دين چې بشپړ شو، مسلمانانو ته د قرآن کريم کامل متن او ابراهيمي سنتونه ور پاتې شوو. نبي کريم ص د دې دين په عملي کولو ليدل شوی وو، نو پيغمبر ع د دين يوه بهترينه نمونه وه او په دين کې داسې څه نه وو پاتې، چې يا دې نبي کريم ص په عملي ډول ترسره کړي نه وي او يا دې يې د علماوو او فقهاوو استخراج او استنباط ته ضرورت وای.
خو کله چې په دينپوهنه کې د فقهې تدوين ته توجه واوښته، نو فقهاوو د عوامو د اساني لپاره د دين احکام د فقهي احکامو په حيث په ګڼو ډولونو ووېشل. په اسلام کې د کولو کارونه چې فقه يې بولي، په ايجابي خوا کې فرايض او مستحبات (نفل، تطوع) او په سلبي خوا کې حرام او مکروهات دي.
خو فقهاوو چې کوم وېش وکړ او اوس يې د فقهي احکامو په نوم پېژني، تر دې ډېر زيات مفصل وو. فقها هم پوهېدل چې دغه احکام ديني نه دي، له همدې يې د فقهي احکامو نوم ورته غور کړ. په دې معنا چې دغه وېش له قرآن او ابراهيمي سنت نه، نه دی اخيستل شوی.
دغه وېش دوه سرچينې درلودې. لومړنۍ يې منطق او علم کلام وه. دغه وېش هغه مهال ترسره شو، چې کله اسلامي متون د علم کلام او منطق په رڼا کې وڅېړل شوو. په اصول فقه کې چې د قياس، ظني دليل، قطعي دليل، اثبات او وجوب خبرې کېږي، دا ټول د منطق اصطلاحات وو چې فقهاوو په دينپوهنه کې تطبيق کړل. تاسو يو روايت هم داسې نه شئ موندلی، چې هلته د يوه حکم د اثبات يا وجوب خبره شوې وي. په دين کې دغو اصطلاحاتو ته ضرورت نه وو. په ابتدايي زمانو کې به پوښتنه کېدله، چې پلانی حکم په قرآن کې چېرته راغلی، په ځواب کې به يې يو ايت په مستقيم ډول ويل کېده. د تفسير او تعبير علم هم د منطق په مرسته ايجاد شو، تر هغه مخکې د دينپوهنې لپاره د تفقه اصطلاح کارېدله، دغې اصطلاح په ځان کې ټول هغه دين رانغښته، چې له نبي کريم ص نه را پاتې وو. موږ چې حضرت عبدالله ابن عباس رض ته د قرآن د مفسر په سترګه ګورو، نبي کريم ص په دعا کې ديني تفقه او د خوبونو د تعبير پوهه ورته غوښتې ده.
د دغه وېش بله سرچينه يهود دي. عباسي دربارونو ته د يهودو هم په لوی شمېر را مخه شوه او يهودو تر دې پخوا د خپلې فقهې لپاره ډېره زيات کار کړی وو. په فقه کې د دوی مشهور کتاب تالمود دی. مسلمانو فقهاوو هم د دوی په تقليد او د تالمود په استفادې سره خپله فقه ترتيب کړه.
د اسلام غوټه هله لا پېچلې شوه، چې د احاديثو تدوين او تقسيم پيل شو. محدثينو په ډېرو خواريو احاديث راټول کړل، مګر د ټولولو په خوا کې يې په اقسامو هم ووېشل. دغو اقسامو هم د فقهي احکامو له ټينګښت او د فقهې له لانجمن کېدو سره مرسته وکړه.
محدثينو را ټول کړي احاديث په صحيح، حسن، متواتر، مشهور، ضعيف او موضوع ووېشل او فقهاوو ته چې دغه مجموعې په لاس ورغلې، خپل فقهي احکام يې هم له دغه وېش سره برابر کړل. صحيح ته دومره لوړه درجه ورکول شوه، چې په ځينو برخو کې يې قرآن هم شاته پرېښوده.
احاديث يوه تاريخي منبعه وه، د نبي کريم ص د ژوند خبرې وې. دغه خبرې که د تاريخي موادو په توګه را ټولې شوې وای، د امت اختلافونه به هغومره نه وو، څومره چې نن ورځ زموږ تر سترګو کېږي. لويه مسئله خو دا وه، چې هغه حديثونه چې د صحيح په نوم را ټول شوو، هم صحيح نه وو او له موضوعي خبرو را ونيسه تر خرافاتو پورې هم پکې وو. ان صحيح بخاري او صحيح مسلم هم دغه ډول بې شمېره احاديث لري.
په را وروسته زمانو کې د لومړنيو فقهاوو کارونه دومره په شدت او عقيدت ومنل شوو چې علماوو په دين کې له تحقيق او څېړنو لاس پورته کړ. بله دا چې د اصولو، فنونو او علومو په نوم د دين په اصلي څېره دومره پردې پرتې وې چې د دين يوسفي مخ هيچا ونه ليده.
له دې پورتنيو خبرو منظور دا نه دی، چې زموږ د علماوو هڅې او کارونه بې ارزښته وښيو، بلکې منظور دا دی، چې اوسني علما چې په دين غږېږي او په پخوانيو علماوو استناد کوي، دغه پورتنۍ خبرې دې هم له پامه نه غورځوي.
دا چې صحیح احادیثو کې هم خرافات شته، یو داسې خبره ده چې ډیر وخت راهیسې زما ذهن کې ګرزیده. د دیني علم کسان بخاري شریف ته په ډیر باور قایل دي خو هلته داسې کمزوري او ګډې وډې خبرې شته چې د ویلو او نقلولو جرات يې نشم کولی.