تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرېان ۶ مه) طالب چارواکي وايي چې د ريیس الوزرا په لارښوونه یوه لوړپوړې پلاوي له حیرتان بندر (بلخ) څخه تر هرات او له تورغونډۍ بندر (هرات) څخه تر کندهار پورې د ملي رېللارې د یو پلان شوې دهلېز د مسیر د ارزونې او نهایي کولو په په هدف پراخې لیدنې او سفرونه کړي دي.
دا وړاندیز شوې رېل پټلۍ به د هېواد دننه او د سیمې په کچه د نښلېدو لپاره مهمه مرسته وکړي.
د باختر آژانس د راپور له مخې، په دې ماموریت کې د ټولګټو، مالیې، کانونو او پیترولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو پراختیا، اطلاعاتو او کلتور، او اقتصاد وزارتونو جګپوړو چارواکو ګډون کړی وو. همداراز، د ملي چاپېریال ساتنې ادارې او د ادارې اصلاحاتو ریاست استازو هم پکې برخه اخیستې وه.
تخنیکي ټیمونو د بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، نیمروز، او کندهار ولایتونو په کچه له طبیعي، تخنیکي، اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیزو معیارونو سره سم د ممکنه رېللارې مسیرونه له نژدې وارزول. موخه دا ده چې داسې نهایي مسیر وټاکل شي چې د افغانستان اقتصادي وده، سیمهییز اتصال، او د ترانزیت اسانتیا ته زمینه برابره کړي.
یاد پلاوي له سیمهییزو چارواکو سره غونډې هم کړې ترڅو د سیمې اړتیاوې او د خلکو لیدلوري هم په پرېکړه کې په پام کې ونیول شي.
د دې ارزونو له بشپړېدو وروسته به، یو تخنیکي راپور ترتیب شي او د صدارت مقام ته به وړاندې شي. دا راپور به د رېللارې د مسیر رسمي اعلان او د تطبیق چمتووالي ته لارښود وي.
د لومړنیو اټکلونو له مخې، دا ټوله رېللار به ۱۴۶۸ کیلومتره اوږده وي او له ۹ ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او ۸۰۰ کلیو به تېره شي. دا پروژه به په دوو پړاوونو کې بشپړېږي.
لومړی پړاو به له مزارشریف څخه تر هرات پورې ۶۵۷ کیلومتره وي. دوهم پړاو به ۸۱۱ کیلومتره اوږد وي، چې له هرات څخه پیلېږي او د فراه، نیمروز، او هلمند ولایتونو له لارې د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته رسېږي.
باختر اژانس، چې دا خبر یې پرون (پنجشنبه) په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې خپور کړی، د دې پروژې لګښت، د تمویل سرچینو او د سروې او عملي پیل د نېټې یادونه نه ده کړې.
دا پورتنی عکس هم د تخنیکی ټیم دی چی پکی د مباح د علومو مهم کسان ښکاری. ټولی مهمی څوکی بیسواده ملایانو ته ورکړل شوی چی د کار اهل ندی. په حمارت مقرری په اساس د خپلوی، انډیوالی ده نه په اساس د زدکړې، تجربی او تحصیل ـ جمهوریت کی خو بیا هم تر یوه حده پوری مسلکی کسان ول خو پدی حمارت کی ټول حماریان ملایان دی ـ