یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اتمې غونډې راپور / لېمه...

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د اتمې غونډې راپور / لېمه ودان

ځای: انلاین

نېټه: د ۱۴۰۲ل/ کال د چنګاښ ۲۵مه، د جولای ۱۶مه

د ګډون والو شمېر: ۲۸

ویانده: نرګس سهاک

راپور: لېمه ودان

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر اتمه غونډه د تل په څېر د کابل په وخت پینځه نیمې بجې پیل شوه. درې برخې یې درلودې، د غونډې په لومړۍ برخه کې په دې موضوع بحث وشو، چې ایا غونډې ریکارډ کړو که نه او پایله هم دا شوه چې ځینې غوندې به ریکارډ کېږي. 

د غونډې په دویمه برخه کې له اجنډا سره سم د اغلې سلما بدري په لاندې لنډه کیسه کره کتنه وشوه:

خنډ

ورېځو د لمر مخه نیولې وه، د واورې سپین بڅرکي ورو ورو د ځمکې خواته کوزېدل. له ونې ټیټ وچ کلک بازګل د بخارۍ سر پورته کړ. دود یې سترګې وتخنولې. په بېړه یې څو لرګي بخارۍ ته ورواچول. سر یې وربند کړ. انجینر رفیع وروکتل بیا یې تورې بڼورې سترګې څو ناستو ځوانانو ته واړولې. ویې ویل: 

ـ تر څو چې د خارجیانو مرستې شته، زما د دفتر دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده.  

یوه ځوان په توره نېکټايي ګوتې تېرې کړې، لاسونه یې لپه کړل. انجینر ته یې د خیر دعاوې وکړې. دوو نورو تنو غبرګ لاسونه پر نوې خرېیل شوې ږېره تېر کړل آمین یې وویل. انجینر پنډ لاسونه د څوکۍ پر ژۍ تکیه کړل. ودرېد. دواړه لاسونه یې پر ټټر کېښودل. تندی یې ورین شو ویې ویل:

ـ زه مو خدمت کې یم. هر کله راشئ.

ځوانانو سپین پاکټونه ورواخیستل. له کوټې ووتل. له ونې لوړ هډور سړی د کړکۍ خواته ورغی. په څو پوړیزو کورونو یې سترګې ولګېدې. ځای ځای لغړې ونې یې هم تر نظر تېرې کړې. موټی لاس یې خولې ته ونیو. وټوخېد. ویې ویل:

ـ د کابل هوا ژمي کې بیخي وژونکې ده.

مخامخ پر څوکۍ ناست ځوان ته یې وکتل. هغه سترګې د کمپيوټر پر سکرین ګنډلې وې. ګوتې یې خوځېدې. سړي په پک سر لاس تېر کړ. دروازې ته یې وکتل. له ونې ټیټ وچ کلک سړي جینګه خوله نیولې وه په ټیټ غږ یې وویل:

ـ انجینر صاحب! حاجي ملا راغلی. 

سړي وروځې پورته کړې په ورخطایۍ یې وویل:

ـ هله! د ننه یې راوله. 

شېبه پس په غوښو پټ، پنډ سړی چې د تور پټکي د پاسه یې ژېړ بخون پټو تر ځان تاو کړی و، کوټې ته ننوت. په تورو بوټو یې ځای ځای واوره نښتې وه. تر انجینر یې لاسونه تاو کړل. له روغبړ وروسته سړي په نوې سره کړې ږیره لاس تېر کړ ویې ویل:

ـ خدای رازق دی، بنده یې وسیله ده.

انجینر د هو په بڼه سر وخوځاوه. څو نخود یې خولې ته واچول. دروازې ته یې وکتل. غږ یې وکړ:

ـ بازګل کاکا! د حاجي صاحب ساتونکي درنه خپه نه شي.

له ها خوا تت غږ راغی:

ـ په سترګو!

ږیرور سړی یو پلو کوږ شو. له جېبه یې سپین کاغذ راوویست. د انجینر مخې ته یې کېښود. پګړۍ یې په سر سمه کړه. ویې ویل: 

دې لېست کې مې د ځینو بې وزلو کورنیو پتې لیکلې دي، په دې هیله چې مرسته ورسره وشي.

انجینر کاغذ ورپورته کړ ویې ویل:

ـ مرستې به په خپلو لاسونو ورووېشم، ته هېڅ اندېښنه مه کوه.

سړی جګ شو. پټو یې پر اوږو سم کړ. د انجینر سره له کوټې ووتل. بهر واورې سپینه لمن غوړولې وه. څو ځوانان له رنجر موټر راښکته شول. یو یې رامخته شو. ټوپک یې پر اوږه سم کړ. د حوېلۍ دروازه یې پرانیسته. انجینر وروکتل. د دروازې سره په ناستې ښځې یې سترګې ولګېدې چې له خپل ماشوم سره په لمده ځمکه ناسته ده. ماشوم له یخنۍ شین اوښتی و. غاښونه یې یو بل سره لګېدل. مخې ته یې څو اوسپنیز

 یوګوني پراته وو. انجینر څو قدمه ورمخته شو ویې ویل:

ـ توړۍ! دا ځای د ناستو دی؟ د موټر لاره دې بنده کړې.

ښځې ځای ځای سوری ټیکری په پوزه تېر کړ. په سختۍ جیګه شوه. انجینر موټر ته ښی لاس د سلامۍ په دود پورته کړ. په سپینه واوره کې د موټر د ټایرونو ردې ښکارېدې.

ــــــــــ

د کره کتنې په برخه کې ګډونوالو نظرونه وړاندې کړل.

 میمونه کامران: عالي کیسه ده، ښه نوم ورته ټاکل شوی ځکه واوره هم د بې‌وزلو د ژوند د ارامتیا خنډ ده. انجینر د کیسې اصلي کرکټر دی، ملا، ښځه او نور کسان فرعي کرکټرونه دي. د کیسې زمان او مکان ښه انځور شوي، که څو کاله وروسته یې هم څوک لولي، معلومه به وي چې د کوم وخت کیسه ده. مکالمې لنډې؛ خو ژور پیغام لري. د کیسې پیغام هم ښه دی؛ خو که لږ نور هم واضح شوی وی لا به ښه به و.

نعیمه غني: د کیسې پیغام ښه را اخیستل شوی او کیسه ښه پای ته رسېدلې یعنې لیکوالې لوستونکي ته فرصت ورکړی چې د کیسې د پای په اړه خپله فکر وکړي. بله خبره دا چې د کیسې اصلي کرکټر ښځه ده، ځکه چې ټوله کیسه په دې راڅرخي؛ نو ښه به وه چې تصویر یې نور هم واضح وی، دا به د کیسې د لا ښکلا سبب شوی و.

‎د کیسې په پیل کې راوي کرکټر ته انجینر رفیع خطاب کوي، دلته د راوي بې‌طرفي تر سوال لاندې راځي. راوي چې یو بې طرفه شخص دی ولې هغه ته انجینر رفیع وایي؟ ایا دا سړی په همدې نوم مشهور دی که څه؟

ښه به وی چې دا نوم د کیسې د کوم بل کرکتر لخوا کارول شوی وی وروسته بیا راوی را اخیستی وی.

‎بله خبره د کرکټرونو د پېژندنې ده، یو ځای لولو( وچ کلک سړی) بل ځای بیا لیکل شوي (له ونې لوړ وچ کلک سړی) دا ښه تصویرونه دي؛ خو تکراري شوي دي.

‎په کیسه کې لولو)لاسونه یې لپه کړل) دلته د دعا بڼه نه ده واضح شوې. که ملا دعا کوي، عربي به وي؛ خو که د ملګرو په مجلس کې څوک دعا کوي ښایي بیا داسې نه وي چې لاسونه سره لپه کړي.

‎د کیسې موضوع لږ څه ګونګه پاتې، مرستې مستحقو خلکو ته نه رسېږي؛ خو واضح شوي نه دي چې مرستې ولې نه ورته رسېږي، په کیسه کې لږ نور کار ته هم اړتیا وه چې را برخه واضح شوې وی.

‎وروستی انځور ډېر ښکلی او سمبولیک دی، (په سپینه واوره کې د موټر د ټایرونو ردې ښکارېدې) دا په دې مانا چې دا همدا معمول دی او تل همداسې شوي دي.

هیله هدایي: کیسه د فکر جلبوونکې ده، هر کرکټر منظم راغلی او ترتیب یې خوندور دی. د کیسې اخره برخه یو څه نوره هم واضح کېدی شوی، چې لوستونکي ته لا جالبه وی.

ځلا نور: ما ته دې کیسې احمدي صاحب رایاد کړ، دا چې سلما بدرې له احمدي صاحب سره وخت تېر کړی نو ښایي د ماحول اغیز وي. د نصیر احمد احمدي د کیسې ژبه انځوريزه وه د سلما بدري کیسه هم دا ځانګړنه لري. 

بله خبره دا چې د کیسې د پيل انځور(لمر د ورېځو مخه نیولې وه) تکراري شوی، د دې تر څنګ د کیسې ځینې انځورونه سمبولیکه مانا لري، لکه: له ونې لوړ هډور سړی د کړکۍ خواته ورغی. په څو پوړیزو کورونو یې سترګې ولګېدې. دا داسې مانا هم لرلی شي چې دا کس یوازې لوړ کسان ویني او هغه ښځه چې په واوره کې ناسته  ده هغه نه ویني.

په کیسه کې یو بل پیغام دا و، چې خارجیان په موږ زړه سېزي خو زموږ د خپلو خلکو زړونه کلک دي.  

فاطمې اعظم د د ځلا نور د خبرو په تایید وویل: سلما بدرې د احمدي صاحب د سبک پلوي کړې، داسې چې لوستونکی د کیسې صحنې ته بیایي. بله خبره دا چې د کیسې انځورکښنه ډېره عالي ده، لکه: (ښځې ځای ځای سوری ټیکری په پوزه تېر کړ) دا یو ښه انځور دی. د کیسې مکالمې روانې دي. په کیسه کې ځینې برخې که په یو څه بدلون سره راغلې وی، ښه به وه، لکه: (دود یې سترګې وتخنولې) د دې پر ځای که راغلي وی(دود یې سترګې ترخې کړې) ښه به وه. بل ځای لویو: (له هاخوا) د دې پر ځای که( له هغې خوا) لیکل شوي وی ښه به و.

یوه بله خبره دا چې په کیسه کې ټکي ډېر کارول شوي، که په اوږدو جملو کې کامې وکاورل شي؛ ښې به وي.   

ځولۍ لمن د نورو ګډونوالو د نظرونو په دوام وویل:  د دې کیسې په پیل کې زما توقع بل ډول وه. ما فکر وکړ چې په دې کیسه کې به ملا د بهرنیو مرستو مخالفت وکړي. دا د کیسې یوه ښېګڼه وه چې پای یې د لوستونکي د توقع خلاف وي. 

کامله عزیزي: په پیل کې چې حاجي ملا راځي انجینر ورخطا شوی، خو وروسته بېرته بې‌پروا کېږي، ښایي دا ځینې لاملونه ولري، له سلما بدري به یې وپوښتو.

شفیقه خپلواک: په دې کیسه کې د افغانسان د تېرو شلو کلونو د بهرنیو مرستو، بې‌وزلو، ملا او ټولنې یو ریالیستیک تصویر وړاندې شوی.

لوی پیغام د ټولنې کاذب حالت و، یعنې ټول په کاذب حالت کې دي.

بله خبره دا چې د کیسې د پیل انځور اضافي ښکاري، که واوره ورېږي نو لمر طبعا پټ دی.

د کرکټرونو د معرفي لپاره د هغوی د ځانګړنو یادول ښه لاره ده؛ خو دلته یوه پوښتنه دا ده چې ايا د دې کیسې کرکټرونه ډېر نه دي؟

هیله پسرلی: د کیسې اصلي پیغام حق حقدار ته نه رسېدل دی، چې لاملونه یې ښایي ډېر وي، په ټوله کې کیسه د دې موضوع اړینوالي ته اشاره ده. بله خبره دا چې د کیسې انځورونه کامیاب دي، په کیسه کې هر څه ویل شوي نه دي؛ بلکې ښودل شوي.

په ډيرو لنډو کیسو کې د کیسې راټول والی اړین دی، دا کیسه هم ډېره لنډه ده، تکراري پېښه نه لري او اضافي کلمات پکې کم دي.

د نصیر احمد احمدي د سبک اغیز په دې کیسه کې تر سترګو کېږي لامل یې دا دی چې احمدي صاحب ډېر لوستل شوی. د احمدي صاحب د کیسو یوه ځانګړنه دا ده چې کرکټر له حرکت سره معرفي کوي، دا ځانګړنه د سلما جانې کیسې هم لرله. 

د کیسې کرکټرونه ډېر دي، دا د دې لامل کېږي چې درک یې لوستونکي ته ستونزمن شي. یوه حل لاره دا ده چې کرکټرونه کم کړي بله لار دا چې بل پراګراف ته لاړه شي او د کرکټر نوم یاد کړي.

بله خبره دا چې په دې کیسه کې له پیله تر پایه د فقر او ثروت مقایسه لیدل کېږي. د بازګل په هکله نعیمې غني یاده کړه چې یوه ځانګړنه یې څو ځلې یاده شوې، وچ کلک انځور شوی؛ ایا دا هم فقر او ثروت ته اشاره ده؟ که په نابرابري تاکید دی ولې د تکراري انځور په ځای بل انځور نه دی لیکل شوی؟ 

لېمې ودان د هیلې پسرلی د خبرو په دوام وویل:

 په کیسه کې باید ان هره کلیمه د کیسې له اصلي موضوع سره مرسته وکړي، دا کار د دې لامل کېږي چې پلاټ لا پیاوړی شي. خنډ کیسه هم همدا ځانګړنه لري. لومړی که د کیسې نامه ته ځیر شو وینو چې له اصلي موضوع سره ډېر ښه اړخ لګوي، په دې کیسه کې اصلي کرکټر( ښځه) دفتر والو ته خنډ او مزاحمه ښکاري. د کیسې لومړی انځور هم د کیسې اصلي موضوع ته یوه اشاره ده. لکه څنګه چې ورېځو د لمر مخه نیولې، په کیسه کې هم ځینې لاملونه د دې سبب شوي چې د دفتر خلک له بې‌وزلې ښځې سره مرسته ونه کړي. 

د کره‌کتنې په پای کې سلما بدري له ټولو مننه وکړه او پوښتنو ته یې ځوابونه وویل:

سلما بدري: د کیسې په پیل کې د ورېځو او لمر انځور مې د کیسې اصلي موضوع ته د اشارې لپاره یاد کړی او یو بل ځای لغړې ونې هم ښځې ته اشاره ده، چې دواړه په سختو کې مقاومت کوي.

په کیسه کې مې کرکټرونه ځکه ډېر کړي، چې د دفتر ګڼه‌ګوڼه انځور کړم. 

کاملې جانې وویل چې انجینیر رفیع په پیل کې ورخطا شوی، دا ځکه چې په پیل کې دی له دې ويره لري چې حاجي ملا له دې خبر شي چې حق حقدار ته نه رسېږي؛ خو وروسته پوهېږي چې حاجي ملا هم د مرستې د اخیستلو لپاره راغلی. 

د غونډې درېیمه برخه نرکس سهاک په نظم پیل کړه، ورپسې ځلا نور یوه انتخابي څلوریزه ګډون والو ته واوروله. شفیقي خپلواک خپل نوی نظم او امنې فنا خپل نوی غزل وړاندې کړ. تقوا شکوري، نعیمې غني، منزې غفورزۍ او ځولۍ لمن هم خپل شعرونه ګډونوالو واورول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب