یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبناول او رومان یو ژانر دی | ژباړه او ترتیب: حمیدالله عمرخېل 

ناول او رومان یو ژانر دی | ژباړه او ترتیب: حمیدالله عمرخېل 

 ناول انګلیسي توری دی، چې د ایټالوي له novella څخه اخیستل شوی. د نوي او واړه معنا ترې اقتباس شوې ده، مګر په نورو اروپایي ژبو کې د ناول پر ځای د رومان کلمه کاروي، چې د رومانس څخه اخیستل شوې. رومان په اصطلاح کې د اوږده داستان روایت دی، چې په ۱۶۰۵- ۱۶۱۵ کې د اسپانوي لیکوال میگِل سروانتس ساآودرا له اثر (دون کیشوت) سره وزېږد. دون کیشوت یو خیالي پهلوان و چې لاس او پښې یې نه وې؛ خو ماته یې نه منله.

فرانسوي رومانونو یې اساس کېښود او اروپایي رومان لیکوونکو تکمیل کړ. که څه هم مخکې افسانې، اسطورې، کیسې، نکلونه او حماسې موجودې وې؛ خو د فورم او محتوا له مخې له رومان سره توپیر لري. کله چې انسان خپل ځان وپېژاند او خپل فردي هویت یې پیدا کړ، رومان هم وزېږد. ځکه مخکې له رنسانس دورې څخه انسان نه خپل ځان پېژنده او نه یې هویت درلود، د مذهبي او اقتصادي تشکیلاتو او ټولنیزو مؤسسو سره تړلی و. اراده او سرنوشت یې له یوې ډلې سره و.

د رومان یعني (د ناول معادل) ډېر تعریفونه شوي دي، انګریز کره کتونکی ویلیم هزلیت وایي: (رومان، هغه داستان دی، چې واقعیت ته نژدې د بشر د عاداتو او حالاتو په اړه لیکل شوی وي، لکه د بزرک علوي رومان (سترګې یې) رومان له اولسمې پیړۍ وروسته د بشري ژوند تحول سره یې نوره هم ښکلا پیداکړه او په شرق او غرب کې هم پرمختګ وکړ. د اکثره رومانونو عناصر د ژوند واقعي پېښو ته ورته دي؛ خو تمثیلي او تخیلي رومانونه هم شته، چې له واقعیت څخه په تقلید نه دي جوړ شوي او د ټولنې واقعي تصویر هم نشي وړاندې کولای. 

د ناول حجم له ۴۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ مخونو یا له دې څخه هم ډېر مخونو کې لیکل کیږي.

ویل کېږي چې رومان د یو زرو یوه شپه ( الف ليلة وليلة ) کیسو تر اغېز لاندې رامنځته شوی دی.

ناول په لومړیو کې د روایتي شعر په شکل و، وروسته  نثر کې راڅرګند شو.

د ناول هدف د ژوند پېژندل نه دي بلکې تخیل سره د هغه تصویرول دي یعنې نوی لید چې د رومان لیکوونکي د کار اساس جوړوي.

د ناول کلمه په اوسنۍ بڼه په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې سر رااېستی دی. وروسته بيا له انګليسي او هسپانوي څخه په نورو ژبو ورګډه شوې ده.


مور يې ايټالوي کلمه novella  ده، چې د (نوي)، (خبر) او (نوې لنډې کيسې) په معناوو کارول کېده. نيا يې، يعنې لاتيني کلمې Novus (هم د (نوي) معنا لرله. 

اوس هم د نړۍ په ګڼو ژبو ناول ته رومان، او په ځینو کې رومانس وايي؛ نو ویلای شو چې رومان د ناول یو ډول دی. لکه ناول نور ډولونه هم لري، تاریخي، جاسوسي ، سیاسي او نور … رومانتیک یا عشقي ناول ته همدا رومان یا رومانس وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب