جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهرحماني: حکومت دې؛ په ادارو کې د سرپرستۍ موضوع پای ته ورسوي

رحماني: حکومت دې؛ په ادارو کې د سرپرستۍ موضوع پای ته ورسوي

تاند(شنبه، د حوت ۱۶) د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني یو ځل بیا پر حکومت غږ کړی دی چې په ادارو کې دې د سرپرستۍ موضوع دې پای ته ورسوي.

نوموړي نن د ولسي جرګې د اوولسمې دورې د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې حکومت باید هر څومره ژر چې کېږي د پاتې وزارتونو لپاره نوي وزیران د اعتبار رایې اخیستو لپاره دغې جرګې ته ورمعرفي کړي.

رحماني دغه راز له طالبانو غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې ټینګښت لپاره نرمښت وښیي.

هغه زیاته کړې چې طالبان باید له هغو طرحو لاس پر سر شي چې اجرایي جنبه نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته طالبان غواړي د افغانستان په تاریخ کې په عزت یاد شي نو باید تاوتریخوالی کم او تلپاتې اوربند ته غاړه کېږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب