شنبه, اپریل 27, 2024
Home+پټان ناول | زهير سپېڅلی

پټان ناول | زهير سپېڅلی

«پټان» د ارواښاد «نصير احمد احمدي» ناول دی.
«پټان» د ناول په ژبه په هندوستان کي د ډېرو پښتنو له منځه د يوه پښتانه زرين نوم او رنګين بيان دی.
«لاجمير» د دې ناول اصلي کرکټر دی چي ټول ناول د خبريالي ځينو پوښتنو ته د ده د ځوابونو او يا د ده له خولې هغه کيسه ده، چي د پلار تر وفات وروسته له غزني هند ته لاړ؛ د پلار د پاته کاروبار سرپرستي او پالنه ئې پر غاړه واخيسته او په هندۍ ټولنه کي د ده ژوند داستان دی.
په دې ناول کي د هندۍ ټولني د ژوند، دود دستور او کړو وړو په هکله خبرېږو.
په دې مو خبروي، چي هر ځای، هر کار په واسطه او رشوت نه کېږي؛ خلک د خپل هيواد او ټولني اصولو او قوانينو ته څومره وفادار دي.
خلک څومره د زدکړي او تعليم په ارزښت پوهېږي، چي په هر څومره کمزوري اقتصادي حالت کي بيا هم په اولادونو تعليم کوي او په دې هم وياړي، چي هر فرد خپلي ټولني ته د خدمت په نامه په کمو امکاناتو هم کار کوي.
بل ټکی دا دی، د ناول له لوستلو سره په دې هم پوهېږو، چي د نورو ټولنو په اړه چي موږ څومره منفي فکر او تصور کوو، هغسي نه وي.
هغه دا چي خپل او د بل عزت ساتنه او پت پالنه په غريبۍ او شتمنۍ اړه نه لري.
ښېګڼه، نېک چلن، د بېوزلو لاسنيوی، له نورو سره مرسته او ځيني نوري خيريه چاري په خان او غريب نه ده، فقط احساس غواړي او دقت پکار دی.
د ناول په نهم مخ کي زموږ د ټولني يو دا درد انځور شوی دی، چي ډېری  وروڼو او پلرونو  په بل وطن کي ځوانۍ زړې  کړې. آن تر دې چي ځينو پلرونو دومره اوږدې مسافرۍ کړي دي، چي کله کور ته راشي، خپل اولادونه ئې نه پېژني.
مېرمن ئې تور وېښته د ده په نامه سپين کړي او د ده په نامه ناسته وي، دا له ځان سره،  له مېرمني او هم له اولاد سره جفا او ظلم دی.
الله جل جلاله دي د وطن هر وګړی پر خپل وطن او پر خپل کور کړي، چي د ورځي د کار ستوماني ئې د خپلي مېرمني او خپل اولاد په ليدو ختمه او هېره شي.
«لاجمير» چي خپل پلار نه و ليدلی، په مسافرۍ کي ترې وفات شو، دی دا درد او مرګ داسي وايي، لکه د پلار د مرګ له خبرېدو وروسته چي هم هيڅ نه وي شوي!!!!
«مور مې ژړل، خو ما ته پروا نه راتله، ما خپل پلار نه و ليدلی، په پلرنۍ مينه نه پوهېدم، بې تفاوته وم، نه يې راسره خندلي وو، نه يې راسره ژړلي وو، نه يې سپک کړی وم، نه يې تشويق کړی وم، نه يې له بغوره (اننګي) کش کړی وم، ان غږ مې يې هم نه و اورېدلی. ژړا به ولې راتله! داسې څوک مړ و، چې نه مې درلود.»
دا ناول دا هم راته وايي: که انسان شتمن وي، لوړ منصب لري او هر څه ورسره وي، دا په ده پوري اړه لري، چي څنګه له خپلي شتمنۍ، له خپل مقامه او  له خپل نامه استفاده کوي؟
له نورو سره ئې چار او چلند څنګه دی؟
د ده تر لاس لاندي کسانو سره څنګه ګزاره کوي؟
د نورو له مجبورۍ او بېوسۍ خو به ناوړه استفاده نه کوي؟
ده ته د نورو نيولي محتاج لاسونه رټي او که ئې اړتيا پوره کوي؟
«لاجمير» هم په لومړيو کي د هندۍ ټولني په اړه منفي  فکر کاوه او منفي کرکټر و، خو وروسته ئې ځان داسي مثبت کرکټر جوړ کړ، چي په هندۍ ټولنه کي اتل شو.
د سرونو پر ځای ئې پر زړونو واکمني کوله.
بشر ته  ئې خدمتونه  وکړل.
ده ته  ډېر نيول شوي خالي لاسونه ئې ډک کړل.
د ډېرو خلکو زړونه ئې د ځان کړل.
د وړو او زړو دعاګاني ئې يووړې.
د  خلکو په خولو او زړو کي د «پټان» د مېړاني کيسې وې او د «پټان» نوم ئې په هند کي وځلاوه.
چېرته چي خلک ټولنيز، ملي او سياسي شعور نه لري، علمي سويه او د پوهي کچه صفر وي؛ هغوی همداسي د ځان او ټولني مادي او معنوي شتمني له لاسه ورکوي. لکه، د ناول په وروستيو کي چي «لاجمير» غزني ته د خپل راتګ او د خپلو کارونو د شروع  په اړه وايي:
«لاجمير» د خبريالي دا پوښتنه (په دې دومره وخت کې بيا خپل وطن ته تللی يې) داسي جوابوي.
«يوازې، يو ځل.
څلور کاله مخکې مې مشر تره مړ و، له مور سره لاړم. د غم ورځې تېرې شوې. له ځان سره مې وويل چې راځه، خپل وطن دې دی، دا خلک هم د بېګاه نه لري، د مرستې حق يې دی. اول مې د کلي لاره جوړه کړه، بيا مې د مکتب نخشه واچوله. د غزني له ښاره مې پخې خښتې راوړې، خو تهداو لا نه و کيندل شوی، چې له مور سره راوتښتېدم. اوازې وې چې لاجمير د هندوانو دستوري سړی دی. له موسسې يې پيسې راوړې، يوه ملګري مې راته وويل چې تښته، وژني دي.»
دلته ئې زموږ خلکو داسي هرکلی کړی دی.!!!
وروستی دا چي
د انسان د مثبت او ښه کرکټر کېدا فارموله ډېره اسانه ده، خو انسانانو سخته کړې او په شرايطو پوري ئې تړلې ده.
 د دې ناول وروستۍ جمله د خبريالي وروستۍ پوښتني ته د «لاجمير» وروستی ځواب دی او د انسان کېدا اسانه فارموله ده، چي وايي:
«انسان کېدا اسانه ده، بس! لږ پام او لږ زحمت غواړي.»
يادونه:
د (پټان) ناول له لوستو وروسته مي دا پورته ياداښت هغه وخت ليکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب