د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (CIA) مشر وایي چې داسې «نوې او باوري» استخباراتي معلومات لري چې د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې تائیدوي چې ګواکې د ایران پر اټومي تأسیساتو د امریکا بریدونه په بشپړ ډول بریالي وو.
جان راتکلیف وویل، په ایران کې یوشمېر مهم اټومي سایټونه ویجاړ شوي او د دې هېواد اټومي پروګرام په کلونو شاته غورځول شوی دی.
همداراز، د امریکا د ملي استخباراتو رئیسې تولسي ګابارد، هم د نویو معلوماتو یادونه کړې، چې په وینا یې ښيي د نطنز، فردو او اصفهان اتومي تأسیساتو بیا رغونه به کلونه وخت ونیسي.
له هغه وخته چې د پنتاګون یوه محرمانه ارزونه خپره شوه — چې په کې ویل شوي و: د امریکا بریدونه یوازې د ایران اټومي پروګرام څو میاشتې شاته غورځولی — پر ښاغلي ټرمپ او د هغه د کابینې پرغړو فشار زیات شوی چې د دې ارزونې او د دوی خپلو څرګندونو ترمنځ د توپیر وضاحت وکړي.
ډ ایران اتومي پروګرام زیانمن شوی که له منځه تللی؟
د فردو تأسیسات ښايي د نړۍ له تر ټولو زیات څارل شوی ځای وي.
په ۲۰۰۹ کال کې، په لومړي ځل لوېدیځو استخباراتي سرچینو اعلان وکړ چې دا ځای د ایران یو پټ اټومي مرکز دی. اوس، دا درکول چې د امریکا بریدونو څومره زیان رسولی، د راتلونکي شخړې د مسیر د ټاکلو لپاره کلیدي اهمیت لري.
یوه افشا شوې ارزونه چې د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) له خوا چمتو شوې، ښيي چې د ایران د اټومي پروګرام اصلي برخې لا هم نه دي ویجاړې شوې، او دغه بریدونه یوازې د ایران پرمختګ څو میاشتې شاته غورځولی، نه څو کاله.
خو دا یوازې یوه ابتدایي ارزونه ده او دا د “ټیټې باوري کچې” درجه لري، ځکه چې لا هم له سترګو لیرې او په خورا پټه ځای کې د پېښې (د امریکا د بمبارۍ) د تحلیل لومړي پړاوونه دي.
د دفاعي استخباراتو اداره چې د پنتاګون تر چتر لاندې فعالیت کوي، د نظامي عملیاتو د ملاتړ لپاره تخصصي استخباراتي معلومات راټولوي، او له ادارو لکه “سيآیاې” سره توپیر لري.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال دن کین، له برید سمدستي وروسته نه وویل:
«د تاوان د حقیقي ارزونې لپاره به وخت ته اړتیا وي.»
خو دا چې د ایران د اټومي پروګرام “ویجاړیدا” یا “زیانمنېدا” څه معنا لري؟ او دا څنګه باید اندازه شي؟
د سپوږمکۍ تصویرونه یوازې د ځمکې پرمخ خالي ځایونه، خاورې او دوړې ښيي او دا د دې په اړه لږ معلومات ورکوي چې تر ځمکې لاندې څه شوي. همداراز، د سختو تیږو او خاورو لاندې تلو یا د غرونو د نړېدو نښې هم نه لیدل کېږي.
دا ښايي دې ته اشاره وي؛ سره له دې چې امریکا څو بمونه استعمال کړي، ایران له کافي فولادي کانکرېټ (آرمډ کانکریټ) څخه کار اخیستی چې بمونه اصلي تالار (هال) ته ونه رسېږي او تجهیزات ویجاړ نه کړي. دا لومړی ځل و چې دا ډول بمونه په عملي ډول په عملیاتو کې وکارول شول — چې دا په خپله د بېباورۍ کچه لوړوي.
سره له دې، سانتریفیوژونه چې د یورانیمو د غني کولو لپاره په لوړ سرعت څرخي، ډېر حساس دي. نو ځکه، ممکن چې چاودنو یو شمېر له کاره غورځولي وي.
د تاوان د دقیقې اندازې لپاره نور استخباراتي وسایل اړین دي —
لکه:
- زلزلهیي سنسرونه، چې د ځمکې لاندې چاودنو شدت او ژوروالی معلوموي
- د رادیواکټیف وړانګو کشف کوونکي وسایل، چې تر اوسه نړیوالو مفتشانو څه نه دي لیدلي
- لایدار (LiDAR)، چې له الوتکو یا ډرونونو څخه د لېزر پلسونو په وسیله د غره دننه درېبعدي نقشه برابروي.
همداراز، د خبرلوڅو راپورونه او مخابراتي استماع هم ډېر مهم دي، ځکه کیدای شي دا د ایران د چارواکو ترمنځ د خبرو جزییات ولري چې پکې د برید تاوان او پایلې ښودل کېږي. دا ټول معلومات به په دوامدار ډول تازه کېږي څو یوه باوري نهایی ارزونه تر لاسه شي.
حتی که د فردو په څېر سایټونه سخت زیانمن شوي او د لنډې مودې لپاره له کاره لوېدلي وي — دا د ایران د اټومي پروګرام مکمل پای نهشی ګڼل کېدای، ځکه چې دا پروګرام کیدای شي په نورو ځایونو کې بیا ورغول شي.
تر برید مخکې، د فردو په تأسیساتودکې د کانتینرونو (لاریو) ګڼحرکت لیدل شوی و. مهمه پوښتنه دا ده چې هغوی څه لېږدول؟ او چېرې؟
ټول شواهد دا ښيي چې تهران احتمالاً لوړ غني شوي یورانیم ذخیرې بل ځای ته انتقال کړي. بل غر چې د کلنگگزلا په نوم یادېږي، اوس د لوېدیځوالو پام ځان ته را اړولی، او ښايي یو شمېر سانتریفیوژونه هم هلته انتقال شوي وي، که څه هم داسې نښې شته چې دا اندازه کافي نه ده څو ایران خپل پخوانی سرعت وساتي.
حتی که غني شوی یورانیم موجود وي، د بم جوړولو لپاره نور پړاوونه هم شته — لکه تسلیحاتي جوړښت او د توغندیو سیسټمونه، چې دا ټول لوړ علمي تخصص غواړي.
یو له پاموړ اقداماتو څخه چې اسراییلو د جګړې په پیل کې ترسره کړ، دا و چې د ایران د اټومي پروګرام مهم ساینسپوهان یې ترور کړل، څو پرمختګ وځنډول شي.
بریدونو بې له شکه د ایران اټومي پروګرام وځنډاوه — خو تر کومه حده؟
د دې پوښتنې ځواب، په دې پورې اړه لري چې بیا څه پاتې دي؟
او بالاخره، دا به یوازې یوه ارزونه وي، نه یو دقیق شمېر.
دا ټول په دې معنا دي چې د لویدځوالو د استخباراتي ادارو هڅې به په راتلونکو میاشتو کې ډېرې شي، څو د ایران د اټومي پروګرام د حالاتو دقیق درک تر لاسه کړي. او که داسې شواهد وموندل شي چې ایران بیا په پټه خپل اتومي پروګرام غوي یا یې د بم جوړولو هڅې ګړندۍ شوې دي — نو د جګړې د بیا پیل احتمال به ډېر لوړ وي.