دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو...

د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۸ مه) د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د طالبانو له حکومت سره د تعامل امکان رد کړ او طالبانو په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان د دیپلومالتیکو مرکزونو د بې اعتبارۍ اعلان وکړ، د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې په لندن کې د افغانستان سفارت بند کړي.

په لندن کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې تاند ته وویل چې د بريتانيا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان سفير زلمي رسول ته ویلي چې سفارت بند کړي.

د بریتانیا په شمول په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه اوس هم د افغانستان د پخواني حکومت د هغو ډیپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کیږي چې له طالبانو سره هیڅ راز تعامل نه کوي.

دغو دیپلوماتیک ماموریتونه ویلي چې طالبان نړیوالو په رسمیت نه دي پېژندلي او دوی هم ورسره تماس نه نیسي. خو د دوی دا کار سبب شوی چې طالبان هغوی بې اعتباره اعلان کړي او له هغو څخه د پاسپورټ په شمول هرراز اسناد بې اعتباره اعلان کړي.

دې چارې په هغو هیوادونو کې چې بې اعتباره اعلان شوي دیپلوماتیک ماموریتونه شته، د افغانانو ستونزې ډېرې کړي دي.

په لندن کې د افغانستان سفارت د دغه ښار په مرکزي او خورا قیمتي سیمه کې موقعیت لري او له ښه مرغه د مجاهدینو د حکومت په مهال لیلام نه شو. د استاد رباني د حکومت په مهال په ګڼو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو ودانۍ په ارزانه بیه لیلام شوې او پیسې یې حیف و میل شوې.

2 COMMENTS

  1. په بریتانیا کې د افغانستان د سفارت بندیدل په یو ډول د انګلیستان له لوري د شینه څراغ ښودل دي. ژر به طالبان بریتانیا ته سفیر و ټاکي.

  2. طالب ته به يې ورکوي چې لا پسې مکتبونه بند او د پنجاب غوښتنې لا پسې ښه تطبيق او افغانستان په پېړيو لا پسې شا ته او منزوي پاتې شي.
    افغانستان خو پنجاب له فزيکي پلوه په جنګونو کې وسوځاوه، خو اوس يې له علمي اړخه هم سوځوي، نو ځکه يې د علمي سوځونې لپاره طالب رامينځته چې له علم (پوهې) او هر اړخه يې منزوي او په معنوي اور کې دا ځل وسوځوي.
    له نديم خو بله خبله له خولې نه راوځي.
    همدوی پيدا کړي او همدوی يې د پنجاب په لاس رهبري کوي هم چې ….
    عام خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب