دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو لومړنی اتومي برېښناکوټ جوړ کړ

متحده عربي اماراتو لومړنی اتومي برېښناکوټ جوړ کړ

تاند (جمعه، د سنبلې ۱۶ که) متحده عربي امارات، چې په نړۍ کې د تیلو له بډایه هیوادونو څخه دی، اعلان وکړ چې د اتومي بټۍ جوړېدا یې بشپړه کړه.

امارات، چې په عربي هیوادونو کې لومړنی هیواد دی چې اتومي برېښنا کوټ جوړوي، دا کار یو”مهم ګام” وباله.

د متحده عربي اماراتو د اټومي انرژۍ ملي شرکت، ANAC، د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۵ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په ابوظبي کې د براکه اټومي بټۍ به د څلورم او وروستي ریکټر د کار له پیلېدو وروسته په کال کې ۴۰ تیراواټ ساعته بریښنا تولید کړي.

د باراکه اتومي برېښناکوټ به د دې ګرم او صحرایي هیواد، چې د هوا د سړولو لپاره له ایرکنډېشن څخه ډېر کار اخیستل کېږي، ۲۵٪ برېښنا پوره کړي. دا تقریبا د نیوزیلینډ د یوه کال د بریښنا له مصرف سره برابر دی.

دا برېښناکوټ به، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د لومړي ریکټرکار پیل شو، د ابوظبي د تېلو ملي شرکت (ADNOC) په څیر شرکتونو ته، چې د نړۍ د تېلو یو له لویو تولیدونکو څخه دی، امارات فولاد او امارات ګلوبل المونیم ته برېښنا مهیا کړي.

د متحده عربي اماراتو دولتمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د دې برېښناکوټ بشپړتیا “صفر کاربن ته د رسیدو په لور یو مهم ګام” وباله او ویې ویل: “موږ د خپل ملت او ګټو لپاره د انرژۍ امنیت او پایښت ته لومړیتوب ورکوو..”

د باراکه اتومي برېښناکوټ د نوي کیدونکي انرژۍ د سرچینو د پراختیا لپاره د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي تر ۲۰۵۰ پورې د برېښنا نیمایي اړتیاوې له اتومي انرژۍ پوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب