د ستنې سوری
د ستنې په سوري کې،
وريښمين تار،
وپېيل شو،
ستن،
په پټه،
خوله،
د ټوکره،
په غاړه کې،
سوري جوړوي،
څومره آسانه دي،
د زړه،
سوري سوري کول،
څومره ستونزمن دي،
د هغه بيا،
ګنډل.
- ****
د سهار سپين لاس
در ياب،
تر توپان وروسته،
خپلې ټولې څپې،
نڅا ته،
راوبللې،
– د باد او اوبو آواز،
تر ليرې واټنه تلې –
ځکه،
د سهار سپين لاس،
له ساحل نه،
د شپې د تيارې،
تورې لکې،
يوه په يوه،
ومينځل.
د شمع رڼا
خښتې،
خاورې،
رېګ،
کړکۍ،
ايندارې،
په کور کې،
کوټه شي،
په دښت کې،
د تروږمۍ،
ژوره تياره،
او يخني،
په حجره کې،
د شمع رڼا،
او تودوخې.
د شنډوالي
ناهيلي
بادونه،
تاوده،
او،
اورين الوځي،
وريځې،
زموږ پر کلي،
بې بارانه تېرېږي،
ځمکه،
د بې بارانه،
ورځو په اوږدو کې،
د ((شنډوالي د ناهيلۍ))،
شپې تېروي.
د صبحدم
د را رسېدو
هيله
يوازې،
کله چې،
د ماښام تياره،
خپل تور مخ،
کليوالو ته وښيي،
د هغوی،
په زړونو کې،
د صبحدم د را رسېدو هيله،
منګولې ښخې کړي.