دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

تاند (شنبه، د سنبلې ۱۷ مه) له خوست ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ او د کورمې ترمنځ پر دیورند کرښه یو ځل بیا د طالب سرتیرو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته پیل شوې چې لا هم روانه ده.

په سیمه کې یوې سرچینې تاند ته وویل، نښته د مازیګر په شاوخوا څلور بجې پیل شوه او دواړو خواوو له سپکو او درنو وسلو څخه کار واخیست.

تراوسه پورې د طالبانو او پاکستان حکومتونو په رسمي ډول د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. همداراز د دواړو خواوو ترمنځ د نښتې اصلي علت او د نښتې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه شته.

د تېرې اوونۍچهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۴ مه) د دواړه خواوو ترمنځ په همدې سیمه کې نښته شوې وه او پاکستاني لوري ادعا کړې وه چې دوی پر کرښه د طالبانو له لوري د پوستې پر جوړولو عکس العمل وښود چې په نتیجه کې یې د طالبانو پوسته او یو ټانک ویجاړ شول.

د ځاځي میدان او کورمې ترمنځ وروستۍ نښته په داسي حال کې وشوه چې د طالبانو د دفاع وزارت ستر درستیز د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو لیدو ته لاړ.

د باختر خبري اژانس نن (شنبه) راپور ورکړ چې د وسلوال پوځ لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال مولوي روحاني او د سرحدي لواء قوماندان مولوي ذاکر یې ملتیا کوله ‏د خوست ولایت، د ځاځي میدان ولسوالۍ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي ځواکونو له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب