چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeټولنیزد پاچا خان په اړه څو خبرې| شفیقه خپلواک

د پاچا خان په اړه څو خبرې| شفیقه خپلواک

که د نړۍ هر کونج کې عدم تشدد، او د ټولنیز شعور راویښېدو بحث کېږي د خان عبدالغفار خان یا پاچا خان نوم به حتما یادېږي. دی له هغو استثنايي کسانو و، چې ټول ژوند یې د ولس او وطن لپاره تېر کړ. ‎

پاچا خان لسګونه کاله وړاندې ویلې و چې تر څو قوم کې سیاسي شعور پيدا نه شي پرمختګ نه کوي. هغه د ټوپک او ‌‌‌‌‌‌ډز ضد و. دا دی نن یې ژوندی مثال وینو، هغوی چې تر څلویښتو کالو ‌‌‌‌‌‌ډېر یې د وطن خاوره په مړیو ‌‌‌‌‌‌ډکه او د ولس وینه یې وزبیښله بالاخره دې پایلې ته ورسېدل چې “ټوپک” نور د کار څېز نه دی. هر در او دروازه ټکوي، رایه غواړي، سیاست کوي، او ورو، ورو واک د عامو خلکو کېږي.

‎پاچا خان لسګونه کاله مخکې د یو بل په زغملو تاکید کاوه. د خپلې ژبې پاللو ته یې من‌‌‌‌‌‌ډې ترړې کولې. ده لومړۍ پښتو ورځپاڼه خپره کړه. کله چې امیر امان الله خان له همدې ورځپاڼې خبر شو، نو امر یې وکړ چې کابل کې دې هم په پښتو ورځپاڼه چاپ شي. پاچا خان لیکي چې امیر امان الله خان لا شهزاده و ومې ولید. ورته مې وویل چې دا دی نورې ژبې څه ښې وایې، څه ښه پرې غږېږې خو خپله پښتو دې هېره ده. وايي امیر امان الله خان راته وویل چې بل وار مې وینې په پښتو به درسره غږېږم. پاچا خان وايي چې بیا مې ولید پاچا شوی و، او په ‌‌‌‌‌‌ډېره ښه پښتو راسره وغږېده. زه ګومان کوم دا چې وروسته امیر امان الله خان پښتو پالنې ته پام وکړ، ښايي د پاچا خان تاثیر و.

پاچا خان په خبرو او اړیکو باور درلود. ده د یوې مسلې حل د خبرو اترو له لارې غوښت. د بیان ازادي یې لا هغه وخت منلې وه. ولس ته یې تعلیم غوښت، ښځې او نر یې د ټولنې ګ‌‌‌‌‌‌ډه کتله بلله. دوی دواړه یې د ټولنې په پرمختګ کې ګ‌‌‌‌‌‌ډ بلل، یو ځای لیکي چې ښځې او نارینه د یوې ګا‌‌‌‌‌‌ډۍ ټېرونه دي. که یو هم نه وي ګا‌‌‌‌‌‌ډۍ حرکت نه کوي. نو که د ټولنې پرمختګ کې له دوی یو هم ون‌‌‌‌‌‌ډه وانخلي، ټولنه په ټپه درېږي. دی ښايي لومړی پښتون و چې په غون‌‌‌‌‌‌ډو او جلسو کې به یې ښځو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کاوه. دی یو له هغو کمو افغانو مشرانو و چې بدلون یې له ځان او کور پيل کړ. ده لیکلي و چې زندان کې مې د ناروغي يو لامل ښايي دا و چې له میرمن مې لیرې وم، او هغه به مې ‌‌‌‌‌‌ډېره یادېده. ده د خپلې مور او لور یادونه په بیا، بیا کړې. ‎یو بل ځای لیکي چې که د یوې ټولنې تمدن او تهذیب مالوموئ دې ته وګورئ چې هغوی له ښځو سره څه ‌‌‌‌‌‌ډول چلند کوي. یو ځای کې لیکي چې خپلې مېرمنې ته مې وویل چې که زه مړ شوم ته به بل واده کوې. دی لیکي چې که ښځه مړه شي، سړی ژر بل واده وکړي. خو که ښځه دا کار وکړي بده یې بولو، په دې حال چې هغه یې هم حق لري او انسانه ده.

د پاچا خان مخکې خنډونه

پاچا خان د ګاندي غوندې یو مشخص هند نه درلود چې مبارزه ورته وکړي، د انګلیس له ښکېلاکه یې خلاص کړي او خپلواک یې کړي. که څه هم ده او د ده په شمول د کرښې هغې غاړې پښتنو د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو کې فعاله ون‌‌‌‌‌‌ډه وه، پوهاند محمد حسن کاکړ لیکي چې بې د دوی له لاسنیوي د افغانستان خپلواکي ناممکنه وه. خو پاچا خان د داسې وطن زوی و، چې ټوټې، ټوټې و. د ده له ژونده داسې ښکاري چې ده لومړی غوښتل ولس رابېدار کړي، د ده په وینا سیاسي شعور پکې راویښ کړي، بیا به د وطن ټوټې سره ګن‌‌‌‌‌‌ډي. خو شرایط داسې نه شول. لومړی د هند کانګریس له ده سره بې وفايي وکړه، نه یې خپلواک کړل نه یې د ځان کړل بلکې د پاچا خان په خپله خبره د لېوانو خولې ته یې واچول. دوهم دې لوری افغانستان کې د جګړې تنور تود شو، نو پاچا خان او لارویانو ته یې لوری پاتې نه و چې ځان ورپورې ونیسي. دوهم دی بیا هم د ګاندي او نیلسن من‌‌‌‌‌‌ډیالا غوندې ‌‌‌‌‌‌ډېر له یوه بهرني دښمن سره نه و مخ، دی له داسې قوم سره ښکېل و چې نورو دومره زور او زیاتی نه ورسره کاوه لکه دوی چې ځان سره خپله کاوه. او لوی عیب یې دا و چې دې خلکو دا درد او ظلم خپله نه احساسوه، لکه څوک چې په پټ رنځ اخته وي. ورځ تر بلې کمزوري کېږي، خو نه یې احساسوي چې ناجوړي ده او مرګ ته یې نږدې کوي. یا لکه د ونې چېنجي چې ونه له ننه خوري، د پاچا خان ولس همداسې حالت سره مخ و او لا هم دی.

بله مسله دا وه چې ده داسې قوم کې د ټوپک کیښودل غوښتل، چې هغوی ټول عمر ویاړ پرې کړی.

په تومت مه شرمېږه یاره ‎

تومت وسله ده، پښتانه یې ګرځوینه

 ‎یا

‎تر دا بوړي ټوپک دې جار شم ‎

په اوږه ستا دی کږه زه له خیاله ځمه

‎پاچا خان دې ولس ته د ټوپک پر ځای د “رایه”، خبرو، سیاست، او دیپلوماسۍ اهمیت ور ښوده. خو څه چې له پېړیو ویاړ و، ممکنه نه وه چې دستي بل شي.حتا ځینو ته خو لا بې غیرتي ښکارېده چې تشدد ونه کړي. لیکن عدم تشدد په دې مانا نه دی چې ته کمزوری یا کمزورې یې، بلکې په دې مانا چې ته دومره پياوړتیا لرې چې پرته له تشدد، وحشت، وژلو او حتا ځورولو خپلې موخې ته ورسېږي. د ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو غوندې پاچا خان هم د وخت د ملایانو له داغونو او سختګیریو په امان نه و. خو د ده د دې لپاره چې دا حساسیتونه راونه پاروي، ان د ښوونځي او مکتب نوم په مدرسې بدل کړ.

پاچا خان پښتون ولس ته ژوند غوښت، غون‌‌‌‌‌‌ډې به یې په ترانو پيلولې. کلي به یې د ‌‌‌‌‌‌ډول په غږ راخبرول. که څه هم دا هیله یې پوره نه شوه چې پښتانه تر یوه بېرغ لاندې ژوند وکړي، خو دوی یې سره وتړل. دوی یې دومره نږدې کړل چې د ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېره برخه یې د پښتونخوا په مېرو تېره کړه، او ابدي کور یې جلال اباد ته راوړ. ده لسګونه کاله وړاندې دې ملت ته هغه څه غوښتل، چې نن سبا لږ و ‌‌‌‌‌‌ډېر احساس کړې چې یوازینۍ د ژغورنې لار همدا ده.

یادونه: د پاچا خان د خولې نقل قول او کیسې مې د ده له خپل لیکل شوي کتاب زما ژوند او جدوجهد څخه را اخیستې.

2 COMMENTS

  1. د باچا خان د شخصیت او مبارزې او افکارو او عقائدو په پاکی او سپېڅلتیا کی شک نسته خو خبره دده د هم کیشانو او هم تبارانو او هم فکرانو د عدم انسجام او د پڅو کارنامو د محصول په تحلیل کی ده
    د یو ملی قهرمان قهرمانی هغه وخت تکمیلېدای شی چي لارویان ئې د خپل قهرمان د ټولو او یا ډېرو ارمانانو د تحقق استعداد په ځانو کی وروزی
    د ځینو قهرمانانو او مشرانو سره په ژوندون درغلۍ کیږی او د ځینو سره په مرګ او د ځینو سره په دواړو حالاتو کی
    باچا خان هغه دروند کس ؤ چي د ارمانونو او هیلو سره ئې هم په ژوندون کی جفا شوېده او هم په مرګون کی

  2. “پاچا خان لسګونه کاله وړاندې ویلې و چې تر څو قوم کې سیاسي شعور پيدا نه شي پرمختګ نه کوي. هغه د ټوپک او ‌‌‌‌‌‌ډز ضد و. دا دی نن یې ژوندی مثال وینو، هغوی چې تر څلویښتو کالو ‌‌‌‌‌‌ډېر یې د وطن خاوره په مړیو ‌‌‌‌‌‌ډکه او د ولس وینه یې وزبیښله بالاخره دې پایلې ته ورسېدل چې “ټوپک” نور د کار څېز نه دی.
    بله مسله دا وه چې ده داسې قوم کې د ټوپک کیښودل غوښتل، چې هغوی ټول عمر ویاړ پرې کړی.”

    By far the biggest mistake made by Pacha Khan was to follow Gandhi’s non-violent way of seeking freedom. Fronting about ten thousand armed young Pashtuns in the front line then, may have resulted to a regional superpower controlling territory bordering Indian Ocean and Central Asia. Sometimes, there is no freedom in the absence of taking ټوپک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب