شنبه, اپریل 20, 2024
Home+په دښتو کې جنتونه"، د پرمختګ او هېواد پالنې بې جوړې درسونه"

په دښتو کې جنتونه”، د پرمختګ او هېواد پالنې بې جوړې درسونه”

شمس الحق حیران 

څو ورځې وړاندې مې د سروش کتاب پلورنځي په فیسبوک پاڼه د لسو نوو کتابونو د چاپ خبر ولوست او د دغو کتابونو د پښتیو د تصویرونو په لیدو مې تلوسه یو په دوه شوه. پنجشنبې ته مې شېبې شمارلې چې ورشم او د یادو کتابونو په پېرلو په خپلو هډو ناست د مطالعې لېوني پېریان څو ورځې نور هم آرامه کړم. پنجشنبه راورسېده، په دې ورځ د کابل د لویې جرګې خېمه کې د مزاري ۲۶م تلین نمانځل کېده، ګام پر ګام لارې بندې وې، سهار دفتر ته د تلو پر مهال مې هم یو ساعت پلی تګ وکړ او ښه یې ستړی کړم. ماسپښین مهال لاغونډه نه وه خلاصه شوې، یوه نیمه بجه د تلویزون په غره تر یو ځایه موټر کې او وروسته یو ځل بیا پلی راواوښتم، بې سېکه وم خو د نوو کتابونو د لوستلو تلوسې هر ځل نوی ځواک راکاوه. کتاب پلورنځي ته ورغلم، «په دښتو کې جنتونه» مې له څو نورو کتابونو سره یو ځای وپېرلو، صبر مې ونه شو، تر کوره غزېدلې لاره هم د تل په څېر له بیروباره ډکه او ځای ځای پکې زموږ موټر لکه د مار غوندې هسې په سینه مخ پر وړاندې ښویېده. زما صبر ونشو، په وچو شونډو مې ژبه راتېره کړه او په سپېرو دښتو کې د زړه وړونکو جنتونو په لټون پسې مې د کتاب پاڼې راواړولې. لامې دوه درې پارګرافه نه وو لوستلي چې د ښاغلي نعمان دوست، خواږه نثر لکه د سمندر شوخې څپې زما د احساس پر څنډو ولګېدې راولګېدې، کله ناکله مې له تلوسې ساه په سینه کې په ټوپونو شوه او کله ناکله به مې بې اختیاره د کتاب پر پاڼو له سترګو اوښکې راوڅڅېدې. تر کوره ورسېدم، د شنه چای په ملتیا مې د دښتو د جنتونو تر دروازو غزېدلې کږې وږې لارې طی کولې.

«په دښتو کې جنتونه» د هېواد د پیاوړي ژورنالیست او کالم لیکونکي نعمان دوست یونلیک دی چې عربي متحده اماراتو او ایټالیا ته د خپلو دوو سفرونو مشاهدات، یادښتونه او له افغانستان سره په پرمختیايي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د یادو دوو هېوادونو پرتلیز درسونه يې پکې کښلي دي.  د کتاب نوم ډېر په زړه پورې دی، همدا چې په پښتۍ یې د برج خلیفه ودانۍ، عربي اوښبه او له درېو اوښانو وړاندې شنه سمندر پر سر د ورېځو کاروان وګورې، زړه ته دې لوېږي چې یاره حتمي پکې د عربي متحده اماراتو د پرمختیا، اقتصادي غوړېدنې او د نړۍ پر یو لوی بازار د دغه هېواد بدلېدو رازونه پراته دي. د کتاب پیلیزه لکه زموږ د بل هر هېوادوال په څېر، د کتاب د لیکوال ښاغلي دوست د ژوند په یوه تراژيدي پیلېږي، سړی حیران شي چې تراژيدي او دردونه په ويښه او خوب کې زموږ مله وي، آن د نورو هېوادونو په سفر کې هم هره شېبه زموږ له ذهنه د لیدلو منظرو رنګ پيکه کوي او د خیال مارغه مو د مرمرینو ماڼیو پر ځای د خپل وران هېواد د کنډوالو او پرې شوو ونو له پاسه الوت ته مجبوروي.

ما تر اوسه ګوتې په شمار سفرنامې یا یونلیکونه لوستلي دي، خو «په دښتو کې جنتونه» یونلیک له ټولو نورو هغو بېل کیف او تلوسه لري. په دې یونلیک هم د یو جذاب ناول تنده ماتېږي، هم د څېړنیزو او کره تاریخي لاسوندونو په وړاندې کولو سره د یو څېړنیز اثر ځانګړنې لري، هم په یو وخت د افغانستان، عربي متحده اماراتو او ایټالیا د پرمختیا، عروج او ځوړتیا پرتلیزه شننه کوي، هم ګام پر ګام د افغانستان تاریخ، کلتوري ارزښتونه، تاریخي آبدات او د پېړیو، پېړیو راپاتې آثار راپېژني، هم د دغو آثارو د لوټ تالان ترخې کیسې راباندې لولي او هم د ولسواکۍ او جهاد د سپینو نقابونو تر شا هغه تورې څېرې راپېژني چې د کابل په تنکي وجود یې خپلې وحشي او تېرې زامې خښې کړې او د سپېڅلو شعارونو په زور یې د افغاني ارزښتونو، پرمختللي ژوند، سوکالۍ او هوساینې رنګونه تت کړل او د زرګونه انسانانو وینې یې وزبېښلې. د کتاب لیکوال په یو بېل انداز د نورستان په څېر هېرې شوې ټولنې په ټولنپوهنه غږېږي، د نورستانیانو تاریخي، ټولنیز او کلتوري روایات بیانوي، د اماراتو د (الشندغه) کلي تاریخي آثار او په زړه پورې ساده جوړښت او د بیت الشعر لوحه یې د لغمان د (عقل تمامې) تاریخي کلا د خاورو ډېرۍ ته دروي، د غازي محمدشاه خان بابکرخېل، غازي وزیر محمد اکبرخان او نورو اتلانو د اتلولیو او د افغان – انګلیس جګړو پر مهال د عقل تمامې کلا ارزښت او روایات پرې راسپړي.

ښاغلی دوست چې کله د دښتو د جنت (عربي متحده اماراتو) د ښکلاو پر ننداره ورګډېږي، تر هر څه لومړی یې دا پوښتنه په ذهن منګولې نښلوي، چې ولې د سپېرو دښتو له منځه داسې ښکلا، سکون، بشري پرمختیا او د انساني خلاقیت بې شانه نمونې سر راپورته کړی؟ او زموږ په څېر د په اصطلاح ۵ زره کلن تاریخ لرونکی ملت د پرمختیا او آرامۍ له مرغانو هېر شوی دی؟ دی په ګڼو تاریخي آثار او مقالو کې د اماراتو د یووالي او هېوادپالنې راز پلټي او وروسته یې پام کېږي چې څنګه د دغه هېواد د ۷ امارتونو (ابوظبۍ، دوبۍ، شارجې، عجمان، ام القیوم، رأس الخیمه او فجیرې) شیخان د یووالي پر ټغر راټول شول او د یو بل په منلو او اخلاص سره یې د عربي متحده اماراتو هېواد بنسټ کېښود. لیکوال ته د یادو ۷ شیخانو د یووالي د تړون په لوستلو سره د خپل وران ټاټوبي افغانستان د ۷ جهادي تنظیمونو د مشرانو د یووالي او یو بل منلو هغه سوګند وریادېږي چې د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلي مکان (کعبه شریفه) کې یې خوړلی و چې نور به یو بل نه وژني، هېواد به نه ورانوي او په افغانستان کې به د سوله ییزو هڅو له لارې یو داسې نظام جوړوي چې اسلامي وي او ټول ولس ته د منلو وړ وي. خو پورتنۍ پرتلنه یې هغه وخت له قلم د غشي په څېر تېره او زړه بوږنوونکي کلمات راباسي چې د خپلو جهادی غلامو رهبرانو اېمان یې د یووالي پر ځای د قدرت د لېونۍ نشې په مخ کې ګونډه کېږي او د کعبې سوګند د کابل پر ټپي بدن د خپل راج چلولو په تنده ماتوي.

لیکوال تر ډېره د هغو رازونو د رابرسېره کولو هڅه کړې ده چې په دښتو کې آباد عربي متحده امارات ته یې د دښتو د جنت لقب وربښلی دی. نوموړي د پرمختګ دا رازونه په فردي او ټولنیزه کچه ارزولي او نچوړ یې ترې دا راویستلی چې په عربي متحده اماراتو کې زغم، یو بل منلو، فردي آزادیو او فکر ته درناوی، هېوادپالنه، د اقتصادي او پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د ځان بسیاینې لپاره د تېلو د بدیلې لارې – ګرځندوی صنعت- ته وده ورکول، پراخ او عصري مارکېټونه، برښنايي حکومتولي، له ګاونډیانو سره د رغنده او نېکو اړیکو جوړول، په سوله ییزه لار د شخړو هواری، د برج خلیفه په څېر د نړۍ د حیرانوونکو ودانیو او ځایونو آبادول، زده کړو ته جدي پاملرنه، په عصري او هنري بڼه د کاروبارونو تنظیم، د قانون حاکمیت، د جرایمو او ترهګریزو هڅو پر وړاندې جدي مبارزه، د تاریخي آثارو ساتنه او بشرپالنه ټول د دې لامل شول چې دا هېواد بې ساری او چټک پرمختګ وکړي او د منځني ختیځ په ناورین ځپلې سیمه کې پر یو عصري او ښکلي پرمختللي هېواد بدل شي.

«په دښتو کې جنتونه» یونلیک د ښکلا یو راز د لیکوال جادوګره ژبه، له تلوسې مالامال تسلسل، جادويي ترکیبونه، د تاریخي روایاتو تنقیدي شننه، د پېښو د وګړنیزو او کلتوري اړخونو سپړنه او د خورا ښکلو تشبیهاتو کارونه ده. نوموړی یو ځای کاږي: ” د اماراتو شېخانو، نه په خپل ځان دا ارت جهان دومره تنګ کړی او نه په نورو. بله خبره دا ده چې هلته له نیمايي زیاتو بربنډو ته هم څوک نه ورګوري او رای پرې نه وهي. دلته خو بېچاره ګانو په سره ګرمۍ کې ځانونه په چادریو کې پټ کړي وي، یا په حجاب کې سیاه پوشه وي؛ خو بیا به هم د ځينو سترګې ورپسې دومره کږې وي چې آن له کولکونو یې د لوېدلو وېره وي…”

یا دا چې: “موزیمونه په ټوله نړۍ کې له پوره پام څخه برخمن دي. ځکه همدا دي چې د یوه وطن د تاریخي هویت په ساتلو کې مرسته کوي، خو زموږ ملي موزیم بیا لکه زموږ د وطن د دردوونکو پېښو شاهد پاتې شوی. آثار یې لوټ شوي، وېجاړ شوي او حتی په خپله هم د بې رحمه جګړه مارو په سنګر بدل شوی دی. د سپکو او درنو وسلو آتشي مرمۍ یې په دېوالونو کې سړې شوي دي او …”.

لیکوال عربي متحده اماراتو ته د خپل اونیز سفر په ترڅ کې د هغه هېواد په ډېرو تاریخي سیمو، آسمان څکو ودانیو، تر سمندر لاندې تونل، لرې پرتو سیمو، ساحلونو، میراکل بڼ، کریک پارک، دښتو او نورو ښکلو سیمو راګرځېدلی او ګام پر ګام یې د دغو سیمو ښکلاوې د خپل هېواد له ګرځندوی ارزښت لرونکو سیمو او تاریخي آثارو سره پرتله کړې دي. د بامیانو د بودا مجسمو وېجاړونې مستند تاریخ، د ملي موزیم د لوټ او تالان غموونکی داستان، له انګرېزي جنګي او ملکي اسیرانو سره د افغان غازیانو بشردوستانه چلند، له اسلام وړاندې عربي شعر سره د پښتو لنډیو موضوعي پرتلنه، د نورستان د خلکو دود، تاریخ او کلتور، په افغانستان او اماراتو کې د خیریه کارونو مخینه او په اماراتو کې د پردېسو افغان کډوالو هیلې هغه مسایل وو چې ما یې په اړه لومړی ځل «په دښتو کې جنتونه» کتاب کې ژوره تاریخي او مستنده څېړنه ولوسته. د یادو مسایلو راسپړنه ښايي نورو آثارو کې هم شوې وي، خو په دې یونلیک کې یې څېړنه یو بېل خوږوالی او زړه راښکون ځکه لري، چې یو خو دا څېړنه په مستندو آثارو ولاړه ده، بل د لیکوال د لیکنې سبک خورا ښکلی، له انساني عواطفو مالامال او د بې جوړې ترکیبونو په ښکلاو پسوللی دی او درېیم یې بیا دا چې لیکوال په وچ زور د خپلې لیکنې په تار کې کې د وطندوستۍ احساسات نه پيي، بلکې هره کرښه یې د هېوادپالنې زر کیسې په خپله لمن کې رانغاړي او د معصومیت یو بېل رنګ پرې غالب دی.

د کتاب دویمه برخه ایټالیا ته د ښاغلي نعمان دوست د سفر یادښتونه او مشاهدات دي، چې د «فاطمې اوښکې» تر نوم لاندې یې راټول کړي دي. په دې برخه کې هم لیکوال د ایټالیايي طبیعت د ښکلاو، تاریخي آثارو، پیاوړې حکومتولۍ، ښاري نظم، هېوادپالنې، دندې ته د ايټالویانو ژمنتیا او له یاد هېواد سره د افغانستان د سیاسي او کلتوري اړیکو اوږده تاریخ ته ځغلنده کتنه کړې او تر څنګ یې په یادو برخو کې د خپل مور وطن افغانستان د وروسته پاتې والي دلایل هم په ګوته کړي دي.

پر دغه کتاب ډېرې خبرې کېدای شي، خو زه چې ایله څو شېبې مخکې مې د دې کتاب وروستۍ پاڼه راواړوله، د یاد کتاب تر مطالعې وروسته پر خپل ذهن د هېوادپالنې، انسان دوستۍ او زغم داسې عجیب کیف او تأثر سره مخ یم لکه د نصیر احمد احمدي کوم بل نوی ناول چې د دې ټولنې د یوې بلې ناویل شوې کیسې له سره پرده پورته کړې وي، په خوږلنو ترکیبونو د خپل هېواد د ناآرامه درد لپاره درمل وړاندیز کړي وي او ما تازه په تازه مطالعه کړی وي. د خوند خبره دا ده چې اوس زموږ د لیکوالو یونلیکونه هم د احمدي صاحب د ناولونو په څېر له تلوسې، عالي درسونو، د بشرپالنې او انساني پرمختګ له رازونو ډک دي.

ښاغلي نعمان دوست ته یو ځل بیا د دغه په زړه پورې یونلیک د چاپېدو مبارکي وایم او ټولو افغانانو ته بلنه ورکوم چې «په دښتو کې جنتونه» کتاب ولولي، د خپل هېواد د ځوړتیا او نورو د لوړتیا او عروج په رازونو ځان پوه کړي او د یو باعزته سبا لپاره د ګران هېواد افغانستان د یو ژمن بچي په توګه خپله ونډه آدا کړي.

په دې هیله چې یوه ورځ یو عربي لیکوال هم د افغانستان له یون وروسته، « د پامیر غېږه کې پروت جنت» په نوم یو داسې یونلیک ولیکي چې د افغانستان ودې، آرامه ژوند او هوساینې ته د عربي ځوانانو زړونو کې همدومره تلوسه وپنځوي، لکه د ښاغلي نعمان دوست کتاب چې زموږ زړونو کې د عربي متحده اماراتو په هکله وپنځوله.

1 COMMENT

  1. نړۍ مننه، حیران صیب
    ښاد او اباد اوسئ چې په پوره دقت مو لوستی او خپل قیمتي نظر مو څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب