پخوا پخوا زمانو کې، د غرونو ترمنځ یو هېواد و، چې ورځ یې له جبر، او شپه یې له دړده ډکه وه. داسې یو ظالم واکمن پرې واک چلاوه؛ چې نه له خدایه وېرېده، نه له انصافه شرمېده
د ښځو د حقونو او درناوي په اړه یې هېڅ باور نه درلود. هره ورځ به یې د ځپلو لپاره نوې ـ نوې فرمانونه راایستل.
شعار یې دا و:
«ښځه، یا د کور ده، یا د ګور!»
په پاچاهۍ کې یې ښځه نه د مینې، نه د زده کړو او نه د ژوند لپاره پیدا شوې ګڼل کېده، بالکې د درنو کارونو، زغملو، بندښت او سپکو سپورو نښانه وه.
د همدې وطن د غرونو په لمن کې یوې تنکۍ پېغلې، زرزري، هم هره ورځ د کاڼو درانه بارونه پورته کول. له خپلې مور او ډېرو نورو ښځو سره به یې، د کاڼو د ګوڼیو (بوجیو) په ډکولو کې مرسته کوله.
د وچې ډوډۍ لپاره به ساعتونه، ساعتونه په اوږدو کتارونو کې ولاړې وې.
لمر به یې مخونه سوځول، که لږکې به هم ورو ولاړې، یا به د متروکو ښکار شوې، یا به یې له کمڅیو راکشولې
په شونډو، پوزو او غاړو یې، د بې رحمۍ نښې له ورایه ښکارېدې، او د بنګړیو پر ځای یې په مړوندونو کې اوسپنیزې کړۍ شرنګېدې.
زرزري به تل له ځانه پوښتنه کوله:
«زموږ ګناه څه ده؟ دا ځکه چې ښځې یو؟
ایا کوم ځای به وي، چې ښځه انسان ګڼل کېږي؟
ایا نورې ښځې هم په نړۍ کې شته؟»
یوه شپه، له ژړا، ستړیا او سترې نهیلۍ سره کور ته راستانه شوه. ښځې یې راغونډې کړې.
په ژړغوني غږ یې ورته وویل:
«ای زما خویندو، میندو! راځئ، نن شپه د صبر غره ته ولاړې شو. خپل دردونه به ورته بیان کړو — له دې ژونده سختې ستړې یو!»
” د صبر غر د بې وسو خلکو پناه ځای و. هلته به ورتلل، زړونه به یې ورسپاړل، د ژوند کړاوونه به یې ورسره شریکول، غر به غوږ غوږ و او هر دړد به یې په زغم اورېده.”
زرزري مخکې شوه، ټولې ښځې په یوه زړه یو امید پسې روانې شوې.
غره ته ورسېدې. لمنه یې پراخه وه، پاس اسمان ته یې وکتل.
سپوږمۍ، د وريځو پر دیوالونو لکه مئینه پېغله، ښکته پورته کېده
ټولې سمې دمې ودرېدې. لاسونه یې پورته کړل
د ژړا په انګازو کې یې چغه کړه:
«ای د آسمانونو او ځمکو خدایه!
موږ ستا بندګانې یو، خو د تیري لاسه راغلي یو.
مونږ نه غواړو وژغورل شو — مونږ غواړو بدلې شو!
که زموږ آواز اورې، زموږ څېرې بدلې کړه
موږ انسانان نه ګڼل کېږو — موږ په حپل رحم او کرم تېږې کړه!»
سترګې یې پټې کړې، دعا لا پای ته نه وه رسېدلې، چې له آسمانه یوه پړکنده، رڼا راوغورځېده.
غر ولړزېد، باد ودرېد او ښځې … په تېږو بدلې شوې.
سهار چې نارینه راپاڅېدل، کورونه د ارواوو استوګنځايونه وو، په خونو کې وږمې نه محسوسیدې.
ژوند پیکه، بېخونده شوی و. له دېوالونو رنګونه او ښکلاوې رژېدلې وې
حیران او لالهانده راووتل. کلي، کوڅې، غرونه یې وپلټل
په چیغو چیغو یې نارې کړې:
«زرزري! بس بي بي! بله نشتې!»
…او ګڼ نور نومونه…
خو له هغې خوا هېڅ ځواب رانغی.
غرونه چوپ وو، کلي تش وو
الویښ نور، د نښترو، څېړیو او ګورګورو پر څڼو، د ناز ګوتې نه وهلې
ګلونه دوړېدلي وو، له شونډو یې د شبنم دانې الوتې وې
سندرې، ټپې، لکه د شلېدلې اوګۍ ملغلرې، په خاورو کې رغښتې، لالونه شګې شوي وو
خو غر لا هم له ولاړو تېږو ډک و
له هغو تېږو، چې یو وخت ښځې وې
هغه ښځې، چې درناوي ورته نه کېده، د تل لپاره تېږې شوې، او د خدای حضور ته یې خپله بڼه بدله کړه.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٥ د جون ٢٠ مه