جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاويښتان مو تويېږي؟ | ډاکټر اجمل درمان

ويښتان مو تويېږي؟ | ډاکټر اجمل درمان

ډاکټر ته مه ورځئ، په خپل کور کې د ويښتانو تويېدو آسانه درملنه وکړئ

پېغله او زلمی، ځوان او بوډا، نارينه او ښځینه، ټول ښکلي، ډېر او ګڼ ويښتان خوښوي. ځکه همدا ويښتان دي چې په جذابيت کې ستر رول لري. خو له بده مرغه Hair loss يا د ويښتانو تويېدل يوه ننګونه ده چې ډیری خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

ويښتان ولې تويږي؟

د وېښتانو توېدل ډېر زيات عوامل لري لکه محيطي عوامل، زياتې اندېښنې او تشوي، نامنظم او غير صحي خواړه، هورموني تغيرات چې په ميرمنو کې زيات ليدل کیږي، د ميرمنو لخوا د اولاد بندولو ګولۍ خوړل، د ويښتانو شکل ورکولو بېلابېل واکسونه او جېلونو استعمال، جنيټيکي عوامل او ځینې درملونه شته چې د ويښتانو د تويېدو لامل کيږي.

په کور کې د ويښتانو تويېدو درملنه

دوه طبعي طريقې درته ښيېم چې په اسانۍ سره د ويښتانو د تويېدو مخنيوی کوي.

لومړی، د هګۍ ماسک:

په هګۍ کې په کافي اندازه سلفر، فاسفورس، سلينيم (Se)، آيوډين، زینک او پروټين شتون لري چې ټول په ګډه د ویښتانو په ښکلا، قوت او وده کې اغېزمن رول لري.

لومړی يوه دانه هګۍ راواخلئ، ماته يې کړئ او سپين يې په يوه پیاله کې واچوئ، بيا په کې يوه د ماستو خوړلو کاچوغه د زيتون تېل او يوه کاچوغه شات واچوئ. ښه يې ولړئ چې د شامپو په شکل جوړ شي. بيا مو پرې د سر د ټولو ويښتانو ريښې غوړې کړئ، شل دقيقې يا نيم ساعت يې پريږدئ او بيا يې په یخو اوبو پريمينځئ.

دغه کار په اونۍ کې درې ځلې تکرار کړئ، ان شاالله په يوه میاشت کې به تاسې ته په خپلو ويښتانو کې لوی بدلون ښکاره شي.

دویم، د پيازو جوس:

پياز د بکتريا ضد خاصيت لري چې د همدې ځانګړتيا له مخې د پيازو جوس کولی شي د ويښتانو ريښې له ميکروبونو وساتي. همدا ډول په پيازو کې شته سلفر د ويښتانو د فوليکولونو د ويني جريان ته پرمختګ ورکوي او د ويښتانو وده چټکه کوي او له تويېدو څخه يې مخنيوی کوي.

لومړی يوه برابره غوټه تازه پياز راواخلئ، ټوټه ټوټه يې کړئ او بيا ترې جوس وباسئ. يوه پاغونده (مالوچ) پنبه راواخلئ او د پيازو په جوس يې کې يې لمده کړئ. بيا يې د ويښتانو په ریښو وموښئ. له شلو تر دېرش دقيقو يې پرېږدئ او بيا يې په تړمو اوبو پریمينځئ.

دغه کار په اونۍ کې دوه ځلي تکرار کړئ، ان شاالله په يوه مياشت کې به مو د ويښتانو تويېدل ورک شي.

يادونه: د پيازو د جوس ويستلو لپاره که جوسر ماشين نه وي نو له تراشک هم استفاده کولی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب