(دوهمه/وروستۍ برخه)
پوښتنه دا ده، چې د دین روح څه شی دی؟ الله تعالی انسان د دې لپاره خلق کړی، چې عبادت يې وکړي. د دین روح د دې پوښتنو ځواب دی، چې عبادت ولې وشي، د عباداتو فلسفه او حکمت څه دی، الله تعالی ولې له خپل بنده څخه عبادت غواړي؟ د انبیاوو د را لېږلو انتهايي مقصد څه دی او کتاب ولې را نازل شوی؟ په قرآن کریم کې الله تعالی د هر عبادت فلسفه او حکمت پخپله بیان کړي دي، چې دلته د مثال په ډول یوازې په دوو عبادتونو خبرې کوو. دا ټکی باید په پام کې ولرو، چې د عباداتو یو اړخ هغه دی، چې موږ يې د شریعت په بڼه څېړلی شو او د عباداتو په برخه کې د دودیزو او اوسنیو ملایانو تمایل یوازې د شریعت په خوا وي، اوسني ملایان یا د درس نظامي فارغین د عباداتو فلسفې او حکمت ته توجه نه کوي.
په اسلام کې یو ډېر مهم عبادت لمونځ دی. د لمانځه فلسفه الله تعالی د طه سورې په څوارلسم ایت کې ښودلې، أَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي. په لمانځه باندې په قرآن کریم کې ډېر زیات ټینګار شوی او ډېر ځله یاد شوی دی. په قرآن کریم کې چې د لمانځه یادونه مخې ته راشي، نو د دې یو اړخ فقهي او عبادي دی، چې ملایان یې یوازې له همدې اړخ سره دلچسپي لري او ټوله څېړنه يې د لمانځه د شرطونو او فرایضو په باب وي. دوی ته د لمانځه ظاهري هیئت مهم وي او د لمانځه اصلي مقصد چې د خدای یادول ښودل شوي، ډېر اهمیت نه مومي. د دغه مزاج په نتیجه کې د دوی ترمنځ د لمانځه په وړو، وړو مسایلو لوی، لوی اختلافونه پیدا شوي او په دې لویو اختلافونو پنډ، پنډ کتابونه لیکل شوي. رفع الیدین باید وشي که نه؟ آمین بالجهر ډېر ثواب لري، که خفي ویل؟ په امام پسې سوره فاتحه ویل شته که نه؟ اصلاً لمونځ له دې یوې مسئلې سره هم سروکار نه لري، رب ذوالجلال ته د لمانځه هیئت مهم نه دی، بلکې د الله په نزد دا مهمه ده، چې یادونه يې وشي. الله تعالی په لمانځه کې رفع الیدین یا آمین بالجهر نه غواړي، بلکې داسې مؤمنان غواړي، چې په لمانځه کې خشوع کوي «الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ».
د روژې فلسفه الله تعالی لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ښودلې. له روژې نه هدف د انسان وږی او تږی ساتل نه دی، بلکې د تقوا ترلاسی دی. خو ملایانو چې یوازې د احکامو استخراج زده کړی وي، ډېری تمرکز يې په دې مسایلو وي، چې آیا د غاښونو په کریم روژه ماتېږي یا نه؟ آیا د استنجا په وخت کې پراخه کېنو او که ځان را ټول ونیسو؟
د دې دوو بېلګو له راوړلو منظور دا دی، چې د اوسنیو ملایانو مزاج د ټول دین په تړاو همدې ته ورته دی، چې په دې بېلګو کې ورته اشاره وشوه. د پخوانیو ادیانو په څېر، ملایانو په لوی لاس اسلام ته هم دا بدمرغي ور پېښه کړه، چې شریعت او حکمت يې سره جلا کړل او د دین په ټول روح، عمومي چارچوب، دروني فلسفې او حکمتونو يې ځان پوه نه کړ. په معاصرو علماوو کې دې اړخ ته د دیوبند لوی ملا اشرف علي تهانوي توجه وکړه او د اسلامي احکامو په حکمتونو يې یو لوی کتاب ولیکه. خو کوم حکمتونه چې اشرف علي تهانوي په دې کتاب کې بیان کړي، د ده په نورو اثارو کې نه لیدل کېږي. مثلاً د ده بهشتي زیور (جنتي کالي) یوازې د شریعت او احکامو ټولګه ده، د دین اصلي روح او حکمت پکې پام کې نه دی نیول شوی. دیوبند مدرسې سره له دې چې اسلامي نړۍ ته لوی علما ورکړل، خو دغه لوی علما هم د دین په اصلي روح پوه نه وو او د دوی د یوه مشهور عالم مفتي رشید احمد ګنګوهي په باقیات فتاوی رشیدیه کې تر اوسه لا دا فتوا موجوده ده، چې ښځو ته د لیک زدکړه جواز نه لري. دوی دومره غور ونه کړ، چې هغه کتاب چې په اقرا پیل شوی وي، آیا د لیک د ممانعت خبره کولی شي؟
د دین روح چې په نظر کې ونه نیول شي، نو بیا به د ملایانو په څېر په هرې مسئلې پسې مذهبي متون را ګورو. په داسې حال کې چې قرآن او سنت د انسان د اقتصادي، ټولنیزي، فرهنګي او سیاسي مسایلو د حل لپاره نه دی راغلی. الله تعالی په خپل کتاب کې د پیغمبرانو د بعثت او د کتابونو د نازولولو حکمت او فلسفه په دې ټکو کې ذکر کړې، «فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ»؛ الله تعالی پیغمبران زېری ورکوونکی او وېروونکي را استولي او کتابونه یې د دې لپاره نازل کړي، چې د خلکو ترمنځ په اختلافاتو کې پرېکړې وکړي. پوښتنه دا ده، چې اختلاف يې په څه شي دی؟ آیا په ټولنیزو یا سیاسي مسایلو يې اختلاف دی؟ آیا د واک په سر يې جنجال دی؟ نه، اختلاف د صراط مستقیم او رب ته د ورغلې لارې په اړه يې اختلاف دی. الله تعالی په خپل کتاب کې دغه نېغه لاره روښانه کړې او همدغه لاره د دین اصلي روح دی، په دې لاره ترسره کېدونکي اعمال او احکام اصل نه دي، بلکې تر فروعو هم ټیټه درجه لري، چې له بده مرغه په اوسنۍ زمانه کې يې تر ټولو لوړه درجه خپله کړې. هغه دین چې د اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره راغلی وو، اوسمهال پخپله تر ټولو لوی اختلاف ګرځېدلی دی. وجه يې څه کېدلی شي؟ ځواب دا دی، چې د دین روح له پامه غورځېدلی دی او په جسم پسې يې تبر او تېشه را اخیستل شوي دي، چې ځینې يې د تخریب او توږنې په هڅه کې دي او ځینې يې د صیقل کولو لپاره هلې ځلې کوي.