لیکنه : ډاکټر ش میره کی
الکولي مشروبات استعمالول هم یو منفي انساني عادت دی. الکول ډېر زیات زیانونه لري او په نړۍ کې هر کال په میلیونونه کسان لدې امله مري. یوازې په امریکا کې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې ۸۸۰۰۰ کسان د الکولو له املهمړه شوي او د دوه نیم میلیونه کلونو کاري پوټنشیل له منځه تللی دی.
الکولي مشروبات که اندازه یې کمه هم وي، ډېر ژر بدن ته جذبېږي او په مرکزي عصبي سیستم په بیړه منفي اغېزهکوي. د پروټین د کمښت سبب کېږي، د حجرو د تخریب له امله د معدې د زخم، له کولمو څخه د ویټامین ب ۱۲ دجذب د کمښت، په ځیګر کې د ویټامین ډي د جوړښت د مخنیوي او د صفرا د تولید د کمښت سبب کېږي. د ځیګرالتهاب، سیروز او سرطان منځ ته راوړي.
د الکولو لنډمهالې او بيـړنۍ ستونزې:
ګډوډ لید، ګنګسیت، کانګې، نسناستی، د معدې دروندوالی، سردردي، د تنفس ستونزې، بې توازنه لید او اورېدل، ددماغ کمزوری برداشت او همغږي، بې شعوري، کمویني، کوما او د حافظې ګډوډي.
همداراز ځان او بل ټپي کول، ټکر کول، تشدد، له لوړو ځایونو راغورځېدل، سوځېدنې، تجاوز او ټولنیزه بې نظمي.
د الکولو اوږدمهالې او دايمي ستونزې:
غیرارادي ټپي کېدل، قصدي ټپونه، په دنده کې ټپونه، تسمم، د وینې لوړ فشار، دماغي سکته، د زړه ناروغۍ، د ځیګرناروغۍ، د اعصابو زیانونه، جنسي ستونزې، د دماغ دایمي زیانونه، د ویټامین ب ۱ کمښت چې د کمخونۍ، بې حسۍاو بې حالۍ سبب کېږي، د معدې او کولمو قرحه (ټپ) او التهاب، سوتغذي، د خولې او مرۍ سرطانونه.
الکولو د نړۍ ډېر مشهور پوهان، هنرمندان او څېړونکي وژلي دي, ډېر درانه خلک یې شرمولي او بې عزته کړيدي اوډیر یې په اصطلاح له سړیتوبه ایستلي دي. اوس ۱۵ میلیونه امریکایان له الکولیزم څخه ځورېږي او د موټرو ۴۰٪ټکرونه د الکولو د څښلو له امله پېښېږي.
د الکولو، سګرټو او نورو مخدراتو استعمال ته خلک ولې تشويقېږي؟
د رسنیو له لارې، د ممثلینو له لارې، د کلي کور او ټولنې د ځینو خیالي ځوانانو له خوا د دغو موادو د کارولو له لارې،د دغو موادو د پلورونکو له خوا، د ذهني ناارامتیا لرونکو له خوا د ارام میندلو په تمه او دې ته ورته حالاتو له لارې.
د علاج لارې یې د قوانینو له مخې بندیز، د اخلاقي او دیني تبلیغاتو له لارې د خلکو منع کول، د کلکې دینې عقیدې لهلارې پخپله له دغو سلوکونو ډډه کول، د روغتیايي تعلمیاتو او مشوره ورکولو له لارې او د نجات په مرکزونو کې دبستري کېدو له لارې د دې اعتیادونو څخه خلاصون ممکن دی، خو ټینګ عزم او پر ژغورنه باندې باور یې کیلي ده.
په امیندوارۍ کې یې زیانونه ډېر وژونکي دي چې مخکې په دغه برخه کې پوره معلومات ورکړل شول.