چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهکډوال | اجمل پسرلی

کډوال | اجمل پسرلی

د سپوږمۍ رڼا ته د نجلۍ سپینې مټې ځلیدلې. عبدالله د نري سړک پورې غاړه سر کوږ ورته نیولی و. د نجلۍ لاسونه د ډیران په صندوق کې دننه وو. پښې یې لږ جګې کړې وې.

 عبدالله خپله ږیره وګیروله. ده نن شپاړس ساعته په دوکان کې کار کړی و ستړی و، خو له زړه خوښ و ځکه چې د اونۍ تنخوا یې اخیستې وه.

نجلۍ یوه پلاستیکي کڅوړه له ډیرانه راوایستله، اړخ ته یې کیښوده. دی پسې ورغی، ورته ویې ویل:

-مرسته درسره وکړم

نجلۍ شونډې بوڅې کړې:

-د خوراک څه نه شته نو څه مرسته به وکړې

-که خوراک غواړې زه به یې درته واخلم

نجلۍ د عبدالله د کڅو کاوبای اوښتو پایڅو ته وکتل، عبدالله ورنژدې شو د دې مټ یې ټینګ کړ. نجلۍ اوږه ټیته کړه:

-پیسې راکړه بیا دغسې کوه

-عبدالله له جیبه یوځای خپلې پیسې راوایستې دې ته یې پنځه پونډه ترې بیل کړل

نجلۍ لاس وخوځاوه، عبدالله پنځه پونډه نور ورسره یوځای کړل، نجلۍ سر ته ټکان ورکړ، عبدالله شل پونډه ورته ونیول، نجلۍ پرې غوټه کړل، عبدالله غوښتل چې په غیږ کې یې ونیسي، نجلۍ پورې واهه:

-څلویښت پونډه

عبدالله پنځه پونډه نور په موټ کې ورته کیښودل او د ډیران د صندوق شاته یې کش کړه.

د صندوق شاته سیوری و شاوخوا د سپوږمۍ رڼا. عبدالله په شا شو د نجلۍ د ځان وروست بوی ته. نجلۍ ته یې وویل:

– پیسې مې بیرته راکړه

نجلۍ د کمیس تڼۍ وتړلې، روانه شوه. د دې لوڅې مټې د سپوږمۍ رڼا ته له لرې ښکاریدې، عبدالله پسې کتل خو په لوړ غږ یې کلیمه ویله او پرځان یې چوف کوله.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب