دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، ترکیې رسماً په بریکس کې د غړیتوب غوښتنه کړې

روسیه وايي، ترکیې رسماً په بریکس کې د غړیتوب غوښتنه کړې

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۶ مه) کرملین اعلان وکړ چې ترکیې ورڅخه په بریکس کې د غړیتوب رسمي غوښتنه کړې چې د دې ډلې غړي هیوادونه به په دې وړاندیز غور وکړي.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف خبریالانو ته وویل چې ترکیې په برکس کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې ده. اوس مهال روسیه د بریکس ګروپ مشري کوي.

تمه ده چې په دې ډله کې د شاملیدو لپاره د ترکیې غوښتنه راتلونکې میاشت د بریکس د مشرانو په غونډه کې چې ټاکل شوې د روسیې په کازان کې جوړه شي، وڅیړل شي.

له دې مخکې د واکمن عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چلیک له بریکس سره یوځای کېدو ته د انقرې د لېوالتیا په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته په اشارې سره ویلي و چې، په برکس کې د دغه هیواد د غړیتوب لپاره د غوښتنی بهیر روان دی.

هغه وویل، «زموږ ولسمشر څرګنده کړه چې ترکیه غواړي د بریکس په ګډون په ټولو مهمو پلیټ فارمونو کې برخه واخلي.»

بریکس په ۲۰۰۶ کې د برازیل، روسیې، هند او چین له خوا تاسیس شو او په ۲۰۱۰ کې جنوبي افریقا ورسره یوځای شوه. دا ډله سږکال د ایران، مصر، ایتوپیا او متحده عربي اماراتو په غړیتوب سره پراخه شوه.

د خبري سرچینو د خبر له مخې سعودي عربستان په بریکس کې د شاملیدو په اړه غور کوي او د اذربایجان او مالیزیا جمهوریتونو هم په رسمي توګه د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب