جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد لیکنو تېروتنې (مقاله)

د لیکنو تېروتنې (مقاله)

لیکوال محمداکبر حقمل معینزی

لکه څرنګه، چې پوهېږو د نثر، نظم، خبرو، کلتور، تاریخ او داسې نورو برخو د ساتلو او خپرولو تر ټولو غوره او ارزښتمنه لار او بڼه لیکل دي او هره ژبه ځانګړي ځانګړي لیکدودونه لري بیا په خپلو ليکدودونو کې داسې قواعد او بریدونه لري، چې ترې اوښتل یا په لیکلو کې کمی او زیاتی یې په نیمګړتیا او تېروتنه کې شمېرل کېږي. موږ ډېر داسې نامتو لیکوالان او ژباړونکي لرو، چې د ډېرو اثارو د لیکلو ترڅنګ یې بیا هم په لیکنو کې تېروتنې لیدل کېږي، د دا ډول نامتو لیکوالانو د لیکنو تېروتنې دومره بدې پایلې له ځان سره درلودلای شي، چې حتی ددې لامل ګرځي ترڅو زموږ ټاکل شوی او اصلي لیکدود له ګواښ سره مخ کړي. هر څه پرمختګ او ودې ته اړتیا لري او که ځېر شو وبه وینو، چې همدا اوس هم هر څه د ودې په حال کې دي، خو یا په ښه ډول او یا په بد ډول، یعنې وده که منفي وي که مثبته خو شتون یې حتمي دی. نو له دې خبرې څرګندېږي، چې د هرې ژبې لیکدود تل د ودې په حال کې دی. د پښتو ژبې لیکدود هم همدا اوس د یو ډول ودې په حال کې دی که چېرې ورته د زړه له کومې کار او چوپړ وکړو او تر نورو وګړو اصلي او ټاکل شوی لیکدود ورسوو، نو څرګنده خبره ده، چې زموږ ژبه او لیکدود به په سمه، غوره او په زړه پورې لار او بڼه باندې وده وکړي او که چېرې د لیکوالانو لیکنې کره نه شي او له تېروتنو ډکې لیکنې وکړي او هغه بیا په ټولنه کې خپرې او وساتل شي، نو څرګنده خبره ده، چې زموږ لیکدود به په سمه او مثبته بڼه وده ونه کړي او په راتلونکې کې به له تېروتنو ډک لیکدود ولرو. که چېرې دا منو، چې د لیک ژبه عامه ده، لیک د ټولو لپاره دی او د ځانګړو کسانو لپاره منځ ته نه دی راغلی، نو بیا باید د لیکنې بڼه مو هم په عام ډول وي، باید په خپله خوښه نویې او بل ډول بڼه ور نه کړو، یعنې اصول مراعات کړو او په اصلي او ټاکل شوي طرز او ډول باندې لیکنې وکړو ترڅو په راتلونکې کې د یوې ژبې لپاره څو ډوله لیکدودونه ونه لرو، بلکه یو ډول، منل شوی، پلي شوی او تر ټولو غوره لیکدود ولرو. د اړوندو نورو برخو په تمه اوسئ!!!

محمداکبرحقمل معینزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب