دوشنبه, نوومبر 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان تر ۱۸ کشرې لوبډلې اماراتو ته په لوی توپیر ماته...

د افغانستان تر ۱۸ کشرې لوبډلې اماراتو ته په لوی توپیر ماته ورکړه

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د کرکټ په درې اړخیزو پنځوس اوره سیالیو کې نن دوهمه سیالي هم په لوی توپیر وګټله.

افغان لوبډلې اماراتو ته په ۱۷۰ منډو ماته ورکړه. امارتي لوبډلې ټولټال ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر اتلسو کلونو کشرې لوبډلو ترمنځ په دې سیالۍ کې لومړی افغان لوبډلې توب وهنه یا بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۳۵۹ منډې وکړې.

د افغانستان پیلګرو لوبغاړو محبوب خان په ۱۴۴ توپونو ۱۴۱ منډې، فیصل شینوزاده د ۱۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ او په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې.

وزیرخان هم په ۳۵ توپونو ۳۷ منډې وکړې.

افغانستان خپله لومړۍ مسابقه له پاکستان څخه د سلو منډو په توپیر ګتلې او پاکستان بیا متحده عربي اماراتو ته په لسو ویکټونو ماته ورکړې ده.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان په دې سیالیو کې هره لوبډله باید دوه – دوه ځلې له یو بل سره مخامخ شي.

د افغانستان او پاکستان تر اتلسو کلونو د کشرې لوبډلې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په ورځ (د نوومبر ۲۰ مه) وي.

دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي.

د دې سیالیو دوې مخکښې لوبډلې به د نوومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي.

تر دې دمه افغانستان دوې سیالۍ ګټلي او هیڅ لوبه یې لا نه ده بایللې، پاکستان یوه ګټلې او بله بایللې خو متحده عربي اماراتو دواړه لوبې بایللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب