Home+د جاپان ملي پیسې ۱۵۵ کلنې شوې

د جاپان ملي پیسې ۱۵۵ کلنې شوې

تاند- له نن څخه 155 کاله پخوا د ۱۸۷۱ د جون په ۲۷ مه ین د جاپان د پیسو رسمي واحد ومنل شو.

د ین لومړی بانکنوټ لومړی په ۱۸۶۹ م کال چاپ شو خو د جاپان حکومت د فیوډالانو له لوري جلا جلا چاپېدونکې پیسې، چې له ۱۶ پیړۍ څخه په چلښت کې وې، منع او د جون په همدې ورځ یې ین د رسمي پیسو په توګه چلښت ته راوایستې.

ین سره له دې چې د نړۍ د درېیم ستر اقتصادلرونکي هیواد د پیسو واحد دی خو نن سبا هر ۱۰۰۰ جاپاني ینه له څه کم ۷ امریکايي ډالرو سره برابر دي.

په عین حال کې له ډالر او یورو وروسته په نړۍ کې په درییمه درجه ډیره سوداګري راکړه ورکړه په ین کیږي.

له ۱۹۷۱ م کال راهیسې د جاپان حکومت د پیسو په بازار کې مداخله کوي او د خپلو پیسو ارزښت په داسې ډول کنټرولوي چې صادراتو ته یې زیان وانه وړي.

1 COMMENT

  1. د جاپان د هیواد په هکله زموږ د ځینو مخکنیو فکری اماتورانو ۲ کومِیک روایتونه:
    ۱ – جاپان او افغانستان په یوه ورځ سیاسی خپلواکی اخیستی ده ( البته نوره توضیح ئی نه ورکوله چی جاپان څنګه او کله او د کوم دولت تر تسلط لاندی ۇ؟).
    ۲ – افغانستان به هم د سختو جګړو تر ترخو تجربو وروسته جاپان غوندی پرمختګ وکړی ( البته دی واقعیت ته ئی پام نه ۇ کړی چی پر جاپان جګړی تحمیل شوی او تپل شوی نه وی بلکه جاپان خپله د جګړو یو مهم او اصلی غړی ۇ دا یعنی جاپان د جګړو د پیل مخکی هم یو پر مخ تللی هیواد ۇ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...