شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهسوله او طبیعت | ډاکتر محب زغم

سوله او طبیعت | ډاکتر محب زغم

مازدیګر دی. د هایلنډ هوټل په برنډه کې پر څوکۍ ناست یم. د مربع شکله لرګین مېز پر سر ورته اوبدل شوی ټغر پروت دی او له پاسه یې پېړه ښيښه. د ښیښې پېړوالی زما او ټغر ترمنځ فاصله رامنځته کوي، زموږ د نن او پرون تر منځ د واټن هومره فاصله. هوټل د بامیان ښار په لوېدیځ کې، تقریباً یو کیلومتر لرې پر غونډۍ جوړ دی. مخامخ ورته د تت نسواري رنګ غر ښکاري چې د ډېرو پېړیو واورو، بارانونو، بادونو، یخنیو او ګرمیو زوړ کړی، ښوی کړی، تېږې یې ورماتې او میده کړې دي. دغو طبیعي عواملو د دې غره په سر کې داسې شکلونه جوړ کړي دي چې ته وا کومه لرغونې ماڼۍ، د پېریانو یا د دېوانو یا ښايي د ښاپېریو کلا به وه.

د دې ښکلي غره په ختیځه خوا کې د یوې غونډۍ پر سر د غُلغُلې ښار پاتې شونې او کنډوالې ښکاري او لاندې د سړک پر غاړه بیا نوی جوړ شوی لوکس هوټل چې هغه هم غُلغُله نومېږي. شا و خوا ته شنې کروندې او دنګ چینارونه د سړي سترګې نازوي او پوست شمال د کابل له ګردجنې او تودې هوا د راتښتېدلي سړي پر بدن لاس تېروي.

په همدې خوندور ماحول کې «سوله او طبیعت» لولم. د ماشومانو او زلمکیو له پاره د نعیمې غني هغه ناول چې اوس اوس چاپ شوی او جایزه یې ګټلې ده.

ناول د غرونو د وطن کیسه را ته کوي چې له یوې عجیبې ستونزې سره مخ دی. زړور، استازی، بوډۍ او سوله د ناول مرکزي کرکټرونه دي. بوډۍ د شهزادګي زړور دایه ده، زوړر یې رالوی کړی او روزلی دی ځکه چې خپل مور یې مړه شوې وه. کیسه له هغه ځایه پیلېږي چې د پاچا مړ دی او زړور د هغه پر ځای پاچا کېږي. استازی د زړور د ماشومتوب ملګری او د اولس او هغه تر منځ د حال احوال د وړلو راوړلو مسوول. سوله د بوډۍ لمسۍ او د پاچا او استازي د کوچنیتوب هم لوبې وه خو په هماغه ماشومتوب کې ترې تمه شوه او چا ته یې درک نه دی معلوم.

«د ښار کلا څلور لوړ برجونه درلودل. د څلور واړو برجونو تر ټولو هسکو برخو کې، مخامخ شاهي ماڼۍ ته څلور لوی لوی ساعتونه لګېدلي وو چې د ښار خلکو د عدالت ساعتونه بلل. دا ساعتونه ځکه د عدالت ساعتونه بلل کېدل چې د وخت د څرګندولو سربېره یې یو بل مهم کار هم کاوه. هغه مهم کار دا و چې دې ساعتونو به د هېواد د هغه لوري چې ساعت پرې ځړېدلی و، حال ښکاره کاوه».

نوی پاچا شوی زړور له یوه سفره راستنېږي او ویني چې څلور واړه ساعتونه ګډوډي ښيي. بوډۍ او استازی مشوره ورکوي چې درې واړه دې په بدلو جامو کې ووځي او پر اولس وګرځي چې ستونزې یې څه دي او بیا یې ستونزې ورحل کړي. دوی پر آسونو سپرېږي او له پاپي (د پاچا وړوکي سپي) سره سفر پیلوي.

ټوله ورځ مزل کوي او چې تیاره خپرېږي، څملي. سهار چې راویښېږي، هر څه متفاوت وي. «پاچا زړور په داسې حال کې چې هرې خوا ته یې په حیرانۍ کتل، پر یوه خړ کمره کېناست خو ناڅاپه کمر په خوځېدو شو او پاچا یې له ځان سره اوچت کړ. پاچا لومړی ګومان وکړ چې زلزله ده خو کله چې له روان کمره څخه یې راټوپ کړل، ویې لیدل چې هغه خړ کمر نه، بلکې یو خړ غوایی و». په دې سیمه کې «خړ کورونه، خړ پړ غرونه او دښتې، په سپېرو ونو کې راځړېدلې مېوې داسې برېښېدې لکه د خټو سېلاب چې پرې راتېر شوی وي. دا لا څه چې د دې سیمې د ژوو رنګونه هم خړ پړ وو.» خلکو ویل چې دا ټول د پاچا له لاسه دي چې د دوی غم نه کوي او سوله نه راولي.

پاچا او ملګري یې بیا حرکت کوي او بلې سیمې ته رسېږي. هلته پسرلی او خوږه هوا وي، ناڅاپه اوړی شي او سخته ګرمي، دوی له کالیو سره اوبو ته لوېږي خو څنګه چې له اوبو راوځي، د مني سړه سیلۍ ولګېږي. دوی پټو له ځانه تاو کړي او شېبه وروسته د واورې پاغوندې په ورېدو شي. هلته هم خلک دا هر څه د پاچا د بې غورۍ له وجې بولي.

په بله سیمه کې بیا د شنیلي هېڅ څرک نه لګېږي. هره خوا وچه سپېره، داسې سپېره چې ان اغزي هم په کې نشته. خلک یې هماغه خبره کوي چې پاچا ورته سوله نه راولي ځکه په دې غم اخته شوي دي.

په څلورمه سیمه کې ونې بوټي شنه دي، کروندې سمسورې، ډک سیند بهېږي او ټول خلک د سیند په غاړه کې مستي او خوشحالي کوي خو یو شی په کې کم دی. هلته هېڅ مرغه نشته. د دې سیمې خلک هم پاچا ګرم بولي چې پام ورته نه کوي او سوله نه راولي ځکه خو د دې سیمې ټول مرغان چې پټ کړي دي.

بوډۍ پاچا ته وايي چې د ټولو ستونزه مور همدا د مرغانو نشتوالی دی. که دا ستونزه حل کړو، نورې ستونزې به هم حل شي. خو دوی نه پوهېږي چې څنګه دا کار وکړي. همدې سیمې ته نژدې د زړور د نیکونو د ماڼۍ کنډوالې پرتې دي. هلته یو غټ مرغه، دومره غټ چې بلا غوندې ښکاري اوسي. دې کوډګرې بلا ټول مرغان او الوتونکي په فقسونو کې اچولي دي. د هر مرغه د بدن یوه برخه یې پرې کړې او ځان یې ور نه رغولی دی. یوازینۍ پوره او روغه الوتونکې، کوتره ده چې په غاړه او پښو کې یې بلا زنځیرونه وراچولي او هغه چې په خپل قفس کې دې خوا ها خوا ګرځي، د زنځیرونو شرنګا یې بلا ته خوند ورکوي.

پاچا او ملګري یې کوتره پټوي او له کنډوالې څخه یې لرې وړي. هلته یې له پښو او غاړې زنځیرونه خلاصوي. که ګوري چې کوتره په نجلۍ بدلېږي. نجلۍ هماغه سوله ده، د بوډۍ لمسۍ او د زړور او استازي د ماشومتوب ملګرې چې بلا تښتولې او دلته یې ایساره کړې وه.

پاچا له ډېرو ستونزو او کړاونو وروسته بلا په غشي ولي او ټول مرغان آزادوي. بیا نو په وطن کې هر څه سمېږي او طبیعت بېرته خپله ښکلا مومي.

اوس چې دا کرښې لیکم د بامیان ښکلي پاخه سړکونه، آباد وطنونه، چالان بازارونه، او ښکلی طبیعت مې سترګو ته درېږي. د بامیان په هر لوري داسې سړکونه غځېدلي دي چې پرې د موټر چلول خوند درکوي. په هر ځای کې ټرافیکي نښې او علامې لګېدلي دي چې لاره درته ښيي، له سیمو څخه واټن، کږلېچونه، چړایۍ، د سرعت برید، او نور ضروري او د خوندیتوب معلومات درکوي. بند امیر مې رایادېږي چې سلګونه کسان په کې چکر وهي، له ښکلي طبیعت څخه خوند اخلي او څوک په چا کار نه لري. خو د سیاه خاک او میدان ښار ترمنځ کنده کپره لاره، تړلي دوکانونه، په هرو سلو مترو کې یو الوځول شوی پُل، وېروونکې چوپتیا، د پولیسو د پاټکونو کنډوالې، نسکور شوي کانټیرونه، د سړک په دواړو غاړو کې په مرمیو غلبیل شوي دېوالونه … هم رایادېږي.

اوه!

خپله موضوع را نه پاتې شوه. خبره مې د ناول کوله «سوله او طبیعت». د اغلې نعیمې غني دا ناول ښه تلوسه لري. عجیبې پېښې یې سړي ته پخواني نکلونه وریادوي. فکر کوم په دې زمانه کې چې واقعي پېښې معمولاً غمجنې او له ناهیلۍ ډکې دي، د پېریانو او ښاپېریو خیالي او جادويي کیسو ته ورستنېدل به مو دمه لږه جوړه کړي. دا ناول د ۹-۱۲ کلنو ماشومانو له پاره لیکل شوی دی. په دې عمر کې ماشومان له عاطفي او تخیلي پړاو څخه د ریالیزم پړاو خوا ته د تېرېدو په حال کې وي نو له داسې کیسو ډېر خوند اخلي چې تخیل په کې زیات وي او په عین وخت کې دوی فکر کولو ته هم وهڅوي.

د ناول پیغامونه عالي دي. لکه: خلک د خپلې ستونزې حل باید پخپله هم ولټوي، نه دا چې هر څه پاچا ته پرېږدي؛ پاچا د خلکو د ستونزو د معلومولو له پاره باید له ښاره ووځي او د اولس منځ ته ورشي؛ د سیمو طبیعت سره تړلی دی او که په یوه ځای کې ګډوډي راشي، نورې سیمې هم ګډوډېږي (ایکوسیستم)؛ هر کار په مشوره او همکارۍ سره کېږي …

په پخوانیو نکولو کې بوډۍ معمولاً جادوګره، بلا او منفي کرکټره وي خو دلته هوښیاره، مهربانه او لارښوده ده. دا د ښځو په اړه د منفي تصور پر ضد مبارزه ده. په دې ناول کې نر او ښځې په تفاهم او د یو بل په مشورې کارونه کوي او همدا وجه وي چې بریالي کېږي. خو په ناول کې بوډۍ نوم نه لري، حال دا چې نور کرکټرونه خپل خپل نومونه لري. زما په فکر د «بوډۍ» کلمه د تحقیر منفي بار لري او ښه به وو چې بوډۍ ته یو ښایسته نوم ورکړل شوی وای.

د ناول یوه نیمه صحنه منطقي نه برېښي. مثلاً کله چې بلا مرغه ویني چې کوتره او نور مرغان نشته، په هوا کېږي. پاچا، بوډۍ، استازی، سوله او د کلي خلک د کنډوالې خوا ته راټول شوي دي. بلا مرغه کله د دوی په سر راټیټېږي او کله پورته ځي. ټول وېرېدلي دي. په همدې وخت کې بوډۍ کلیوالو ته ټوله کیسه کوي چې دا بلا څنګه د مختلفو مرغانو له غړو څخه خپل ځان رغولی دی، څنګه یې سوله بندي کړې وه، څنګه یې ټول الوتونکي په قفسونو کې اچولي وو، څنګه د نورو سیمو طبیعت ګډوډ شوی … حال دا چې په داسې حساس او هیجاني وخت کې ټول باید له بلا څخه د خلاصون هڅه وکړي، نه اوږدې کیسې. بله دا چې بوډۍ او ملګري یې خبر دي چې بلا مرغه ډېرې هګۍ اچولې دي او که بچي یې له هګۍ څخه راوځي، ټول وطن به برباد کړي خو دلته چې مرغه په هوا کې ګرځي، هېڅوک یې د هګیو د ختمولو هڅه نه کوي. بله مسئله چې په منطقي لحاظ سمه نه ښکاري، دا ده چې په وطن کې ټوله ګډوډي د سولې د نشتوالي په وجه پيدا شوې وه. سوله ډېر کلونه پخوا، په ماشومتوب کې ورکه شوې وه خو په دا دومره کلونو کې هېڅ ګډوډي او ستونزه نه وه؛ مګر اوس چې زړور د پلار پر ځای پاچا شوی، هر څه ګډوډ شوي وو. که ستونزې د سولې له ورکېدا سره تړلې دي، ولې په دا دومره وخت کې نه وې رامنځته شوې؟ همدارنګه پاپي چې د پاچا د هر سفر ملګری دی، دلته په پېښو کې هېڅ نقش نه لري. زما په نظر له بلا سره په مبارزه کې باید دغه وفاداره ملګري ته هم یو نقش ورکړل شوی او له منفعل حالت څخه را ایستل شوی وای.

د کیسې ژبه تر ډېره بریده روانه او خوږه ده خو په یو نیم ځای کې جملې ډېرې اوږدي او رسمي شي او د کیسه‌ییز نثر له چوکاټه وځي. لکه: «لومړی پاچا کیسه وکړه چې څنګه یې د غلو له یوه لښکر سره کوم چې تل به یې د لرې سیمو د خلکو شته او مالونه د شپو په تیارو کې د هغوی له کورنو غلا کول او خلکو ته به یې په لارو کې ستونزې جوړولې، یوه اوږده جګړه وکړه». دا جمله ډېره اوږده ده. د بوډۍ دغه خبرې چې زړور پاچا ته یې کوي، ډېرې رسمي دي: «هو بچیه. په دې کې خو هېڅوک شک نه لري چې ته د خلکو په فکر کې یې او دا ستا او د دې هېواد د هر وګړي دنده ده چې د خپل هېواد او هېوادوالو له پاره فکر او کار وکړي».

که اغلې غني دغو وړو خو مهمو ستونزو ته هم پام کړی وای، ناول به یې بې‌جوړې ناول و. نعیمې غني ته د «سولې او طبیعت» د چاپېدو او د جایزې مبارکي وایم او لا بریاوې یې غواړم.

چهلستون، کابل

۱۳۹۷ د زمري ۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب