جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+یوې نوې څېړنې د الکولو حتی د لږ څښاک زیانونه هم تایید...

یوې نوې څېړنې د الکولو حتی د لږ څښاک زیانونه هم تایید کړل

پحوا داسي انګېرل کېده چې د الکولو په څښلو کې اعتدال اوتوازن د زړه سلامتیا تضمینوي، خو څېړونکو په یوه نوي څېړنه کې ثابته کړې چې دا نظر سم نه دی.

د کاناډا د ویکټوریا پوهنتون یو څېړونکی ډاکټر تیموتي نعیمي وايي، هر څومره چې انسانان کم الکول څښي په هماغه اندازه به یې روغتیا له خېره لیرې وي.

طبي څېړنو ښودلې ده چې د الکولو څښل له ډېرو ناروغیو سره تړلي دي.

په اروپا کې د نړیوال روغتیا د سازمان مشاوره کارینا فریرا بورګس وايي: «د ښکاره شواهدو په اساس، دا علمي‌ اجماع ده چې د الکولو څښل د سرطان او رګونو د رنځ په ګډون له څه باندې ۲۰۰ ناروغیو سره تړلي دي.»

د طبي موندنو په اساس، د الکولو څښل د کولمو، ځیګر، سینې، خولې،‌ ستوني‌ او دا ډول نورو سرطاني ناروغیو خطر زیاتوي.

په نړۍ کې هر هېواد د الکولو د څښلو لپاره خپل قوانین لري. بریتانیا، فرانسې،‌ ډنمارک، هالنډ او‌ استرالیا د ورستیو طبي موندنو له نتایجو وروسته خپل خلک د الکولو کم استعمال ته هڅوي.

ټاکل شوې چې په ایرلنډ کې په ۲۰۲۶ کا کې د الکولو په بوتلونو باندې د سرطان ناروغۍ د خطر خبرداری هم ولیکل شي.

د امریکا د تکزاس ایالت د استن ښار ۲۸ کلنې تیسا ویبر وویل چې د الکولو څښل یې ځکه پرېښودل چې اضطراب یې ورسره زیاتېده. هغه وايي: «د پایلو په اړه یې راضي یم- خوب مې ښه شوی او ځان تر پخوا تکړه احساسوم.»

په تېرو تحقیقاتو کې چې د الکولو استعمال یې له روغتیا سره تړلی و، د الکولو د څښلو اندازې ته په کتو یې د بېلا بېلو عمرونو خلک پرتله کړي‌ وو، خو دغو تحقیقاتو کې دوې ډلې، ‌چې یوه یې الکول څښي او بله یې نه څښي، پرتله شوې نه وې.

همدغه راز په ډېرو مخکنیو تحقیقاتو کې ځوانان شامل نه وو، په داسې حال کې چې د الکولو له کبله ډېر مړه شوي کسان ۵۰ کلن او یا تر دې هم ځوانان وو.

الکول په بدن کې د استالدیهاد په نوم مشتقات تولیدوي چې رګونو ته زیان رسوي او د انساجو د ترمیم مخه نیسي.

ډاکټر نعیمي‌وايي چې د الکولو د څښلو په اړه صحي لارښوونو ته پام کول له دې پلوه د ډېرې مړینې مخه نیولای شي.

د دغو صحي لارښوونو په اساس، په امریکا کې نارینه باید د دوو او ښځې د یو ګیلاس او پيمانې څخه زیات الکول ونه څښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب