جمعه, مې 17, 2024
Home+سريلانکا له ويسټ انډيز نه د لومړۍ لوبې بدل واخیست

سريلانکا له ويسټ انډيز نه د لومړۍ لوبې بدل واخیست

تاند ( شنبه، د حوت ۱۶) سريلانکا په دوهمه نړيواله شل اوريزه لوبه وېسټ انډیز ته ماته ورکړه.

د لوبې پيل کې سريلانکا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې وکړې.

دنوشکا ګونتاليکا ٥٦، پاتوم نسانکا ٣٧ او اشين بندارا ٢١ منډې وکړې.

ويسټ انډيز ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې یې د ٤٣ منډو په توپير وبایلله.

اوبيد مک کاى ٢٣، لينډل سيمونس ٢١، کريس ګيل ١٦ او کيرون پولارډ ١٣ منډې وکړې.

د سريلانکا له خوا ډي سلوا او لکشن سنداکان ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣-٣ لوبغاړي يې وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی ډي سلوا وټاکل شو.

د يادولو وړ ده چې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه ويسټ انډيز او دويمه سريلانکا وګټله.

د لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه به د مارچ په ٨مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب