چارې
زه ستا د همیشني ملاتړ او نیک نظر منندوئ یم.
بلې، ستا په خبره کې پوره وزن پروت دی چې امویانو د عباسیانو او د علي رض د پلویانو په خلاف داسې څه وکړل چې زموږ د تاریخ پاڼې ورباندې تورې او پیکه ښکاري. همدا شان کله چې عباسیان په واک کې وو، دوئ بیا د امویانو او علویانو په خلاف دومره ناکاره او رسوا کارونه وکړل چې هغه هم د دې امت د ناخوالیو نه هیریدونکی بابونه دي.
له بله پلوه، کله چې قرمطیانو، حمدانیانو، فاطمیانو، حشاشینو، بویهیانو او صفویانو د اهل البیت په نوم کومې ناکردې له دې امت سره وکړې هغه هم ډیرې شرموونکې او ځوروونکې دي.
فکر کوم بهتره به دا وي چې د ماضي په ځای، په حال او مستقبل غور وکړو ترڅو د دې ټپي امت په زخمونو نوره مالګه ونه پاشل شي.
مینه او مننه
سلام
ملکزیصاحب له مګر وروسته فرضیه کې تاسره موافق نه یم دریاضی په حساب. دتا دلیکنې هنر ډیر ښایسته دی دهر لوستونکی لپاره جالبې او ظریفې کلیمې لری
منلی ع. شریف زاد صیب، درناوئ
زه ستا د عدم موافقت قدر کوم او ځان راته ستا د خوږو لفظونو پوروړی ښکاري.
مننه او بیا مننه