مقدمه:که د پښتو ادبیاتو په لړ کي د ادبي او نثري ټوټې خبره کېږي، نو اتومات به د سړي فکر ته د استاد ارواښاد ګل پاچا الفت او د هغه لوړ خیالونه او فکرونه او بالاخره د هغه ټول نثري کلیات مخي ته درېږي. یو له هغو لوړو، روشنفکرو او مستعدو لیکوالو څخه و، چي هر پراګراف ئې په کوزه کي بحر دئ، هره ادبي ټوټه یی کهکشان او هر مضمون یی یو کائینات دئ، د ځانګړی لاري، میتود او سبک ایجادګر دئ، شعر او نثر ئې له هري رنګارنګۍ څخه مالامال دئ. هو هغه الفت یادوم چي په پوهنتونونو کي که ئې پر نثرونو بحثونه او تحلیلونه ونه سي نو هلته به څوک لوستل کېږی؟ د همهغي لاری یو لاروی په کندهار کي تر هغه ډیر (۴۵) کاله کشر اما اوس په عمر مشر یو د لاري لاروی پر همدې لاري له وخته قدمونه اخیستي او اوس تر پختګۍ ته رسیدلی دئ – هو استاد احمد صمیم یادوم، استاد احمد صمیم د شیخ عبدالغفور خروټي زوی، چي په ۱۳۳۳هـ کال د کندهار په لومړۍ ناحیه د شاه قبر په کوڅه کي زېږدیدلی دئ، ارواښاد صدیق روهي یاد لیکوال او شاعر د پښتو ادبیاتو د تاریخ په معاصره دوره کي یاد کړی دئ.
د احمدصمیم فکري کعبه:
فکري کعبه دا په کندهار کي د استاد احمد صمیم ادبي او نثري ټوټو ټولګه ده، چي شاوخوا په ۱۹۰ مخونو کي استاد هارون صمیم سره راټوله کړېده، کتاب صداقت خپرندويي ټولني په ۱۴۰۴ هـ کال کي د لومړي ټوک په توګه خپور کړی دئ. ترتیب او راټولونه ئې هارون صمیم کړېده، د پیل د خبري په محتوا کي د استاد احمدصمیم پر ژوند، زوکړي، زدهکړو، دندو، اثارو او فکر ئې ږغیدلی دئ، د چاپ سوو اثارو تعداد ئې ۶ رسېږی، او نا چاپ اثار ئې ۱۲۸چي اکثریت ئې د کتابونو تلخیصونه یا لنډیزونه او غورچاڼ او انتخابونه دي، چي لیست سوي دي. د لیکوال شاوخوا ۱۶۶ ادبي او نثري ټوټې پکښي راټولي سوي دي، ځای – ځای ژباړي هم تر سترګو کېږي، ځیني ټوټې ئې تلخیصونه دي او ځیني تبصرې ته ورته مضامین هم لري.
صمیم او الفت
په مقدمه کي مي د ارواښاد ګل پاچا الفت یادونه ځکه وکړه، چي استاد احمدصیم ئې د فکر، لیکوالۍ میتود او
سبک سخت لاروی دئ، د فکر او ادبیاتو په برخه کي د ادبي او نثري ټوټو نه یوازي چي همسفره ئې دئ، بلکي د الفت په پيژندنه او څېړولو کی هم یکتا دئ. ډېر کلونه مخکي مي د استاد احمد صمیم یوه لیکنه ( الفت )مجله کي مطالعه کړې وه، چي په غالب ګومان د الفت پېژندني عنوان به ئې و، هغه وخت می ورڅخه سخت خوند واخیستئ او هغه وخت پوه سوم، چي صمیم نه یوازي چي الفت ښه پېژندلی دئ، بلکي د الفت پېژندني د مضمون د لومړنیو ایجادګرو څخه دئ او د الفت شناسۍ په اړه خپله وايي:
( د الفت، الفت په ما کي یو بل ډول الفت پيداکړ او د ډېرو بې الفته خلګو مي الفت پرې سو، که الفت نه وو، کار نه کېږي، دا الفت دئ، چي موږ به سره نژدې کوي.
الفت به زموږ مشر را ټاکي، دلته ډېرو خلګو د الفت اثار ولوستل ؛ خو الفت شناسان پکښي ډېر کم پیدا سوه.
دلته د نظر خاوندان ډېر کم پیداکیږي.)
استاد احمد صمیم نه یوازي د ارواښاد الفت شناسي ته موږ مستقیم دروي بلکي پخپلو لنډو خو ژورو ټوټو سره الفت داسي هم راپيژني:
(زه خپله الفت صاحب د یوه مسلمان، پښتون شاعر په حیث پېژنم، هغه د لوړو تخیلاتو څښتن وو، عارف، مبتکر او د ټولني ادیب وو، هغه ملي افتخارات د ایمان په ترازو کي تلل. پښتنو ته ئې د غیرت او اسلامیت پر بنیاد عقیده درلوده، الفت صاحب د عالي افکارو، اجتماعي شعور او عارفانه عواطفو څښتن وو، بیا به خدای خبر چي بل الفت به پر دې مځکه پیدا سي.)
احمدصمیم اثارو کي یو ناچاپ اثر ( الفت صاحب د یوه حقوقپوه، سیاستپوه او قانونپوه په حیث) هم کښلی او سره راټول کړی دئ، خو زه باور لرم، چي په هغه کتاب سره به موږ، نوي ځوانان او د ادب مینهوال او محصلین نور هم الفت پېژندنه کي دننه کړي، هیله او تلوسه مي ده، چي هغه کتاب یی هم د چاپ په ګاڼه وپسولل سي. خلاصه دا چي احمدصمیم د ادبي ټوټې په خورا ښه انداز، میتود او پیغام سره پېیلي دي او د موضوع ټاکنه ئې خورا په ذوق و شوق سره کړې ده، او دوندي په سلیسه توګه ئې کښلي دي، ته چي وا یو په عمر پوخ او مشر دروند استاد په ډېره نرمه لهجه یوه هنري کیسه درته کوي؛
نوی رنګ
(د خطر تروم بیا ووهل سو، د ګنبدو سپي بیا هم هر چاته انګولي، هغه ماران چي سونګټ پراته وه، بیا ئې سرونه راپورته کړل. زهرهچاوي پېغلي بیا بوډاګانو ته په بدۍ کښي ودېږي، غواوو غولانځي بیا وچي سوې، د وچکالۍ اوازې ګرځي، د جوزا روژه په ګرمو مځکو کښي څومره زور غواړي. یهودي او صلیبي ملایانو نوي فتواوي راوایستلې، چغالان بیا رنګرېزانو په نوي رنګ ولړل او زمري ئې معرفي کړل.)
په پورته ادبي ټوټه کښي عجب سمبولونه او استعارې کار سوي دي، یو خو په ډیر هنري او استعاري ژبه د اوسنۍ ټولني د سیاسي او ټولنیز وضعیت انځور کښل سوی دی، بل د ګنبدو سپي، سونګټ ماران، د جوزا روژه، یهودي او صلیبي ملایان، چغالان او زمري هغه سمبولونه او استعارې دي، چي ټول وخت مزاحمت کوي او ژوند نااراموي، د عدالت او انصاف تله نه مني، د فریب او چل کړني ترسره کوي، د ظلم او استبداد پلویان دي، په ځنګله کي یوازي زور چلوي او تر بل هر ټولنیز حیوان خپلي تیرې داړي او غاښونه باسي او خوراک ئې وینه او غوښه ده.
زهره چاودي پېغلي بوډاګانو ته ودېږي، او د غواوو غولانځي وچېږي او د جوزا ګرمي عجب ښه تناسبونه لري، لیکوال په خورا مهارت د یوې ټولني تیت، بدخونده او بدرنګه د اخلاقي، اقتصادي او سیاسي حالاتو نه دا چي ښه تصویر کښلی دی،. بلکي په خورا هنري انداز ئې دا تصویرونو ته شاعرانه تار پېیلی دی، هغه پېغله چي په زور بوډا ته ودیږي، لکه د غوا د شیدو وچوالی او د موسم تر ټولو سخته ګرمي د جوزا چي انسان سوځوي؛ او بیا دي خوله بنده وي، چي د چا پر وړاندي څه ویلای نسې، ځکه روژه دي ده، که چیري څه ووایې نو د صلیبي او یهودي ملایانو فتواوي د تکفیر په توره باندي د ژوند هیلي دي نامراديږي او نور نو په ځنګله کي د یوه وحشي او ظالم ځناور د خوراک شومه ګرځې. د ټولنیزي بې عدالتۍ او زورواکۍ عجبه فلسفه او کیسه ئې بیان کړې ده – واه څه جانانه ټوټه صمیم صاحب د ادبي ټوټو په خورا نوی او جالب مهارت کارولی هم ئې لنډي کړي او هم ئې بامفهوه کړي دي. د (اشغال خوب) ئې همداسي یوه بله د قوته ډکه ټوټه ده.
د صمیم په فکري کعبه کي نه یوازي چي د ټولني بده خوندۍ ژوند څخه دي راباسي او د کعبې طواف درباندي کوي، بلکي د ژوند هر لوري ته دي متوجې کوي؛ هم دي شاعرۍ ته بیايي او هم دي دي فلسفې ته بیايي، هم دي خپل د ژوند مسیر ته پام در اړوي او هم دي د ټولني د سمون لوري ته سیخوي،
شاعر ته
(څه کېږي چي موږ خوارانو ته یو وار خپلي قلمي سترګي راواړوې او له ډېرو پردو شاته مو یو وار ووینې!
د دې دپاره چي د زمانې باد و باران مو بیا لکه خشپل او خس و خاشاک له ځانه سره یو نه سي؛ نو خپل لوېدلی قلم یو وار بیا له خاورو را پورته که او په انقلابي نغماتو باندي دا لوېدلی قوم له خاورو را پورته که او د ځانځانۍ ناجوړۍ څخه نجات ورکړې او د سیند په شان حرکت ورکړې.
له سختو پېچومو ئې تېر کړې او د بې لارو لارو ئې لاري ته سم کړې او د تمرکز او اتحاد واحد هدف ته ئې ورسوې. )
د یوې محکومي او ځپل سوي ټولني د ملت د پاڅېدو او د انقلابي سندرو شور و غوغا له لاري د مقاومت یا خوځښت د سیند په څېر حرکت کولو ته سړی رابولي، چي د سیند اوبه که ودرېږي نو نه دا چی بوی به وکړي بلکي خاصیتونه هم له لاسه ورکوي اوبه باید په حرکت کي وي، چي هیڅ پيچومي ئې را ونه ګرځوي او د زمانې باد و باران یعني سیاسي او اقتصادي حالات ته څوک پرېنږې چي داسي سپک ئې پورته کړي لکه خاشاک او خشپل. دلته لیکوال شاعر ته، لیکوال ته او انقلابي رهبر ته د مقاومت د سندري د ارشاد ږغ کوي او وايي چي دا ټولنه او دا افراد له دې حالته وژغوره. اکثریتو ادبي او هنري ټوټو کي دومره قوت پټ دی لکه د مقاومتي سندرو په زمزمه کي چي شاعر خپل قوت او لذت دننه کړی دی، که د بېنوا د خاموشه انقلاب دی بدلوی د زمانې رنګ، او د لایق د هر شعر و بیت د لړځانده او رپانده تورو او شعرونو څخه انقلاب – انقلاب ږغونه پورته کېږي، همداسي د صمیم د فکري کعبې له اکثریتو ادبي ټوټو څخه د ژوند د سمون خواته انقلابي سندري او زمزمې تر سترګو کېږي او غواړي یوې واحدي، ښې منظمي او د اتفاق و اتحاد لاري ته ټول سوق کړي.
د صمیم د فکري کعبې طوافونه نه یوازي چي دا سپیڅلی سفر درباندي کوي، بلکي معیاري ژوند، عشق او عرفان، انسانیت، سرنوشت، ارتقا، تغیر او ترقي ته مو پام اړوي بلکي، د جهالت، غفلت، ناسور، هوس، حرارت، ټکر او د اشغال خوب پر وړاندي مو انتقاد او جرئت ته هڅوي. د استاد احمدصمیم د ددې ادبي ټوټو ټولګه د پښتو ادب لپاره خورا مهمه او پر وخت هڅه ده، د لیکوال دغه اثر په ډالۍ او جایزې ارزي. ځوانانو ته بویه چي مطالعه کی ئې درېغه ونه کړي. که راټولوونکي هارون صمیم د استاد احمدصمیم یادي ادبي ټوټې او نثري ټوټې د محتوا له اړخه سره اوډلي وای خوند به ئې لا هم دوه چنده وایی خو دا په دې مانا نه چي اوس یی ارزښت کم دی، تاسو لوی کار کړی دی. تاسو او لیکوال استاد احمد صمیم ته اوږد سوکاله او ارام ژوند.
د استاد احمدصمیم کتاب پر لاندي څو برخو ویشلی سو او د ادبي او نثري توټو ځیني نومونه ئې په لاندي ډول دي:
د ادب اړوند برخه:
ادبي نقد، شاعر ته!، نوی سبک، اصیل هنرمند، الفت صاحب، د علامه بابا یوه خبره، زما لومړنی نثر، علامه رشاد بابا، حسن یار په (زه او شمع) کي، ادبي اکاډیمي، د رسول امین څو خبري، د قدرت الله حداد یوه خبره، د ایوب خان اڅکزي په خورجین کي، صدیق الله مین پر شاعري تبصره، نقد کوونکي ته څو توصیې، د عرفان پلوشې په هنري ژبه، د ادب نوی لاروی، ….
د ژورنالیزم اړوند برخه
ګونګ ژورنالیزم، بګړۍ مجلې ادارې ته، پګړۍ که بګړي مجله، ملي ټرمینالوژي، د بیان ازادي، رښتیا اخبار، ملي ټرمنالوژي…
د ښځو اړوند برخه
ښځي په تاریخ کي، د مظلومو ښځو غور، د ښځو په باره کي یو مناجات، مایوسه نجلۍ،…
د فلسفې اړوند
فلسفي بحث، فلسفه څه معنا، اسلامي فیلسوفان، اجتماعي قرارداد،…
د اسلام اړوند برخه
اسلام، اسلام یوازي عقیده نه ده، د اسلامي پوهنتون اصول، اسلامي او ملي غرور، د نن مسلمان، دقرآن نزول، د الله نصرت او معجزات، ابدي خوب، الهي برنامه او موضوعي میثاق، اذان، اسلامي وحدت او محبت، مدني جامعه د اسلام له نظره،….
ټولنیزه برخه
اخلاق، د وخت قدر، امانت، هوس، عدم تشدد، مور ته لیک، انسانیت، لویه ناپوهي، تربیوي پروګرام،پاخه ډیپلوماټ، نفس او هوا، د رښتیا په جرم، کتلاک، جاهلیت، د اوښکو ژبه ، د قهر بڅري…