په نوره نړۍ کې له ډېر پخوا راهیسي سفرنامې لیکل کېږي. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې په پښتو ژبه کې هم دې ژانر ته پاملرنه شوې ده. ځینو پښتنو لیکوالو سفرنامې لیکلې دي، خو هومره ډېر څه لا په پښتو ژبه کې نشته چې حساب پرې وشي.
“د حرم تر دیاره” د پاکستان د مشهور داستان لیکونکي چې شاید کم کسان داسې وي چې د ده له نوم او اثارو سره نا اشنا وي، ښاغلي “نسیم حجازي” سفرنامه ده.
حجازي د ایران او ترکیې له لارې سعودي عربستان ته تللی دی. دا سفرنامه د دريو هیوادونو منظره را باندې کوي. لومړی مو ایران ته بیایي. د ایران په سیمو، تاریخي ځایونو مو ګرځوي، د دې هیواد ولس راباندې ویني، د هغوی دود او فرهنګ مو مخې ته ږدي. تر ایران وروسته ترکیه راباندې ویني. د دې تاریخي هیواد د ماضي، مشهورو څېرو، د ترکیې د اوسني وضعیت او د دې وطن د وګړو په اړه راته غږېږي. د ترکیې هیواد په ښکلو ښارونو مو ګرځوي، د یاد هیواد د وګړو د جلال او جمال او د دې خاورې د عظمت او برم په اړه معلومات راکوي او د مولانا روم په څېر د مشهورو کسانو د مزارونو دیدن راباندې کوي. له ترکیې وروسته لیکوال د حرمینو مبارک سفر پیلوي. د دې سفر کیسې دومره جالبې او خوندورې دي چې سړی یې په لوستو نه مړېږي. لیکوال دا کیسې په ښکلي او تصویري ژبه لیکلې دي چې لوستونکي داسې احساسوي چې حجازي تر لاس نېولی یم او د سعودي عربستان په ښکلو سیمو مې ګرځوي.
په یاد سفر کې لیکوال د رسول الله (ص) د مبارکې روضې دیدن راباندې کوي، د مکې او مدینې په سترو او تاریخي ښارونو مو ګرځوي او د عربو د دود او فرهنګ په اړه راته غږېږي، د دوی له ماضي، اوسني وضعیت او حال نه مو خبروي. د دې اثر یوه ښه او اهمه ځانګړنه داده چې لیکوال یوازې د خپلو سفرونو کیسې نه راته کوي، بلکې نوموړي د دې دریو هیوادونو(ایران، ترکیه، سعودي عربستان) په ماضي، اوسني وضعیت او د دوی د راتلونکې په باب ډېرې جالبې او اهمې خبرې کړي دي، چې د خوند تر څنګ مو د دې هیوادونو او د دوی د ولس په اړه د معلوماتو په زیاتوالی کې هم رول لوبولی شي.
زما په اند د دې سفرنامې لوستل درې ګټي لري: لومړی دا چې له لوستو یې هم خوند اخېستلای شو او هم په لنډ وخت کې د یوه پر ځای، د درې هیوادونو منظره راباندې کوي. دویمه ګټه یې داده چې معلومات مو زیاتوي. مخکې مو یادونه وکړه چې لیکوال یوازې د خپل سفر کیسې او له ده سره کېدونکي پېښي نه راته بیانوي، بلکې نورې هم ګټورې او نوي خبرې لري، مثلاً: کله چې حجازي د ایران شیراز ته ځي، نه یوازې د دې ښار په اړه راته غږېږي، بلکې د دې ځای د نوموتو څېرو، “حافظ او شیرازي” له ژوند و فن نه مو هم خبروي.
د دې سفرنامې د لوستلو بله اهمه ګټه داده چې د سفرنامې د لیکلو چل ترې زده کولی شو. څه موده مخکې مې د یو افغان لیکوال د هند سفرنامه لوسته؛ هلته یوازې د یو تن (پخپله لیکوال) کیسې ته غوږ وم او فقط د ده له حاله خبرېدم، مثلاً لیکلي یې وو: له اطاقه راووتو، پلاني ځای ته لاړو، بیا مو د پلاني تاریخي ځای سیل وکړ، په دویمه ورځ تاج محل ته لاړو، بیا بېرته اطاق ته راغلو…
دې افغان لیکوال د سلو په شاوخوا صفحو کې دا سفرنامه لیکلې وه. نوموړي د ځان په اړه خورا پرېمانه او تفصیلي لیکل کړي و، خو تر پایه مې د تاریخي هند په اړه، د هند د وګړو په اړه، د هند د مشهورو او تاریخي ځایونو په اړه یوه جمله معلومات هم و نه لوستل. لیکوال تاج محل ته ورغلی و، ښه پرېمانه انځورونه یې هم پکې اخېستي و، خو دا یې راته و نه ویل چې دا ښکلي او تاریخي ماڼۍ څنکه، چا، څه ډول او ولې جوړه کړې وه!؟
خو د ښاغلي نسیم حجازي په دې سفرنامه کې د ایران، ترکیې او سعودي هیوادونو د تاریخ، سیمو، ولس، تاریخي ځایونو، مشهورو څېرو، ماضي او اوسني وضعیت په اړه په ډېر څه پوهېدلای شو.
په دې هیله چې د پښتو ژبې لیکوالان دې ژانر ته جدي پاملرنه وکړي او د نسیم حجازي په څېر او آن تر دې اوچتې سفرنامې ولیکي، تر څو له دې لارې د لوستونکو په تجربو او معلوماتو کې زیاتوالی راولي.
لیکنه او انځور: منصور لېوال
ډیره ښه لیکنه
سلامونه،
ورور منصور لیوال صیب! پر حجازي سفرنامه دې ښه لڼډه پیژندونکې لیکنه کړیده ؛کور ودان.
په وزین تاند کې، د محترم ورور عزت الله شمسزي “مقدس سفر” هم زما په نظر ډیر څه د زدهکولو، سیر اوتخیل، په ځانګرې توګه د بیت المقدس، الاقصا جومات او د صهیونستی رژیم تر اشغال لاندې محتله فلسطین کې د ابراهیم ع.س. او دریواړو آسماني یا ابراهیمی ادیانو پر تاریخ، مقدساتو، زیارتونو او د خلکو کلتورونو په بابونو جالبه ،زړه راښکونکې منظرې ،په شلو برخو کښې(تر اوسه)…وړاندې کړیدي.
فکر کوم ارواښاد صدیق اله رشتین پوهاند صیب د (هند سفر) لیکلې وه
همدارنګه، دروند استاذ پوهاند زیار بابا د المغرب یا مراکش یو یونلیک لیکلی و
خدای دې نورو دوستانو ته هم د قلم او زړه قوت ورکړي تر څو نورې سفر نامې هم ولیکي.آمیین.